تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تورخم دروازه یو ځل بیا دواړو خواوو ته د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه
په تورخم کې د بار وړونکو موټرو لپاره د تګ راتګ لار وروسته له هغه نن (سه شنبه) وتړل شوه چې پاکستاني چارواکو د موټر چلوونکو لپاره د پاکستان ویزه اړینه وبلله.
د پاکستاني چارواکو له خوا د بار وړونکو موټر چلوونکو لپاره د ویزې او پاسپورت شرط درلودلو لپاره ټاکلې موده تېره شپه دولس بجې پای ته رسېدلې.
د پاکستان ګمرک چارواکي وايي دوی شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د افغان لاریو موټر چلونکو لپاره د ویزې شرط حتمي ګڼلی و، چې وروسته یې وخت ورته وغځاوه او باالاخره نن د سه شنبې په ورځ دا موده پای ته ورسېده.
مخکې تر دې د ټرانزيټ په ګډون د هر ډول سوداګریزو توکو وړونکيو موټر چلونکو ته په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکره د تګ راتګ اجازه وه.
دوی وايي، څو ځلې یې چلوونکو ته ویلي دي چې پاکستان د تللو لپاره باید ویزه لري. د دوی په وینا، هغه موټر چلوونکي چې ویزه ونه لري، پاکستان ته باور وړونکي موټر نه شي اړولي. خو زیاتوي چې د مېوو او سبزیو موټرو ته به اجازه ورکول کېږي.
د طالبانو په حکومت کې د باختر دولتي اژانس پر خپله اېکس پاڼه د تورخم کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب له قوله لیکلي "نن غرمه پاکستاني لوري د تورخم دروازه د ټرانزیټ پرمخ وتړله. سرچینه زیاتوي چې پاکستان هغو موټرو ته اجازه نه ورکوي چې چلوونکی یې ویزه او پاسپورټ ونه لري. په تېر کې پر دغه لاره د بار وړونکو موټرو له چلوونکو دپاسپورټ او ویزې غوښتنه نه کېده."
اوسمهال د تورخم په لویه لار دواړو غاړو ته د سوداګریزو موټرو فعالیتونه درول شوي دي.
وړاندې تر دې طالب چارواکو ویلي وو، موټر چلوونکي د پاسپورټونو او ویزو په برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي، چې باید نرم شي.
د پاکستاني چارواکو په وینا هغه موټر چې تازه میوې او سبزي باروي، له تورخم څخه به د تېرېدو اجازه ولري، خو هغه موټر چې نور توکي لېږدوي، موټر چلونکو ته یې له ویزې پرته تورخم ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
د دې په غبرګون کې د طالبانو حکومت چارواکو هم د تازه مېوو او سبزیو د موټرو مخه نیولې او ویلي یې دي، که نورو موټرو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي، په سبزیو او مېوو بار موټرو ته به هم اجازه ورنه کړل شي.
طالب چارواکو دا تور هم لګولی چې د (پي او ار ) او (اې سي سي) کارتونه لرونکي افغانان د پېښور په ناصر باغ سیمه او نورو سیمو کې ځورول کېږي چې دا چاره باید بنده شي.
لنډي کوتل کې يوه ځایي خبریال بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، ګڼ شمېر لارۍ د کرښې هغې غاړې ته ولاړې دي.
د تورخم دروازې ته ورته تګلاره د نومبر له لومړۍ نېټې په سپین بولدک او چمن کې هم پلې شوې وه، چې د ون ډاکيومنټ رژيم نوم یې ورکړی و، خو د چمن خلکو او سوداګرو دغه پاليسي نه ده منلې او پر ضد يې له تېرې يوې مياشتې راهسې احتجاج او پرلت پیل کړی دی.
شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ( دسپټمبر په شپږمه) د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو له خوا تر نښتې وروسته د نهو ورځو لپاره تړل شوې وه.
خو هغه مهال د ویزې نه، بلکې هلته د یوې پوستې جوړولو پر سر شوې وه. خو طالبانو ویلي وو، هغه پوسته له پخوا هلته موجوده وه، دوی یوازې د بیا رغونې چارې پکې ترسره کولې.
تورخم پر ډيورنډ کرښه د خلکو د اوښتو راوښتو تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره هم یوه مهمه لار بلل کېږي.
د سوداګر او عامو خلکو په وینا د دې لارې په تړل کېدو سره تر ټولو ډېر زیان عامو خلکو او د دواړو خواوو سوداګرو ته رسېږي.