تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان په نړیوالو درجه بندیو کې په یو ورځنیو لوبو کې اتم مقام ګټلی
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سی) په درجه بندیو کې اتم ځای ته رسېدلې ده. وړاندې تر دې افغان لوبډله په لسم ځای کې وه.
لومړی مقام له هند سره دی، تر هند وروسته اسټرالیا دویم او پاکستان درېیم ځای لري.
افغانستان تر بنګله دېش او وېسټ انډیز دواړو مخکې شوی دی. که افغانستان خپل دا مقام همداسې وساتي نو د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته مخامخ لار مومي.
افغانستان د ۲۰۲۵ کال اتلانو جام ته هم د کرېکټ په تېر نړیوال جام کې د خپل مقام له مخې مخامخ لار موندلې وه.
افغان لوبډلې د اتلانو په جام (چمپېنز ټرافي) کې له خپلو درېیو لوبو یوه وګټله، بله یې بایلوده او یوه یې د باران له کبله بې نتیجې شوه. او په خپل ګروپ کې یې دریم ځای ونیو.
عظمت الله لومړی درجه ټولچاری (الرونډر)
افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د یو ورځنیو لوبو ټولچارو (الراونډرانو) په تازه درجه بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ ی دی.
د کرېکټ نړیوالې شورا پر خپله وېبپاڼه لیکلي، د نړۍ غوره استعداد، عظمت الله عمرزی په چټکه او حیرانوونکې توګه راڅرګند شوی دی.
عظمت الله عمرزي د اتلانو جام سیالیو کې د انګلنډ لوبډلې پر وړاندې پنځه وېکټې واخیستې او د اسټرالیا پر وړاندې یې ۶۷ چټکې منډې وکړې. که څه هم هغه لوبه د باران له کبله بې نتیجې اعلان شوه، خو عمرزي په کې لومړۍ وېکټه اخیستې وه.
عظمت الله عمرزی له بل افغان لوبغاړي محمد نبي چې دا مقام یې ډېر وخت په واک کې و، مخکې شوی دی. محمد نبي عیسی خېل د الرونډرانو ترمنځ اوس په نړیواله کچه دویم مقام لري. راشد خان هم شپږم ځای نیولی دی. درېیم ځای د زیمبابوې لوبغاړي سکندر رضا او څلورم مقام بیا د بنګله دېشي لوبغاړي مهدي حسن میراز سره دی.
عظمت الله عمرزی څه موده وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی هم اعلان شوی و.
ابراهیم ځدراڼ په توپوهنه کې لسم ځای ته لوړ شوی
د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د یو ورځنیو لوبو نویو درجه بندیو کې بل افغان لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ ۱۳ درجې پورته شوی او لسم مقام یې خپل کړی دی.
۲۳ کلن ابراهیم ځدراڼ د اتلانو په جام کې د انګلنډ لوبډلې پر وړاندې ۱۷۷ منډې وکړې، چې د چمپینز ټرافۍ په تاریخ کې د یوه لوبغاړي تر ټولو ډېرې منډې وې، دغه راز په یو ورځنیو لوبو کې د افغان لوبغاړو ترمنځ هم تر ټولو ډېرې منډې شوې.
د ای سي سي درجه بندیو له مخې د یو ورځنیو لوبو توپوهونکو په سر کې د هند شوبمن ګېل لومړی، د پاکستان بابر اعظم دویم او د سویلي افریقا هینریک کلاسن درېیم ځای لري.
ابراهیم ځدراڼ د ښنګري تر عملیات وروسته څه موده له کرېکټ لېرې و، خو بېرته لا ځواکمن راستون شوی دی.