تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایران-اسرائیل اوربند په اړه څه پوهېږو؟
ډونلډ ټرمپ اسرائیلو ته خبرداری ورکړی دی چې پر ایران نور بریدونه و نه کړي. دا له هغه څو ساعتونه وروسته چې ده وویل د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند شوی او پرځای دی.
له اوربند وروسته اسرائیلو ادعا وکړه چې ایران پرې توغندي توغولي دي. له دې سره یې د قطر او امریکا په منځګړیتوب شوی تړون، مات کړ. اسرائیل وايي، ایران ته به په زورورو توغندیو ځواب ورکړي.
ایران پر اسرائیلو راکټي بریدونه رد کړل او د دغه هېواد تر ټولو لوړې امنیتي ادارې یې وویل چې که اسرائیل بیا برید وکړي نو دوی هم په برید ځواب ورکوي.
اوربند کله پیل شو؟
ټرمپ پرون پر خيله ټولنیزه رسنۍ (ټروټ سوشل) د اوربند اعلان وکړ او دا یې هم وویل، "سرغړونه ترې و نه کړئ."
یو ساعت وروسته اسرائلو وویل، دوی د امریکا له لوري د اوربند وړاندیز مني، وروسته ایران هم د جګړې درول ومنل خو څو ساعتونه وروسته اسرائیلو، ایران له اوربند په سرغړونې تورن کړ.
ډونلډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ ماښام ناوخته ولیکل چې، "هوکړه وشوه." هغه وویل چې ۱۲ ورځنۍ جګړه یې پای ته ورسوله.
د ښاغلي ټرمپ دا خبر وروسته له هغه راغی چې د دوشنبې پر ورځ ایران په قطر کې پر امریکايۍ اډې د توغندیو برید وکړ. ایران ویل، دا یې امریکا ته د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید ځواب وو.
ټرمپ څه ویلي وو؟
ولسمشر ټرمپ د خپلې ټولنیزې رسنۍ له لارې پر اسرائیلو غږ وکړ، "پر ایران هغه لوی بمونه مه غورځوئ."
ولسمشر د سپینې ماڼۍ مخې ته خبریالانو ته وویل دی له اسرائیلو نه دی خوښ. هغه ایران او اسرائیل دواړه د اوربند پر ماتولو تورن کړل. د جګړې پر دواړو لوریو یې د "ارام شئ!" غږ وکړ.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، "داسې دوه هېوادونه دي چې سختې جګړې کوي او نه پوهېږي چې څه کوي."
لږ وروسته یې بیا پرخپله رسنۍ ولیکل "اوربند وشو."
ایران او اسرائیل څنګه ځواب ورکړ؟
له هغه وروسته چې اسرائیل ومنله اوربند کوي، دفاع وزیر اسرائیل کاتز وویل چې پر خاوره یې برید شوی او د توغندیو پاتې شونو یې مالومه کړې چې تر شا یې ایران و.
ښاغلي کاتز دا هم وویل چې تهران اوربند مات کړی او خپل پوځ ته یې د سخت ځواب ورکولو امر کړی دی. دوی ایرانی لوری ترهګر بللی او پر ځپلو یې ټینګار کړی.
پرون (سېشنبه) د ایران د وسلهوالو ځواکونو د عمومي ریاست رئیس، عبدالرزاق موسوي پر اسرئیلو بریدونه رد کړل.
د ایران د ملي امنیت علي شورا هم په یوه خبرپاڼه کې وویل، که اسرائیل پرې بریدونه زیات کړي نو دوی به، "غوڅ او قوي" ځواب ورکړي.
اوربند مات شوی؟
د جګړې ښکېلو غاړو ترمنځ د دوشنبې پر ورځ اوربند پیل شو چې وروسته اسرائیلو، ایران په سرغړونې تورن کړ خو هماغه وخت ایران رد کړه.
له اوربند وړاندې دواړو لوریو پر یو او بل درانه بریدونه کړي وو.
اسراییلي پوځ وویل، له دوشنبې شپې تر سهشنبې دغه هېواد د توغندیزو بریدونو له امله د بیرشیبا ښار ۲۲ ملکیان ټپیان شوي دي.
هممهاله ایراني دولتي رسنۍ هم ویلي چې پر اسرائیلو یې وروستي توغندي وار کړي دي.
د شپې ناوخته د ایران دولتي تلویزیون راپور ورکړ چې د جګړې له پیله، پلازمېنه تهران له سختو بریدونو سره مخامخ وه.
د همدې سیمې اوسېدونکو هم د بيبيسي فارسۍ څنګې ته ویلي، د چادونو لوړ غږونه یې اورېدل.
اسرائیلي ځواکونه وايي، دوی د ایران په لویدیځ کې د توغندیو د توغولو مرکزونه له منځه وړي دي. اسرائیلو دا هم وویل چې دغه ځای د دوی پر لور د توغندیو توغولو ته چمتو شوی وو.
تهران وویل، یو بل اټومي ساینسپوه یې هم له اوربند وړاندې وژل شوی دی. تر اوسه دا روښانه نه ده چې د جګړې له پیله څومره ایراني اټومي متخصصین وژل شوي او ټپي شوي دي.