تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مولوي هبتالله له والیانو غوښتي هیچاته اجازه ور نه کړي چې په ولایتونو کې 'غیر شرعي' کړنې ترسره کړي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، مشر یې مولوي هیت الله اخوندزاده په کندهار کې د افغانستان د ټولو ولایتونو له والیانو سره لیدلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې هکله په یوه اعلامیه کې ویلي، مولوي هبت الله اخوندزاده له والیانو سره ''د ښې اسلامي حکومتولۍ او خپلو مسئولیتونو ته د پاملرنې، د جهاد په نتیجه کې د راغلي اسلامي نظام د ساتنې او د مجاهدینو د قربانیو د اساسي هدف چې د مقدس شریعت تطبیق دی، په اړه غږېدلی دی.''
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، مولوي هبت الله د طالبانو حکومت والیانو ته ویلي، چې ''اسلامي نظام ټینګ کړئ، د شریعت قانون پلی کړئ او الهي احکام را ژوندي کړئ او هیچاته اجازه مه ورکوئ چې په ولایتونو کې غیر شرعي کړنې ترسره کړي.''
په دغه اعلامیه کې چې ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس پاڼه خپره کړې، دغه راز د نوموړي له قوله ویل شوي، چې باید والیان د خلکو عقیدوي او فکري اصلاح ته لازمه توجه وکړي او ''له دیني علماوو سره د دین په تنفیذي چارو کې سلا، مشورې.'' وکړي.
له دې سره به داسې اندېښنې پیدا شي، چې په ټوله کې د طالبانو او په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر تګلارو کې لا سختي راپیدا شي.
مولوي هبت الله له دې مخکې د روانې میاشتې پر اتمه په یوه فرمان کې د طالبانو حکومت ټولو دولتي ادارو کارکوونکو ته لارښوونه کړې وه، چې باید لمونځونه له جماعت سره یو ځای ادا کړي.
د فرمان په لومړي سر کې ویل شوي وو، چې له جماعت سره یو ځای لمونځ کول واجب او د جماعت تارک یا پرېښودونکی د شرعي مجازاتو یا تعزیر مستوجب دی. خو د طالبانو د مشر په هغه فرمان کې بیا د تعزیراتو د څرنګوالي او د عام ولس لپاره د دیني احکامو په هکله څه نه وو ویل شوي.
له والیانو سره د نوموړي د لیدنې په اعلامیه کې هم یوازې دومره ویل شوي، چې هغه والیانو ته توصیه کړې، چې ''له علماوو سره تعلق وساتئ، علماء په اعتماد کې وساتئ او د دین په تنفیذ کې مشورې او کار ځني واخلئ، د ځوان نسل روزنې ته ښه توجه وکړئ او په اسلامي روحیه سمبال نسل وروزئ.''
د یادونې ده، چې د طالبانو په مخکېنۍ واکمنۍ کې خلک اړ ایستل کېدل چې د لمانځه پرمهال خپل کاروبارونه پرېږدي او د لمانځه ادا کولو لپاره جوماتونو ته لاړ شي.
نژدې درې کاله مخکې دویم ځل واک ته له رسېدو وروسته بیا طالبانو تر اوسه خپله مخکېنۍ تګلاره نه ده تکرار کړې او په دې برخه کې یې نسبتا نرمي اختیار کړې.
بل لور د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت چارواکو د ښار په ځینو برخو کې هټیوالو ته ویلي، چې د جمعې ورځې له ۱۲ نیمو تر دوو بجو پورې کاروبارونه وتړي او د جمعې لمانځه ادا کولو لپاره باید جوماتونو ته لاړ شي.