په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عاشورا مراسمو لپاره نوې کړنلاره اعلان کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د شیعهګانو ځينو استازو بيبيسي ته ویلي، د عاشورا مراسمو د لمانځنې په اړه د طالبانو حکومت تګلارې د تېر کال پرتله "لا ډېرې محدودوونکې" دي.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر افغان شیعهګانو یو لړ محدودیتونه لګولي دي.
په یوه نوې کړنلاره کې چې د طالبانو حکومت "تعهدنامه" یا ژمنلیک بللی، راغلي چې په ځينو سيمو کې د عاشورا مراسم باید تر درېیو ورځو ډېر و نه اوسي، سنيان ور و نه بلل شي او د مراسمو ګډونوال له رسنیو سره د "مرکو حق هم نه لري."
د دې کړنلارې یا طرزالعمل یوه کاپي بيبيسي هم ترلاسه کړې، چې د طالبانو حکومت د ځينو استازو په ګډون د شیعهګانو لاسليکونه هم پرې ښکاري.
د طالبانو حکومت څه وايي؟
د طالبانو حکومت یوه چارواکي بيبيسي ته د دې "تعهدنامې" کره والی تائید کړی او ویلي یې دي چې موخه یې "یوازې او یوازې د عاشورا مرسمو د هر اړخیز امنیت ساتل دي" او ګواکې نه غواړي د محرم مراسم محدود کړي. دغه سرچینه زیاتوي، تېرو کلونو کې هم د دغو مراسمو د ښه امنیت لپاره ګامونه اخیستل شوي وو او سږ کال هم ورته "تدبیرونه په پام کې نيول شوي دي."
د بيبيسي خبریال علي حسیني وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د عاشورا مراسمو د خوندیتوب په برخه کې د طالبانو حکومت تدبیرونه ښه وو او د تېر کال په ګډون پر دې مراسمو د هېڅ راز برید رپوټ نه دی ورکړل شوی.
خو پر دې سربېره په تېرو درو کلونو کې د اسلامي دولت خراسان نومې ډلې د شیعهګانو پر ضد بریدونو ته دوام ورکړی.

په دې "۱۱ ماديزې تعهدنامې" کې راغلي، دغه مراسم باید د طالبانو حکومت د قوانینو پر بنسټ ترسره شي او یوازې په هغو تکیهخانو کې باید ونمانځل شي چې وار له مخې توافق پرې شوی دی.
تېر کال چې کومو جوماتونو او تکیهخانو ته د محرم د لسمې مراسمو د نمانځنې جواز ورکړل شوی و، "په درېیو کې یوې برخې نه هم کمو" هغو کې ترسره شول.
د تعهدنامې په دویمه ماده کې راغلي، د مراسمو د ویناوالو نوملړ هم باید مخکې له مخکې د طالبانو حکومت سره شریک شي. همدا راز سپارښتنه شوې چې ماتم کوونکي باید په ډلهييزه توګه تکیهخانو ته نننوځي.
د لاوډسپيکر نه کارول، د محرم د لسیزې مراسم تر درو ورځو محدودول، یوازې په تکیهخانو کې دننه د نذر ويشل ځينې نور هغه موارد دي چې په "تعهدنامه" کې یاد شوي دي.
د شیعهګانو یوه استازي بيبيسي سره په خبرو کې دا موارد "شرموونکي" وبلل.
د رپوټونو له مخې په تېرو درېیو کلونو کې د شیعهګانو له ځینو خپلواکو بنسټونو رسیمت اخیستل شوی، په پوهنتونونو کې د شیعه مذهب فقه نه تدریسېږي، په محکمو کې يې ځينې هویتي معلومات نه منل کېږي او په ځينو وختونو کې يې د وير مراسم ځپل شوي او د ماتم بیرغونه غورځول شوي دي.
له همدې کبله ځينې شیعهګان پر دوی لګول شوي محدودیتونه یوازې د عاشورا د مراسمو د امنیتي خونديتوب لپاره نه بولي.











