تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې کله انګېرو چا راپسې غږ وکړ او چې وګورو هېڅوک نه وي؟ همدا یو ډول رواني ناروغي ده
کېدی شي تاسو د داسې غږونو د اورېدو په اړه ډېر فکر کړی وي خو دا ډېره ساده خبره ده. حیرانونکې خبره دا ده چې د څو لسېزو څېړنې ښيي چې د ډېرو کسانو د رواني ناروغیو رسمي درملنه نه ده شوې. ځینې وختونه یا ان درې پر څلورمه برخه ناروغان له نامعلومو سرچېنو د غږونو اوریدل مني. یعنې دوی فکر کوي چې غږ ورته کېږي.
په لوېدیځه روانپوهنه کې دغو غږونو ته د "اورېدو وېره" وايي. دا د رواني ناروغیو له اساسي نښو یوه ده. له دې ناروغیو سره تړلې ټولنېزې ستونزې د دې لامل کېږي چې ډېر کم خلک په ښکاره ومني چې دوی په خپلو ذهنونو کې غږونه اوري خو په ځېنو کلتورونو کې دا ډول غږونه، نه یوازې منل شوي دي بلکې نمانځل کېږي هم. دغو غږونو ته د لارښود یا د انسان د ساتنې وسیلې په توګه کتل کېږي.
نو ایا موږ کولای شو په بېلابېلو کلتورونو کې د رواني روغتیا په اړه څه زده کړو؟ او ایا موږ کولای شو هغو کسانو ته چې دا ډول غږونه اوري، په بېل نظر وګورو؟
د سټانفورډ امریکايي پوهنتون د بشري علومو استاده ټېنیا لورمن وایي، دا موضوع په هغه چاپېریال، کلتور او خلکو پورې تړلې ده چې موږ په کې وده کوو. دغه لاملونه ښيي، هغه کس چې دا ډول غږونه اوري، ناروغ ګڼل کېږي او که نه.
ټېنیا لورمن د "زموږ تر ټولو ځوروکوونکی لېونتوب" په نوم کتاب لیکواله هم ده.
په امریکا کې د رواني ناروغیو د درملنې لپاره یو معیاري کتاب کارول کېږي. په دې کتاب کې د غږونو اورېدل د سختې رواني ګډوډۍ له اساسي نښو شمېرل شوي دي خو ان په لویدېځو هېوادونو کې ځینې ډولونه د (وهمي غږونو یا لیدونو) د نورو پرتله ډېر منل شوي دي. د بېلګې په توګه، تر ۸۰ سلنې غمجن امریکایان او اروپایان وایي، دوی د خپلو نږدې خپلوانو د مړو غږ یا تصویر احساسوي.
خو په اکواډور کې اچور قبېله پر مړو د ماتم کولو اجازه نه ورکوي، ځکه دوی باور لري چې د مړو په خوب یا ویښه لیدل د ژوندیو خلکو لپاره له روحي پلوه خطرناک وي.
د نشهيي توکو د کارونې له امله رامنځته شوي ویرجن غږونه یا لیدنې هم په بېلابېلو کلتورونو کې رنګا رنګ معناګانې لري.
دا غږونه د امازون د سیونا قبېلې لپاره د حقیقت بدیله تجربه ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د شوار قبېله باور لري، ورځنی ژوند یوازې یوه تېروتنه ده او اصلي حقیقت هغه دی چې د "وهمي غږونو" پر مهال ښکاره کېږي.
وهمي غږونو ته د یوه کس ځواب یا غبرګون هم د کلتور له مخې توپیر کولی شي. په امریکا، ګانا او سوېلي هند کې د ناروغانو په اړه یوې څېړنې موندلې چې ګڼ شمېر امریکایان له دې غږونو کرکه کوي او نه پوهېږي چې دا غږونه د چا دي خو د هند په چېنای او د ګانا ښار په اکیرا سیمه کې ناروغان ډېری وخت دغه غږونه د خدای یا د کورنۍ د غړو غږ ګڼي او دغه غږونه یې نه خپه کوي او نه اندېښمنوي.
امریکایان دا ډول غږونه خیالي ګڼي
په چېنای کې د یوې څېړنې له مخې، له نېمایي ډېرو ګډونوالو ویلي، دوی د خپلو کورنیو د ځانکړو غړو غږونه اوري، لکه د مور او پلار، د ماما یا نورو خپلوانو غږونه. دغه غږونه دوی ته د ورځنیو چارو لکه بازار ته تلل، خواړه تیارول او یا لامبو وهلو په اړه مشورې ورکوي.
یوه کس وویل: "دا غږونه داسې دي لکه لویان چې کوچنیانو ته مشورې ورکوي" او بل کس وویل: "دا ما ته هغه شیان ښيي چې زه پرې نه پوهېږم."
