د کډوالۍ نړیواله اداره: "له ۲۰۱۴ راهیسې اروپا ته پر لاره ۵۰۰ افغان کډوال مړه شوي"

بلغاريا

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د عنایت الله راحت په ګډون ۵۲ کسان د روان کال د فبرورۍ پر ۱۷ نېټه په یوه لارۍ کې د بلغاریا پلازمېنې صوفیا نه د جرمني پر لور روان شول.
    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

پر ډېرو خطرونو او بوږنوونکو پېښو سربېره، چې اروپا ته د رسېدو په نیت راوتلي کډوال ورسره مخامخېږي، لا هم ګڼ شمېر افغانان پر دغه خطرناک سفر راوځي. لامل یې تر ډېره به خپل هېواد کې بې روزګاري، نهیلي او د ځینو لپاره امنیتي ګواښونه بلل کېږي.

اروپایي هېوادونو ته د رسېدو لپاره پر خطرناک سفر له ۵ نه تر ۱۵ زره ډالرو پوري لګښت راځي، چې کورنۍ یې په دې هیله انساني قاچاق وړونکو ته ورکوي، چې د کورنۍ غړی به یې هلته له رسېدو سره له اقتصادي اړخه د دوی په ژوند کي هم بدلون راولي .

د کډوالۍ نړیواله اداره یا ای او ایم وایې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د بالکان او ترکیې له شمالي سواحل نه د تېرېدونکو کډوالو نه ۲۸ زره کسانو خپل ژوند بایللی، چې شاوخوا ۵۰۰ یې افغانان دي .

یوه بېلګه یې د روان کال د فبرورۍ میاشت کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ کسانو مړینه ده، چې بلغاریا کې په یوه لارۍ موټر کې یې مړي موندل شوي وو .

عنایت الله راحت د هغو ۳۴ کسانو له ډلې دی، چي ژوندی له دغه زړه بوږنوونکې پېښې راوتلی. د ده په خبره، له ډېرو کړاوونو را وروسته اوس د جرمني د کډوالو یو پنډغالي کي اوسېږي.

راحت د افغانستان د ننګرهار ولایت د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چي د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله خپل هېواد پرېږدي او پر مرګونو لارو اروپايي‌ هېوادونو ته د رسېدو هڅه پیلوي .

د راحت کورنۍ انساني قاچاق وړونکي ته ۱۰ زره ډالر ورکړي، چې د ایران او بیا ترکیې له لارې یې، چې د ناقانونه کډوالو له کړاوه ډکه لار ده، په اروپا کې جرمني ته ورسوي .

نوموړي وایي سفر یې له پاکستان نه پیل او همداسې د ایران او ترکیې له لارې یې د څو میاشتو په ترڅ کي ځان اروپا ته ورساوه.

لارۍ کې ۵۲ کسان

کډوال

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د کډوالۍ نړیواله اداره یا ای او ایم وایې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د بالکان او ترکیې له شمالي سواحل نه د تېریدونکو کډوالو نه ۲۸ زره کسانو خپل ژوند بایللی

د عنایت الله راحت په ګډون ۵۲ کسان د روان کال د فبرورۍ پر ۱۷ نېټه په یوه لارۍ کې د بلغاریا پلازمېنې صوفیا نه د جرمني پر لور روان شول.

"لارۍ کي لرګي بار وو او منځ کې د صندوق په څېر یو ځای جوړ کړی ړ، چې اویا سانتي متره یې لوړوالي و او یوازې د ۴۰ کسانو لپاره د ناستې ځای یې درلود هغه باید پر دوو ګوتو کښېنو."

راحت وایي قاچاق وړونکو ورته ویلي وو، چې ستاسې پیسې زیاتې دي ځکه به مو په لږ وخت او هوسا توګه تر جرمني پورې ورسوو او د لارې په اوږدو کې به ښه خواړه درکړو او هېڅ ستونزه به نه وي.

نوموړی وایي قاچاق وړونکو د دې لپاره، چې لګښت زیات پرې را نه شي، ټول ۵۲ کسان یې په همدې موټر کې کښېنول او موټر حرکت وکړ.

"پنځه ساعته وروسته ورو-ورو کسانو د اکسیجن د لږوالي په اړه شکایتونه پیل کړل او د ځینو حالت مخ په خرابېدو شو، موږ چیغې وهلې، چې موټر ودروه زموږ ملګري مړه کېږي او تر زیات شور او چیغو وروسته چلوونکي موټر څنډې ته کړ."

راحت وایي چلوونکی راکښته شو او موږ ته یې ویل چیغې مه وهئ دلته پولیس دي او زموږ د پرله پسې غوښتنو سره، چې د موټر پټه پرانیزي بېرته یې حرکت وکړ.

نوموړی وایي په موټر کې د اکسیجن لپاره نصب شوی سیسټم هم وسوځیېد، چي د اکسیجن د لږوالي سربېره لوګی هم خپور شو، چي له کبله یې سا اخیستل ګران شول.

"دوه ساعته وروسته موټر یو ځای ونښت، چلوونکي څلور ځله کوښښ وکړ خو بریالی نه شو او بیا راغی او د موټر د شا پټه یې پرانیستله، چي ګوري هلکان ټول پراته دي دوه بوتله اوبه یې هلته کښېښودې او د ګاډي چلوونکي له سیمې وتښتید."

