محمد عبدالکبیر د طالبانو حکومت د چارسمبالي لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر کابل کې د ریاست الوزرا (لومړي وزیر) د سرپرست په توګه ټاکل شوی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "محترم مولوي عبدالکبیر صاحب، د ریاست الوزار سرپرست شوی. د یوې موقتې مودې لپاره چې رییس الوزار (محمد حسن ) د اختر د رخصتۍ لپاره کندهار ته تللی او بیا یې ناروغه شوی چې غوښتل یې لږ ارام وکړي".

مجاهد وویل، له همدې کبله د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کارونو کې د هغه (ملا حسن اخوند) کفالت کوي.

محمد عبدالکبیر د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له درو مرستیالانو یو دی. عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي یې دوه نور مرستیالان دي.

ښاغلی عبدالکبیر د طالبانو حکومت په لومړۍ واکمنۍ کې د وزیرانو د شورا دویم مرستیال او د ننګرهار والي او د ختیځې حوزې مسؤل پاتې شوی دی.

دی د طالبانو د نورو ګڼو مشرانو په شان د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې هم دی.‌

د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخوند د ۲۰۲۱ کال سپتمبر کې د دوی د حکومت تر جوړېدا وروسته په همدې مقام پاتې شوی او د کابل ارګ کې خپلې چارې مخته وړي.

په وروستیو میاشتو کې نوموړی ډېر کم لیدل شوی او له څو میاشتو راهیسې د طالبانو د کابینې غونډو په اړه د طالبانو تر واک لاندې رسنیو کې د هغه تر مشرۍ لاندې رپوټونه نه خپرېږي.

ځینې رپوټونه وايي چې د هغه روغتیايي وضعیت ښه نه دی، ښاغلي مجاهد یې هم ناروغي تایید کړې ده چې وايي ارام ته اړتیا لري.

وروستی ځل په کندهار کې د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د محمد حسن اخوند د لیدنې انځورونه خپاره شوي دي.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده هم په کندهار کې دی او تر ډېره بهرني پلاوي کندهار ته سفرونه کوي.‌