امریکا د نړۍ تر ټولو ستره جنګي بېړۍ کارائیب ته استولې؛ ونزویلا وايي واشنګټن د یوې نوې جګړې اور ته لمن وهي

د ویډیو تشریح، 'یو‌اېس‌اېس جېرالډ ار فورډ' تر ۹۰ پورې جنګي الوتکې لېږدولی شي

د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د امریکا متحد ایالتونه کارائیب ته د نړۍ تر ټولو د سترې جنګي بېړۍ په استولو سره "د یوې نوې او بې پایه جګړې" اور ته پر لمن وهلو تورن کړل.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسیت د جمعې پر ورځ 'یو‌اېس‌اېس جېرالډ ار فورډ' بېړۍ ته چې تر ۹۰ پورې جنګي الوتکې لېږدولی شي، امر وکړ چې له مدیترانې سمندره د کارائیب خوا وخوځېږي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې دا کښتۍ به د نشه‌يي توکو د قاچاقچیانو خلاف د دوی روان عملیات پیاوړي‌ کړي.

پنټاګون زیاته کړې چې دا الوتکې‌لېږدونکې بېړې "د غیر قانوني لوبغاړو د فعالیت" په پېژندلو او شنډولو کې د دوی وړتیا ډېروي.

دا ګام تر هغې وروسته اخیستل کېږي چې امریکا په دې وروستیو کې پر یوې کښتۍ برید وکړ او ویې ویل چې یوه ونزویلايي بانډ دا کښتۍ د نشه‌يي توکو قاچاق لپاره کاروله.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسیت د جمعې پر ورځ وویل چې په دغو عملیاتو کې د یوې ورانکاره ډلې شپږ نارینه غړي وژل شوي دي.

له دې سره په کارائیب سمندر کې د امریکا په بریدونو کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۴۳ ته رسېږي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نیکولاس مادورو پر دې تورن کړی چې د نشه‌يي توکو د یوې قاچاقچۍ ډلې مشر دی، خو هغه دا ردوي.

په ونزویلا کې وېره دا ده چې ګواکې متحد ایالتونه د مادورو د حکومت د پرځولو هوډ لري.

د ونزویلا دفاع وزیر ویلي چې د دا وړ هڅو پر وړاندې به مقاومت وکړي. هغه زیاته کړې چې "کاراکاس به هېڅکله د واشنګټن لاسپوڅی نه شي."

پخپله د ونزویلا ولسمشر هم دا "لیون ډوله جګړه" بللې او له متحدو ایالتونو یې غوښتي چې ډډه ترې وکړي.

مادورو دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د ډونلډ ټرمپ وویل د ونزویلا خلاف یې د پټو اقداماتو امر کړی دی.‌

دا چې په ونزویلا کې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو پایلې په نړیواله کچه رد شوې او په کور دننه هم مخالفینو وویل چې ازادې او عادلانه نه وې، نو واشنګټن مادورو د ولسمشر په توګه په رسمیت نه پېژني.

امریکا دمګړۍ د هغه څه خلاف چې واشنګټن یې په کارائیب او ارام سمندر کې د نشه‌يي توکو د قاچاقچیانو خلاف مبارزه بولي، پوځي اقدامات جاري ساتلي دي.

متحد ایالتونه په دې مبارزه کې له پوځي بېړیو او له راداره له پټېدونکو الوتکو ګټه اخلي.

کابل

د عکس سرچینه، Pete Hegseth on X

ډونلډ ټرمپ‌ تېره ورځ یو ځل بیا دا رد کړه چې ګوندې بم غورځونکې الوتکې یې د ونزویلا خوا استولې دی. خو نوموړي وویل: "موږ ترې راضي نه یو. هغوی خپل زندانونه تش کړي او [زندانیان یې] زموږ هېواد ته رالېږلي دي."

نوموړي زیاته کړه چې دی به له کانګرسه د جګړې اعلانولو اجازه ونه غواړي او دا چې یوازې هغه کسان وژني چې د دوی هېواد ته ورننوځي.

په هره توګه کارائیب کې د امریکا هوايي بریدونه په سیمه‌ییزه کچه له غندنې سره مخامخ شوي او کارپوهانو یې قانونيت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

په امریکا کې دننه هم د کانګرس ځینو دیموکراتو او جمهوریپالو غړو د دغو بریدونو مشروعیت او ترسره کېدو لپاره یې د ولسمشر لخوا د امر واک په اړه پوښتنې او اندېښنې شریکې کړې.