راحت وایي د ده په شمول اکثریت هلکان له حرکته لوېدلي وو، پښو یې کار نه کاوه او په خورا ستونزمن حالت کې له موټر د باندې راووتل.

"څو شېبې وروسته هلکانو نارې وهلې، چي فلانی کښته کړئ او فلانی شهید شوی زه هک پک وم هېڅ باور مې نه کېده، چي کله ور نژدې شوم د ځینو ملګرو رنګونه سپین اوښتي وو او له ورایه مالومېدل، چې شهیدان شوي دي."

د ایران، ترکیې او بلغار پولیس د بشري حقونو په سرغړونو تورن دي

کډوال

د عکس سرچینه، AFP

د ایران، ترکیې او بلغاریا پولیس له بشري حقونو نه پر سرغړونه تورن دي؛ ځکه چې د بشري حقونو د څار ډلو ته پنا غوښتونکو راپور ورکړی، چې دوی وهل شوي، پیسې ترې اخیستل شوې او ډزې یې ورباندې کړې دي .

د بلغاریا پولیسو هغه مهال رسنیو ته ویلي وو، چې په یوه لارۍ موتر کې یې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ کسانو مړي موندلي او له دغه موټره یې د ۵ ماشومانو په ګډون ۳۴ نور کسان روغتون ته لېږدولي دي .

ښاغلی راحت وایي له درو ساعتونو وروسته پولیس او امبولانسونه د پېښې ځای ته راورسېدل، خو دی په دې باور دی که پر وخت رارسېدلي وای ښایي ډېر کسان ژغورل شوي وای .

"کله چې پولیس او امبولانسونه راغلل هغوی لومړی هغه کسان له ځان سره بېول، چي حالت یې نسبي ښه وو."

د ښاغلي راحت په خبره، چې کله یې روغتون ته ورسول، هلته یې لاسونه ولچک او هر کس پر سر یو پولیس ولاړ و.

نوموړی وایي د ځینو ملګرو وضعیت ښه نه و، خو پولیسو تر درملنې وړاندې له هغوی نه تحقیقات پیل کړل، په داسي حال کې، چې هغوی نه پوهېدل څه ووایي ځکه په عادي حالت که نه وو او شاک یې لیدلی و.

"له موږ سره د بلغاریا د پولیسو چلند ډېر ناوړه و، وهلو یې، چیغې یې راباندې وهلې او بیا یې د پلټنو پر مهال زموږ ټولو نه جامې وایستلې او له هغه وروسته یې له خوړو او څښاک پرته سړو کوټو کې واچولو."

راحت وایي تر څو ورځو وروسته یې موږ یو ازاد پنډ غالي ته بوتلو، ځکه یوې ارواپوهې، چي کله راسره خبرې کولې موږ ورته وویل، چې موږ هېڅ نه غواړو یوازې موږ ته ازادي راکړئ.

د بلغاریا پولیسو د دې پېښې په تړاو د څلورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی و، چې د نیول شویو کسانو له ډلې یو تن پخوا هم د انساني قاچاق په جرم په بند محکوم شوی و.

د قاچاق وړونکو هڅونه او افغانستان کې اقتصادي ستونزې

Afghanistan

د عکس سرچینه، Getty Images

راحت وایې د دوی په ډله کې تنکي ځوانان هم وو، چې یو یې د سلیم په نوم د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ ۱۶ کلن اوسېدونکی و.

محمد سلیم د خپل پلار مشر زوی او د هغو اتلسو کسانو په ډله کې دی، چې دغه پېښه کې یې خپل ژوند بایلود.

د سلیم ماما شاه ولي مینه وال وایي د خوريي د لېږلو لپاره یې پلار انساني قاچاق وړونکو ته څلور زره ډالره او درې نیم زره یورو ورکړي وو، چې هغه تر اروپا ورسوي.

"انساني قاچاق وړونکي خپل کسان لري، ځوانانو ته د اروپا د ژوند کیسې کوي او د ځینو بهر مېشتو افغانانو د ټیک ټاک وېډیوګانې ورښيي، چې د اروپایي هېوادونو په ښکلو ځایونو کې یې ثبت کړې وي."

ښاغلی مینه وال وایي د سلیم پلار خپل پټې خرڅ کړل او زوی یې په دې هیله قاچاق وړونکو ته ورکړ، چې اروپا ته ورسېږي او ور سره به د دوی ژوند هم ښه شي.

سلیم خپلو هیلو ته و نه رسېد، خو عنایت الله راحت اوس په جرمني کي دی. هغه بي بي سي ته وویل په دې پوهېده، چې دا لار له خطرونو او ګواښونو ډکه ده، خو بله چاره یې نه لرله.

"په افغانستان کې بې روزګاري او اقتصادي ستونزې ټولو ته معلومې دي. کله چې یوه خبره کوې له هغه نه واکمن بل ډول تعبیر اخلي، څه ویلای نه شې، برخلیک دې معلوم نه دی او که څه وایې پر تندي دې د "داعش" ټاپه وهي او وژنې دي."