د نړیوالو بازارونو څارونکي بنسټونه: افغانستان نور د پاکستان غنمو ته اړ نه دی

    • Author, مامون درانی
    • دنده, د بي‌بي‌سي د حقیقت‌موندنې څانګه

افغانستان په تېره یوه لسیزه کې وتوانېد، چې له پاکستانه د غنمو واردات صفر ته ورسوي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر افغان سوداګرو غږ کړی، چې پر پاکستان سوداګریزه تکیه راکمه او پر ځای یې "نورو بدیلو لارو" ته مخه کړي.‌

دا ګام وروسته له هغه اخېستل کېږي، چې له وروستیو ترینګلتیاوو راهیسې پاکستان له افغانستان سره کابو ټولې ټرانزیټي او سوداګریزې لارې تړلې دي.

پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان تر ټولو ستر سوداګریز او ټرانزیټي دهلېز او نږدې نیمه سوداګري یې د همدې هېواد له لارو کېده.

د نړیوالو او اسیایې بازارونو څارونکو بنسټونو شمېرې ښیې چې پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې، یعنې لس کاله وړاندې، د ۳۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت اوړه افغانستان ته صادر کړي‌ وو، خو اوس دغه کچه نږدې صفر ته راټیټه شوې ده.

دا شمېرې ښیې، چې افغانستان نور د پاکستان اوړو ته اړ نه دی او خپل ځان ته یې د باوري نور ملګري موندلي، چې د هر کال په تېرېدو یې اړیکې ورسره پراخېږي.

افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له ازبکستان، قزاقستان او روسیې د ۶۸۹ میلیونو ډالرو په ارزښت غنم او اوړه پېرلي او د اټکل له مخې، دغه کچه به روان زېږدیز کال کې ۷۵۰ میلیونو ډالرو ته ورسېږي‌.

افغانستان څه ډول د اوړو له اړخه د پاکستان له انحصاره خلاص شو؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت څو ځله پر پاکستان تور لګولی چې "باوري سوداګریز ملګری" نه دی او له اقتصادي اړیکو د "سیاسي موخو" لپاره کار اخلي.

افغان سوداګر هم پر پاکستان تور پورې کوي چې له سوداګرۍ د فشار د وسیلې په توګه ګټه اخلي او هرکله چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ترېنګلې شي، پاکستان خپلې لارې تړي چې له امله یې تر بل هر څه لومړی سوداګري زیان ویني.

پاکستان بیا وايي، د لارو تړل سیاسي پرېکړه نه ده، بلکې اصلي لامل "د کرښې اوږدو کې د نارامۍ د مخنیوي او د خلکو د ژوند د خوندیتوب" لپاره یې دا ګامونه اخیستي او ټینګار کوي چې " تر هر ډول سوداګرۍ ورته د خپلو خلکو ژوند مهم دی."

د اسلام‌اباد د دا ډول چلند او د افغان سوداګرۍ او ټرانزیټ پر وړاندې د خنډونو جوړولو له امله، د افغانستان پخواني حکومت او د طالبانو اوسنی حکومت افغان سوداګر اړ کړل چې کرار کرار د بدیلو او باور وړ سوداګریزو لارو په لټه کې شي.

د نړېوالو او اسیایې بازارونو د څارونکو بنسټونو شمېرې ښیې، چې افغانستان په هیښوونکې ډول له ۲۰۲۰ کال راهیسې د غنمو برخه کې پر پاکستان خپله تکیه کمه او د مرکزي اسیا هېوادونو ته یې مخه کړې ده.

د اقتصادي پېچلتیا د څار ډلې معلومات ښیې، چې پاکستان په ۲۰۱۹ کال کې د ۱۱۱ میلیونو ډالرو په ارزښت اوړه افغانستان ته صادر کړي وو، خو په ۲۰۲۰ کال کې دغه کچه څه باندې نیم میلیون ډالرو ته رالوېدلې، چې یو لوی بدلون ښيي.

د بي بي سي د یوه راپور له مخې، ۲۰۲۰ کال پاکستان کې د غنمو پر کروندو د ملخانو چپاو او سېلابونو د غنمو کروندې سختې وځپلې چې له امله یې د پاکستان پنجاب ایالت اړ شو چې ان پښتونخوا ته د اوړو پر لېږد بندیز ولګوي.

پاکستان لا تر دې وړاندې افغانستان ته د اوړو پر لېږد بندیز لګولی و چې پایله کې یې افغان سوداګر د مرکزي اسیا له هېوادونو د غنمو او اوړو پېرلو ته لېواله شول.

یو افغان سوداګر ګل محمد، چې وړاندې یې له پاکستانه اوړه واردول وایي، له ۷ کلونو راهیسې یې له پاکستانه لاره بېله کړې او اوس له قزاقستان او ازبکستانه غنم پیري:

" لومړی خپله پاکستان د اوړو له کمښت سره مخامخ دی، بله دا چې د پاکستان پرتله افغانستان کې اوړه ارزانه دي‌، ځکه نو د هغه هېواد اوړو ته اړتیا نه لرو او له تېرو ۷ کلونو راهیسې له مرکزي‌ اسیا څخه غنم راوړو. "

دغه افغان سوداګر وايي، د قزاقستان او ازبکستان د غنمو کیفیت تر پاکستاني هغو څو برابره ښه دی او بیه یې هم ډېره ټیټه ده.

