د دوبۍ شهزادګۍ د اېنسټګرام له لارې خپل طلاق اعلان کړ

د عکس سرچینه، INSTAGRAM/HHSHMAHRA
داسې ښکاري چې د دوبۍ د واکمن لور پر ټولنیزو رسنیو د خپل طلاق اعلان کړی دی.
د شیخه مهره بنت محمد بن راشد المکتوم له تایید شوي اېنسټګرام اکاونټه په یو پوسټ کې ویل شوي، چې هغې خپل واده پای ته رسولی.
په دغه پوست کې لیکل شوي: "زه دلته زموږ طلاق اعلانوم."
بي بي سي د دغه هېواد له چارواکو په دې تړاو د وضاحت غوښتنه کړې ده.
د شیخه مهره د مېړه، شیخ مانع بن محمد بن راشد بن مانع المکتوم، یا د هغې د پلار لخوا لا په دې تړاو څه تبصره نه ده شوې.
د دوبۍ د امیر د لور د اېنسټګرام پیغام پر "ګرانه مېړه" پیل شوی او پر "زه تا ته طلاق درکوم، زه تا ته طلاق درکوم، زه تا ته طلاق درکوم" پای ته رسېدلی دی.
داسې ښکاري چې هغې د درېو طلاقو عمل پر ځای کړی، خو په ډېرو مسلمانو هېوادونو کې معمولا مړونه کولی شي چې خپلو ښځو ته درې ځله "زه تا ته طلاق درکوم" په ویلو له هغو جلا شي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Instagram پای
د شیخه مهره د اېنسټګرام د پیغام پای کې زیاته شوې "پر ځان پام کوئ. ستاسو پخوانۍ میرمن."
داسې ښکاري چې د شیخه مهره د مېړه ټول عکسونه هم چې د هغې له اکاونټ ډېلېټ شوي دي.
همدا راز د شیخ مانع له اکاونټه هم د هغه د مېرمنې عکسونو لیرې شوي دي.
دې جوړې د تېر کال اپریل کې په پرتمینو مراسمو سره واده وکړ او لومړی ماشوم یې همدا دوه میاشتې مخکې وزېږېد.
د اېنسټګرام د کارنو ځینو تبصرو کې داسې انګیرل شوې چې ښايي د شیخه مهره اکاونټ هک شوی وي. خو د دغه احتمال کومه رسمي نښه نښانه لا نه ده ترلاسه شوې.
د دغه مطلب د خپرېدو تر وخته، د اېنسټګرام پر هغه پوسټ چې دا طلاق پکې اعلان شوی، له یوې ورځ ډېره موده اوښتې ده.
د دوبۍ حکومت او په لندن کې د متحدو عربي اماراتو سفارت لا په دې تړاو د نظر څرګندولو غوښتنه نه ده ځواب کړې.