د چېنای ګډونوالو لپاره دغه غږونه د حقیقت سره ډېر نږدې ښکاري او یوازې څو کسانو ویلي چې دوی دغه غږونه نه پېژني.
د اکېرا ځینې کسانو خو ان ویلي چې دا غږونه پر دوی مثبت اغېز لري. یوه کس ټېنیا لورمن ته وویل: "دا راته یوازې د سم کار کولو لارښوونه کوي. که دا غږونه نه وی، زه به لا وختي مړ شوی وی."
خو امریکایان دا غږونه خیالي ګڼي. یوه امریکایي وویل: "یوازې زما ذهن داسې انګېري خو فکر نه کوم چې داسې څه شتون لري."
د چېنای ځېنو ګډونوالو ویلي، دوی له دې غږونو وېرېږي، هغه غږونه چې دوی ځوروي نه یې خوښېږي. خو ځېنې وختونه دا غږونه خندا او ټوکې هم کوي، خو دغه برخه یې نه په امریکا او نه هم په ګانا کې اورېدل شوې.
لورمن وایي، له لویدیځو کلتورونو پرته نور خلک خپل ذهن له نورو سره تړلی ګڼي.
د بېلګې په توګه، د ګانا خلک باور لري چې د دوی وجود د اړیکو له لارې له نورو سره تړلی دی. خو دا هم مني چې د غږونو اورېدل د رواني ناروغۍ نښه ګڼل کېدی شي.
د لورمن په خبره، ځېنې وخت د ګانا خلک دتنقیدي یا تاوترېخجنوغږونو له یادونې ډډه کوي، ځکه دوی له ځایي جادو او بدنامۍ وېرېږي.
د لورمن په ټکو، ځینې کلتورونه د دې غږونو اورېدل ناروغي نه ګڼي، بلکې ځینې وختونه یې نمانځي هم. هغې د ګانایانو بېلګه راوړې چې دوی دغه غږونه له خدای سره د اړیکې یوه وسیله ګڼي.
لورمن وايي: "په نړۍ کې بېلابېل خلک غواړي چې مړه شوي کسان وویني، له ارواحو سره یې خبرې وکړي، یا له پېریانو سره اړیکه ټېنګه کړي."
کله چې په شلمه پېړۍ کې د لوېدیځ ارواه پوهانو د رواني ناروغیو د پېژندلو او تشخیص هڅه کوله نو د روټ بېنډېکټ او جېن مرفي په څېر پوهانو دې ولیدل چې له لویدیځ پرته نورو کلتورونو کې د دې نښو لرونکي خلک منل کېږي او ان درناوی یې هم کېږي.
د بېلګې په توګه، جېن مرفي د نایجیریا په لوېدیځ کې د یوروبا ژبې ویونکو اېګبا یوروبا پر قبایلو څېړنې وکړې. هغه وموندل چې خلک غږونه اوري او هڅه کوي، نورو ته یې وښيي چې دا غږونه له کومه راځي؟ که څه هم دا سرچېنه نورو ته نه ښکاري او نه اورېدل کېږي.
مرفي لیکلي، دا تجربه د اېګبا یوروبا په خلکو کې ډېر عامه وه او نه یوازې د غږ اورېدونکي لپاره ستونزه وه، بلکې د شاوخوا خلکو لپاره هم نه وه.
د لورمن په خبره، په ډېرو کلتورونو کې داسې مفهومونه شته چې له یو ذهن بل ته د فکرونو د لېږد لپاره کارول کېږي. هغې زیاته کړه، انسانان ډېر کله داسې احساس کوي چې د دوی فکرونه شخصي دي خو موږ تجربه کړې چې ډېری وخت له دې احساس سره اړخ نه لګوي.
هغې وویل: "کله ناکله یو زورور خوب داسې ښکاري لکه له بهره چې یو پیغام راځي. کله چې تاسو د یو چا په اړه سخت غوسه شئ او هغه کس مو شاوخوا کې هم نه وي او تاسو په خپل زړه کې لعنت پرې ووايئ نو داسې احساس کېږي لکه دا خبره مو چې هغوی ته مخامخ کړې وي." دا احساس ځکه درسره پېدا کېږي چې یو څه مو غوسه سړېږي.
په بریتانیا کې ناروغان د ځان وژنې غږونه اوري
یوې څېړنې ښودلې چې په هندي ناروغانو کې کال وروسته منفي نښې کمې شوې او دوی په ټولنه کې ښه فعالیت کوي.
د غږونو منل او له هغو سره خبرې کول دا روښانه کوي چې ولې په بېلابېلو کلتورونو کې له رواني ناروغیو رغېدل توپیر لري.
د نایجېریا او بریتانیا د ناروغانو په څېړنه کې څرګنده شوه چې بریتانوي ناروغان ډېر سخت او بد غږونه اوري. په بله څېړنه کې د پاکستان او بریتانیې ناروغانو پرتلنې وښودله چې بریتانوي ناروغان د ځان وژنې غږونه اوري.
