تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا د نړۍ تر ټولو ستره جنګي بېړۍ کارائیب ته استولې؛ ونزویلا وايي واشنګټن د یوې نوې جګړې اور ته لمن وهي
د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا متحد ایالتونه کارائیب ته د نړۍ تر ټولو د سترې جنګي بېړۍ په استولو سره "د یوې نوې او بې پایه جګړې" اور ته پر لمن وهلو تورن کړل.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسیت د جمعې پر ورځ 'یواېساېس جېرالډ ار فورډ' بېړۍ ته چې تر ۹۰ پورې جنګي الوتکې لېږدولی شي، امر وکړ چې له مدیترانې سمندره د کارائیب خوا وخوځېږي.
د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې دا کښتۍ به د نشهيي توکو د قاچاقچیانو خلاف د دوی روان عملیات پیاوړي کړي.
پنټاګون زیاته کړې چې دا الوتکېلېږدونکې بېړې "د غیر قانوني لوبغاړو د فعالیت" په پېژندلو او شنډولو کې د دوی وړتیا ډېروي.
دا ګام تر هغې وروسته اخیستل کېږي چې امریکا په دې وروستیو کې پر یوې کښتۍ برید وکړ او ویې ویل چې یوه ونزویلايي بانډ دا کښتۍ د نشهيي توکو قاچاق لپاره کاروله.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسیت د جمعې پر ورځ وویل چې په دغو عملیاتو کې د یوې ورانکاره ډلې شپږ نارینه غړي وژل شوي دي.
له دې سره په کارائیب سمندر کې د امریکا په بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۴۳ ته رسېږي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نیکولاس مادورو پر دې تورن کړی چې د نشهيي توکو د یوې قاچاقچۍ ډلې مشر دی، خو هغه دا ردوي.
په ونزویلا کې وېره دا ده چې ګواکې متحد ایالتونه د مادورو د حکومت د پرځولو هوډ لري.
د ونزویلا دفاع وزیر ویلي چې د دا وړ هڅو پر وړاندې به مقاومت وکړي. هغه زیاته کړې چې "کاراکاس به هېڅکله د واشنګټن لاسپوڅی نه شي."
پخپله د ونزویلا ولسمشر هم دا "لیون ډوله جګړه" بللې او له متحدو ایالتونو یې غوښتي چې ډډه ترې وکړي.
مادورو دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د ډونلډ ټرمپ وویل د ونزویلا خلاف یې د پټو اقداماتو امر کړی دی.
دا چې په ونزویلا کې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو پایلې په نړیواله کچه رد شوې او په کور دننه هم مخالفینو وویل چې ازادې او عادلانه نه وې، نو واشنګټن مادورو د ولسمشر په توګه په رسمیت نه پېژني.
امریکا دمګړۍ د هغه څه خلاف چې واشنګټن یې په کارائیب او ارام سمندر کې د نشهيي توکو د قاچاقچیانو خلاف مبارزه بولي، پوځي اقدامات جاري ساتلي دي.
متحد ایالتونه په دې مبارزه کې له پوځي بېړیو او له راداره له پټېدونکو الوتکو ګټه اخلي.
ډونلډ ټرمپ تېره ورځ یو ځل بیا دا رد کړه چې ګوندې بم غورځونکې الوتکې یې د ونزویلا خوا استولې دی. خو نوموړي وویل: "موږ ترې راضي نه یو. هغوی خپل زندانونه تش کړي او [زندانیان یې] زموږ هېواد ته رالېږلي دي."
نوموړي زیاته کړه چې دی به له کانګرسه د جګړې اعلانولو اجازه ونه غواړي او دا چې یوازې هغه کسان وژني چې د دوی هېواد ته ورننوځي.
په هره توګه کارائیب کې د امریکا هوايي بریدونه په سیمهییزه کچه له غندنې سره مخامخ شوي او کارپوهانو یې قانونيت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
په امریکا کې دننه هم د کانګرس ځینو دیموکراتو او جمهوریپالو غړو د دغو بریدونو مشروعیت او ترسره کېدو لپاره یې د ولسمشر لخوا د امر واک په اړه پوښتنې او اندېښنې شریکې کړې.