تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه یوه بریتانوۍ ښځه د وجود د ځينو غړو د غټولو پلاستيکي جراحۍ پر مهال مړه شوه؟
- Author, هیلن برشېل
- دنده, بيبيسي، نورفولک
بریتانوۍ ملیسا کير په ۲۰۱۹ کې ترکیه ته تللې وه او د خپلو کوناټیو د غټولو لپاره یې د استانبول په یوه خصوصي روغتون کې پلاستيکي جراحي کوله.
خو دغه عملیات ۳۱ کلنې مليسا ته د ژوند په بیه تمام شول.
اوس بريتانیا وايي چې د پلاستيکي جراحۍ له کبله پېښېدونکو دا ډول مرګونو ته په کتو هلته د طبي او " ښکلا" اړوند سفرونو د شرایطو او اصولو په اړه له ترکي چارواکو سره خبرې کوي.
په بریتانیا کې یوې ډاکټرې جېکلين لېک اندېښنه څرګنده کړې چې د مليسا په ګډون هلته ځينو تلونکو کسانو ته د دغو عملیاتو په اړه کافي معلومات نه ورکول کېږي.
د بریتانیا د عامې روغتیا وزیرې ماریا کالفيلډ ویلي چې حکومت یې دا موضوع جدي نیولې ده.
په برازيلۍ بڼه د کوناټيو جوړولو یا بيبياېل جراحي څه ده؟
د پلاستيکي جراحۍ پر مټ د کوناټو غټولو ته د بيبياېل یا "برازيلين بټ لېفټېنګ" اصطلاح کارېږي. یاني د برازيلي وګړو غوندې د کوناټيو جوړول.
د "ښکلا" په موخه دا ډول عملیاتو ته په ټوله نړۍ کې د ښځو لېوالتیا په چټکۍ سره په زیاتېدو ده خو دا جراحي خطرناکه هم ثابتېدای شي.
دا جراحي د ځان "ښکلي کولو" په موخه په ترسره کېدونکو عملیاتو کې تر ټولو وژونکی هغه بلل کېږي او د ځينو شمېرو له مخې په هرو ۳ زرو عملیاتونو کې یوه د مرګ پېښه کېدلی شي.
په دغه اپرېشن یا عملیاتو کې جراح د هماغه کس د وجود له نورو غړو وازده راباسي او په پېچکارۍ یې په کوناټيو کې ورځای پر ځای کوي. یا هم د سيليکان مادې په مرسته هغه پړسول کېږي او غټېږي.
کارپوهان وايي، تر ډېره هغه ښځې دا ډول خطرناک او لګښتي یا قيمتي عملیاتو ته زړه ښه کوي چې غواړي د بدن ځينې ځانګړي غړي یې هغسې ښکاره شي چې دوی یې غواړي.
د دې جراحۍ د مشهورېدو او لېوالتیا ډېرېدو یو لامل هم دا دی چې د نړۍ ځينو مشهورو ښځو دا عملیات کړی او اوس په بېلابېلو هېوادونو کې د ښځو تر منځ اوس یو فېشن یا موډ ګرځېدلی دی.
د بريتانیا د پلاستيکي جراحۍ ادارې د ارزونو له مخې، له خطرونو سره سره بیا هم هر کال د دې جراحۍ د لېوالتیا کچه ۲۰ سلنه پورته کېږي.
بريتانوۍ مليسا کیر ته څه ورپېښ شول؟
د بريتانیا د نورفولک سيمې اوسېدونکې مليسا کير هم د همدغو عملیاتو لپاره په ۲۰۱۹ کې ترکیې ته تللې وه. خو کله چې جراح د هغې په کوناټيو کې د وازدې ستنه وهله نو یوه برخه يې سږو ته تللې وه او له کبله یې دا مړه شوه.
ملیسا د دې جراحۍ لپاره روغتون ته ۳۲۰۰ پاونډه ورکړي وو چې د نن سبا سېکړې په حساب شاوخوا درې سوه زره افغانۍ کېږي.
ډاکټره جېکلين ليک د خپلې کړې څېړنې پر بنسټ وايي چې مليسا ته د دغو عملیاتو په اړه تر پرېکړې کولو مخکې کافي معلومات نه وو ورکړل شوي.
د ډاکټرې جېکلين تر رپوټ خپرېدو وروسته د بريتانیا د روغتیا وزیر ویلي چې د محکمې چارواکي يې ترکيې ته ځي او هلته به له ترکي چارواکو سره په دې اړه غږېږي.
د یادولو ده چې په بریتانیا کې د همدا ډول خطرونو له کبله پر دغو عملیاتو بندیز لګېدلی.
د دې جراحۍ له کبله د پېښېدونکو مرګونو مخنيوی
ډاکټره جېکلين لیک وايي، له بريتانیا بهر په داسې خطرناکو عملیاتو پسې تلونکو کسانو ته د ښو او کافي معلوماتو په ورکولو سره راتلونکي کې د دا ډول مرګونو مخه نیول کېدای شي.
په ۲۰۲۰ کې هم د درو ماشومانو یوه مور په ترکيه کې د خپلو شونډو غټولو عملیاتو پر مهال مړه شوې وه.
بيبيسي تر دې وړاندې هم خبر ورکړی و چې په ترکیه کې د وزن کمولو عملیاتو پر مهال اووه بريتانوي وګړي مړه شوي دي.
د بريتانیا د عامې روغتیا وزیرې ماریا کالفيلډ د ملیسا له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، "له دې پېښې درس اخیستل او په راتلونکي کې د داسې مرګونو مخنيوی ډېر اړین دی او د پلاستيکي جراحۍ د دغو عملیاتو او خطرونو په اړه یې باید یو کس کافي معلومات ولري چې پرېکړې کولو باندې غور وکړای شي."
ماریا کالفيلډ همدا راز ویلي چې د بریتانیا حکومت د طبي موخو لپاره بهرنیو هېوادونو ته د سفرونو او له کبله یې ترلاسه کېدونکو پایلو ته بېرته له سره کتنه کوي او "د ترکيې موضوع ته یې ځکه ډېر ورپام دی چې ګڼ بريتانویان هلته روان دي."
بيبيسي د ترکیې روغتیا وزارت سره په دې اړه د خبرو هڅه وکړه خو د هغوی له لوري یې هېڅ ځواب او غبرګون ترلاسه نه کړ.