تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نایجر پوځي حکومت له امریکا سره پوځې هوکړه لغوه کړه
د نایجر پوځي حکومت هغه موافقتنامه لغوه کړه چې د امریکا متحدو ایالتونو پوځیانو ته یې اجازه ورکوله چې په دغه هېواد کې ځای پرځای شي.
د شنبې ورځې دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د واشنګټن یوپلاوی د نایجرپلازمېنې نیامي ته تللی و چې د دغه هېواد له پوځي مشرانو سره خبرې وکړي.
د امریکا متحدو ایالتونو نایجرکې له خپلې اډې څخه په سیمه کې د جهادي فعالیتونوڅارنې لپاره کار اخیسته.
د نایجر پوځي حکومت، چې له تېر جولای راهیسې واکمن دی، دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په ډسمبر کې له هېواده د فرانسوي عسکرو له ایستلو وروسته اوس روسیې ته ځان نژدې کوي.
د نایجر پوځي ویاند ډګروال امادو عبدالرحمان پردولتي تلویزیون یوې غندونکې وینا کې وویل: "د نایجر جمهوریت په خاوره کې د امریکا د متحدو ایالتونو شته والی ناقانونه دی او له ټولو هغو قانوني او دیموکراتیکو مقرراتو څخه سرغړونه ده چې باید خپلواکه خلکوسره... د دوی په خاوره کې د بهرنیو پوځیانو د ځای په ځای کولو په اړه مشوره وشي".
هغه ادعا وکړه چې د امریکا متحدو ایالتونو پلاوي نایجر تورن کړی چې د یورانیومو د لېږلو لپاره یې ایران سره یوه پټه معامله کړې ده. ډګروال عبدالرحمان دا تورونه "د بدبینۍ ډک" او "د عراق د دویمې جګړې" د تورونو په څېر وبلل.
هغه زیاته کړه چې د امریکا متحد ایالتونه د نایجر د هغو متحدینو په اړه چې نایجرغوره کړې دي اعتراض کوي.
ډګروال عبدالرحمان وویل: "نو ځکه د نایجرحکومت دا له غروره ډک چلند او دغچ اخیستنې هغه ګواښونه په کلکه غندي چې د امریکا د متحدوایالتونو د پلاوي مشر د نایجرحکومت او خلکوپرضد کړی".
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند ماتیو میلر د نایجر د حاکمې پوځي شورا (سي ان اېس پي) د وینا په تړاو پر ایکس لیکلي چې "[متحدایالتونه] له دې وینا خبر دي... چې د دې شورا د تګلارې په هکله زموږ د اندېښنو په اړه دا اونۍ په نیامي کې له لوړې کچې صریحو خبرو اترو وروسته شوې ده. موږ د نایجر له حاکمې پوځي شورا سره په تماس کې یو او هرکله چې اړتیا وي نورجزییات به خپاره کړو."
فکر کېږي چې په نایجرکې د متحدوایالتونو لږترلږه ۶۵۰ سرتېري مېشت دي.
امریکا په ۲۰۱۶ کال د نایجر په مرکزي ښار اګادېز کې، چې د نیامي د شمال ختیځ په ۷۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی، د څه ناڅه ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ډرون الوتکو د یوې اډې پرجوړولو پیل وکړ.
له دې اډې څخه د اسلامي دولت نومې ډلې او القاعده سره تړلو اورپکو، چې د ساحل په پراخه سیمه کې فعالیت کوي، د څارلو او هدف ګرځولو لپاره کار اخیستل کېده.
د افریقا د ساحل په سیمه کې جهادي فعالیتونو په یو شمېر هېوادونو کې بې ثباتي رامنځته کړې، چې په نایجر او دوو ګاونډیو هېوادونو- مالي او بورکینافاسو کې د کودتاګانو سبب شوې.
دغو درې هېوادونو اوس یوه پوځي ټلواله جوړه کړې ده.
د نایجر پوځ په تېر جولای کې د خرابېدونکي امنیتي حالت په پلمه د منتخب ولسمشر محمد بازوم حکومت رانسکور کړ.
وروسته له هغې چې د پخواني استعماري ځواک، فرانسې پر ضد نارضایتي ډېره شوه، فرانسوي عسکر چې د جهادیانو پر ضد مبارزه کې یې مرسته کوله، په ډسمبر کې له نایجر ووتل.
داسې ښکارېده چې پوځي حکومت به د امریکا متحدو ایالتونو په اړه نرم چلند ولري، خو دا دریځ اوس بدل شوی دی.
داسې ښکاري چې نایجر ځان روسیې ته نژدې کوي. تېر دسمبر کې، د نایجرپوځي حکومت لخوا ټاکل شوی لومړی وزیر، علي ماهامان الامین زین، مسکو سره د پوځي او اقتصادي اړیکو لپاره روسیې ته تللی و.
د نایجر پوځي ویاند، روسیې سره د اړیکو په تړاو وویل نایجر د دې لپاره دغه هېواد سره اړیکي پالي چې "پوځي وسایل ترلاسه کړي چې ترهګرو سره مبارزې لپاره ورته اړتیا لري. ترهګرو، د نړیوالې ټولنې د ډېرې برخې تر بې تفاوته سترګو لاندې د نایجر په زرګونو بې ګناه خلک قرباني کړي دي".