د افغانستان سینما پېژندل شوی کمېډین عبدالاحمد خاکسار ومړ

د افغانستان پیژندل شوی کمډین او د تیاتر او سیمنا مخکښ لوبغاړی عبدالاحمد خاکسار د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړې.

د هغه کورنۍ رسنیو ته ویلي ښاغلی خاکسار ناڅاپي ناروغ او کمزوری شوی و.

دغه مشهور ممثل چې په میرک هم مشهور و د ۷۵ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

ښاغلي خاکسار په ۱۳۵۲ کې په کندز ولایت کې خپل هنري فعالیتونه پیل کړي و، چې وروسته بیا په ۱۳۵۹ کال کې پلازمینې کابل ته ولاړ او د هېواد په کچه یې شهرت ترلاسه کړ.

هغه د خپل ژوند ستره برخه په ټلویزیون، سینما او تیاتر کې له تمثیل سره تېره کړې وه.

عبدالاحمد خاکسار خپلې لوړې زده کړې په فارسي ادبیاتو کې کړې وې، په لسګونو تلویزیوني او څو سینمايي فلمونو کې یې ګډون کړی و.

عبدالاحمد خاکسار د تمثیل تر څنګ شاوخوا څلوېښت کاله د ښوونکي په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

ښاغلي خاکسار په یوې مرکې کې ویلي و، کاري تجربه یې تر مافوق رتبه رسېدلې، خو میاشتنۍ تنخوا یې یوازې څه باندې نهه زره افغانۍ دی. او د خپل ژوند له ستونزو یې سر ټکاوه.

عبدالاحمد خاکسار د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال (۹۰مه لسیزه کې) کابل کې و او خپلو هنري فعالیتونو ته یې د طالبانو "شریعت" رادیو کې دوام ورکړ.

نوموړی تل په ښار کې پر بایسکل ګرځېده.

وروسته یې موټر سایکل واخیست.