افغانستان د غنمو اړتیا له کومو هېوادونو پوره کوي؟

په مسکو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د کرنیزو محصولاتو د بازارونو یوه کارپوهه مارینا سیداک وايي، ازبکستان، قزاقستان او روسیه هغه درې هېوادونه دي چې افغانستان ته تر ټولو ډېر غنم او اوړه صادروي.

د اغلې سیداک په وینا، ازبکستان په تېرو دوو کلونو کې افغانستان ته د غنمو او اوړو د صادراتو له پلوه په یوه مخکښ لوبغاړي بدل شوی او قزاقستان یې شاته پرې ایښی دی:

"په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د ټولو وارداتي اوړو او غنمو۴۷ سلنه د ازبکستان او ۴۴ سلنه د قزاقستان برخه وه."

اغلې سیداک د اسیا د غلو او غوړیو نړیوال کنفرانس کې، چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر پر ۱۸‌مه تاشکند کې جوړ شوی و، ویلي‌ وو، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲ میلیونه ټنه غنم او اوړه له ازبکستانه (هر ټن په ۲۷۳ ډالره)، ۱.۱ میلیونه ټنه له قزاقستانه (هر ټن په ۲۶۵ ډالره) او ۲۳۷ زره ټنه له روسیې (هر ټن په ۲۰۹ ډالره) پېرلي دي.

د غلو او غوړیو د بازارونو دغه کارپوهه وایې، ازبکستان د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې افغانستان ته د ۶۹۱ زره ټنو اوړو په صادرولو د اصلي عرضه کوونکو په توګه لومړی او تر هغه وروسته قزاقستان د ۵۳۷ زره ټنو په صادراتو دویم ځای لري.

د روسیې صادرات ډېر کم و او یوازې ۱۴ زره ټنو ته رسېدل.

افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له قزاقستان، ازبکستان او روسیې د ۶۸۹ میلیونو ډالرو په ارزښت غنم او اوړه را وارد کړي‌، په داسې حال کې، چې دا کچه په ۲۰۲۳ کال کې ۸۸۸ میلیونه ډالره او په ۲۰۲۲ کال کې ۸۴۶ میلیونه ډالره وه .

افغانستان په کال کې څومره غنمو ته اړتیا لري؟

افغانستان په کال کې ۶ اعشاریه ۸۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري چې شاوخوا ۷۰ سلنه یې په کور دننه تولیدېږي او پاتې نور له بهرنیو هېوادونو پوره کېږي.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د وروستي راپور له مخې، سږکال د غنمو تولید ۴ اعشاریه ۵۴ میلیونه مټریک ټنه و. خو تېر کال دغه کچه ۴ اعشاریه ۸۳ میلیونه مټریک ټنه وه.

په دغه راپور کې راغلي، ۱۴۰۴ کال کې پر ۱ اعشاریه ۸۹ میلیونه هکټاره ځمکه غنم کرل شوي‌، چې تېر کال دغه کچه ۲ اعشاریه ۱۲ میلیونه هکټاره وه.

د طالبانو حکومت د کرنې وزارت وايي، وچکالۍ او کم اوبۍ د افغانستان د شمال او لوېدیځو ولایتونو د غنمو فصلونه زیانمن کړي، چې له کبله یې د للمي غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ لږوالی راغلی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تازه راپور کې راغلي، سږکال پر۵۶۲ زره هکټاره ځمکه للمي غنم کرل شوي و، چې تېر کال دا شمېر ۷۳۶ زره هکټاره و.

په بریتانیا کې د السیس " Alcis" په نوم یو څېړنیز بنسټ وایي، د سټلایټ (سپوږمکۍ) انځورونه په کندهار کې د غنمو د کرلو کچه د ۲۰۲۳ کال پرتله ۳۵ سلنه لږوالی ښیې.

د دغه بنسټ د مالوماتو له مخې، فراه، هلمند، ننګرهار، نیمروز او روزګان هغه ولایتونه دي‌، چې د غنمو د کرلو کچه د تېرو ۷ کلونو په موده کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې، چې ستر لامل یې وچکالي او کم اوبي‌ بلل کېږي.

دغه بنسټ سیمي ته د سختې وچکالۍ بیا راګرځېدل د غنمو د فصلونو د لږوالي لامل بولي او وایې، په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو له امله د للمي غنمو فصلونه زیانمن شوي دي‌.

افغانستان په تېره یوه لسیزه کې توانېدلی، چې پر پاکستاني غنمو او اوړو خپله تاریخي تکیه پای ته ورسوي او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د نویو فرصتونو په کارولو د خپلې اړتیا وړ غنمو او اوړو د پوره کولو لپاره یوه بدیله او ډاډمنه لاره پیدا کړي.

خو له دې پرمختګ سره سره، افغانستان لا هم پر وارداتو تکیه لري، ځکه د وچکالۍ او د کرنیزو ځمکو د لږوالې له امله په کور دننه د غنمو حاصلات ددغه هېواد اړتیا نه شې پوره کولی.

کارپوهان باور لري که د کرهڼې سکټور کې پانګونه زیاته شي؛ د اوبه‌خور سیستمونه عصري او د کرنیزو ځمکو ساتنه وشي، نو افغانستان کولای شي په راتلونکې کې د غنمو تولید برخه کې نسبي ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.