'پاکستان کې ۲۰ ورځو لپاره پېټرول شته'؛ خو ځینو سیمو کې یې پمپ سټېشنونه ولې تړل شوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د پېترولیم او طبیعي سرچینو وزیر مصدق ملک د چارشنبې پر شپه یوه خبري کنفرانس ویلي چې دغه هېواد کې لا ۲۰ ورځو لپاره پېټرول او ۲۵ ورځو لپاره ډیزل شته دی.
هغه دا څرګندونې د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو کې د پېټرولو نه موندل کېدو او ځینو سیمو کې د پمپ سټېشنونو د تړل کېدو په اړه تر پراخو شکایتونو وروسته کړې.
د رپوټونو له مخې ځینو سیمو کې چې د تېلو پمپونه پرانیستې هم دي، نو ګڼه ګوڼه پرې ډېره او اوږده کتارونه ورته ولاړ دي.
خلکو سره اندېښنه دا ده چې ګوندې د تېلو دا مصنوعي کمښت به تر هغه دوام وکړي چې د بیو لا لوړېدو ته لار برابره شي.
ډېر د همدې لپاره هڅه کوي چې د بیو تر لوړېدو وړاندې لږ تر لږه د خپلو موټرو ټانکۍ ډکې کړي.
د یادونې ده چې د پاکستان حکومت د تېرې میاشتې وروستیو کې هم د پېټرولو د 'مصنوعي کمښت' ختمولو لپاره د تېلو بیو د لوړېدو اعلان کړی و.
خو اوس د دغه هېواد د پېټرولیم وزیر په دې اړه اندېښنو ته په کتو ویلي "نه به د پېټرولو بیه لوړه شي او نه احتکار."
هغه دا ګواښ هم کړی چې د تېلو کوم پمپ سټېشنونه چې د پیسو نړیوال صندوق "ای اېم اېف" سره د پاکستان حکومت روانو مذاکراتو او د تېلو نړیوال بازار کې بیو ته په کتو پېټرول ساتي، جوازونه به یې لغوه شي.
له دې سره پاکستان کې د تېلو او ګازو د مقرراتو تنظیم ادارې (اوګرا) د بېلابېلو ښارونو پمپ سټېشنونو کې د پېټرولو تر کمښت وروسته د پنجاب چارواکو ته د "احتکار کوونکو خلاف د اقداماتو" لارښونه کړې ده.
د تېلو مصنوعي کمښت ولې؟

د پاکستان د پېټرولیم وزیر مصدق ملک وايي د تېلو کمښت مصنوعي دی، ځکه د ده په وینا هېواد یې لا ۲۰ ورځو لپاره پېټرول او ۲۵ ورځو لپاره ډیزل لري.
هغه د چا نوم له اخیستلو پرته زیاته کړې "څوک چې احتکار کوي، پر دې دې پوه شي چې د خپلو هغو ملګرو نوم بدوي چې شپه او ورځ د خلکو چوپړ کې بوخت دي. دوی یوازې د دوه درې ورځو هلې ګولې لپاره احتکار کوي. که تاسې خلک تنګ کړئ، نو تاسې به هم تنګ شئ."
نوموړي زیاته کړه چې دمګړۍ د تېلو بیو د لوړېدو پلان نشته او دا چې بیې به د نړیوال بازار نرخونو ته په کتو لوړېږي.
د پاکستان د پېټرولیم وزیر وویل "[نړیوال بازار کې] د تېلو بیې نه دي لوړې شوې، تاسې هم احتکار مه کوئ. زه درنه غوښتنه کوم چې لاس واخلئ، کنه زیان به ووینئ."
عام پاکستانیان څه وايي؟
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
د پاکستان له بېلابېلو ښارونو ترلاسه شوي مالومات ښيي چې د پېټرول پمپونو کې تېل نشته او که پیدا هم شي، نو اوږده کتارونه ورته ولاړ وي.
د فهیم په نوم د خواله رسنۍ یوه کارن د بېلګې په توګه یوه ویډیو خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي چې "د پېښور اوسېدونکي پېټرول نشي موندلی."
د خواله رسنۍ بلې کارنې 'شنیلا عمار سکندر' هم پوښتنه کړې چې "اسلام اباد کې د تېلو پمپونه ولې پېټرول نه اچوي؟"
خو د اسلام اباد مرستیال کمېشنر هغې ته ځواب کې لیکلي "اسلام اباد کې د پېټرول قلت نه دی راغلی – د پي اې اوس او اټک ټول پمپونه فعال دي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
مریم ماهنور هم ویلي چې تېره شپه ګڼو پېټرول پمپونو کې تېل نه وو - "پېټرول پمپونه د بیو لوړېدو په اړه د ګنګوسیو له کبله تړلي دي. غواړي دوه برابره ګټه وکړي."
د 'اُم ابیها' په نوم د خواله رسنۍ یوې کارنې چې کراچۍ کې اوسي لیکلي "تېره ورځ مې روغتون ته د تګ پر مهال وکتل چې ښه ډېر پېټرول پمپونه تړلي. فکر مې وکړ چې ښايي بیا بیې لوړې کړي، د همدې لپاره یې تړلي دي.
رانا بلال لیکلي "ایا پېټرول بیا ګرانېږي؟ سر له اوسه ورته اوږده کتارونه ولاړ دي. لاهور کې له ۲۰۰۰ کلدارو ډېر پېټرول نه ورکوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
مزمل بیا ویلي "مسلمانانو د بیو ګرانېدو د ګنګوسیو له اورېدو سره احتکار لپاره پمپ سټېشنونه تړلي دي."
له اوکاړه څخه عاطف راجپوت نیوکه کړې چې "ادارې چېرته دي - ولې نه ګوري چې پمپونو سره څومره تېل شته."