کله چې ځینې خلک دا غږونه په ډېر منفي ډول تجربه کوي نو دا یې روغتیا اغېزمنوي او غږونه اورېدل د ناروغۍ یوه جدي نښه ګرځي.
د امریکايیو ناروغانو له څېړنو څرګنده شوې چې دوی وايي ډېری وخت داسې غږونه اوري چې پر تاوترېخوالي ورټول وي. ځېنې ناروغانو لورمن ته ویلي، غږونه دوی ته وایی چې نورو ته زیان ورسوي او د هغوی وینې وڅښي او ځینو وویل، غږونه یې جګړې ته هڅوي.
لورمن زیاتوي چې ټولنېز لاملونه هم دا توپیر روښانولی شي.
په امریکا کې له وسلو سره تړلی تاوترېخوالی د نورو پرمختللو هېوادونو پرتله ډېر دی او هلته رواني ناروغان له بېکورۍ او تاوترېخوالي سره ډېر مخ دي.
لورمن په شیکاګو کې په داسې سیمه کې کار کړی چې هلته د جېلونو سربېره د دا ډول ناروغانو شمېر هم ډېر دی. هغې په دې سمیه کې پر دې څېړنه وکړه چې کلتور څنګه د انسان د رواني ناروغۍ تجربه اغېزمنوي.
ځینې ناروغان په دوامداره توګه له یوې ادارې بلې ادارې ته لېږدول کېږي، لکه زندان، روغتون، سړک، او پناه ځایونه. دې ته د ادارو ترمنځ تګ راتګ وايي.
لورمن وايي: "دوی هغه غږونه اوري چې وایی خلک پرې نظر ساتي."
ځینې وختونه په دې ادارو کې رښتیا هم داسې خلک وي چې پر دوی ټوکې جوړوي او رټي یې.
"تنقیدي او له تاوترېخوالي ډک غږونه" هغه نښې دي چې له مخې یې دا معلومېږي چې د یو کس د رواني ناروغۍ دې رسمي درملنه وشي که نه.
د کلتور یا فرهنګي توپیرونو اغېز دا هم دی چې خلک څنګه له ناروغۍ رغېږي.
یوه څېړنه چې په هند کې د "چېنای" د ناروغانو او د کاناډا د "مونټریال" د ناروغانو پر یوې ډلې شوې وه، دواړه ډلې د پنځو کلونو لپاره څارل شوې وې. د څېړنې له مخې، هندي ناروغانو کال وروسته د درملوخوړل پرېښودل.
د هندي ناروغانو منفي نښې کمې وې او د ټولنې په منځ کې یې د کار کولو وړتیا ښه وه، که درمل یې اخیستل او که نه.
د مونټریال د "مېک ګل" پوهنتون د روانپوهنې پروفیسور اشوک مالا وایي، د ټولنې د "کار کولو" تعریف په هند او کاناډا کې توپیر لري.
د هغه په وینا، په هند کې د کور چلول او د پاخه عمر مور و پلار پاملرنه هم مهمه ګڼل کېږي. خو په لوېدیځ کې بېکارۍ ته په ښه سترګه نه کتل کېږي.
په دواړو ځایونو کې د درملنې له پلوه درملاو د قضیو څارنه نږدې یو ډول وه. مالا وايي، که څه هم د رواني ګډوډۍ ضد درمل ګټور دي خو دا یوازې د ناروغۍ نښې له منځه وړي.
هغه زیاتوي: "دا درمل یوازې په هغو مثبتو نښو اغېز لري چې اصل کې باید نه وي، لکه وېره یا ناسم فکر کول."
ښاغلی مالا باور لري چې د هند او کاناډا ترمنځ ټولنیز توپیرونه په درملنه کې د بریا پر کچه اغېز کولی شي. بېلګه یې دا ده چې په چېنای کې دا ډول ناروغان ډېر لږ بېکوره کېږي.
هغه وايي، په هند کې ګڼ شمېر کورنۍ هڅه کوي چې ناروغ په کور دننه وساتي چې د ناورغۍ له امله یې د کورنۍ د نورو غړو نوم بد نه شي.
مالا زیاتوي چې په کاناډا کې هم کورنۍ د خپلو ماشومانو، خویندو او وروڼو د پاملرنې زړه لري خو د ناروغ اړېکې او شخصي محرم قانوني حقونه ځینې وخت ستونزې جوړوي.
هغه وايي، په شمالي امریکا کې یو ځوان ډېر په اسانه له کوره وتلی شي او که وغواړي اړیکې هم پرې کولای شي خو د "سختې رواني ګډوډۍ" د ښه کېدو په بهیر کې د کورنۍ ونډه او ملاتړ ډېر ګټور ثابت شوی دی.
مالا وايي: "په چېنای کې د کورنۍ له بل غړي پرته هېڅکله ناروغ په یوازې ځان ډاکتر ته نه ورځي."