تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ځمکې پر مخ تر ټولو خوشحاله هېواد خوښۍ په اړه څه وایي؟
- Author, انجيلا هېنشل
- دنده, بي بي سي نړيواله څانګه
فنلنډ په پرلپسې اتم ځل د نړۍ د تر ټولو خوشحاله هېواد پېژندل شوی دی، د دغه هېواد طبیعت او پیاوړی خدماتي سیستم د خلکو د خوښۍ مهم راز بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو په همکارۍ جوړ شوی د خوښۍ نړیوال رپوټ وايي د لاتینې امریکا کاسټریکا او مکسیکو په لومړي ځل د نړۍ په لسو خوشحاله هېوادونو کې راغلي دي.
بریتانیا او امریکا بیا د دغې نوملړ په ۲۳م او ۲۴م ځای ته لوېدلي خو د خوشحالۍ طبیعت څه دی او موږ د خوشحاله اوسېدو لپاره څه کولی شو؟
خوښۍ ته رسېدل علمي سرچینه لري. ستاسې بدن د ښه حس او خوښۍ لپاره لږ تر لږه څلورو هورمونونو (دوپامین، اکسي توسین، سروتونین او اندورفین) او ځينو نورو ترکیبونو ته اړتیا لري.
هر څوک د ژوندانه په یوه نه یوه برخه کې د رواني روغتیا څه ستونزه لري خو کولی شي د خپل بدن د سلامتیا او خوښۍ لپاره ځينې کوچني ګامونه واخلي چې ګټور ورته تمامېږي.
اروا پوه اوون اوکین چې (په اضطراب د روږدو) کتاب یې هم لیکلی وایي د فشار یا سټرېس کمول پر ښه لوري لومړی ګام دی او دا چې له اندازې ډېر بوخت پاتې کېدل د ناراحتی د رامنځته کېدو سبب کېږي.
نوموړی وايي، "موږ ټول کال د ډېر کار او بوختیا په اړه خبرې کوو خو کار ته تل چمتووالی او په اړه فکر مو یې اضطراب ته بېولی شي".
اوون اوکین زیاتوي خلک له حده د ډېر فکر او له دې کبله د پیدا شوي نا سم حس په دام کې لویېږي "دوی داسې احساسوي چې که تل د هرې پېښې په اړه فکر ونه کړي ستونزه ورته جوړېږي او دا چاره یې دې ته اړوي چې په سخت اندېښمن حالت کې واوسېږي."
د خپل فشار (سټرېس) کچه وپېژنئ
یو بل اروا پوه ډاکټر کلر پلمبلي وايي، "فشار د وخت په تېریدو ډېرېږي او اغېز یې داسې وي لکه کله د ستنې په څېر وړوکی شی چې د اوښ ملا ماتوي. د بېلګې په ډول ډېر کله تاسې وړوکي پېښې ته فریاد کوی او کله د یوې سندرې یا شعر په اورېدلو اوښکې تویوی.
ډاکټر پلمبلي وايي دا ډول غبرګون ښايي د خبرداری نښه وي "د یوه کار له کبله داسې غبرګون فشار (سټرېس) له کبله وي. ستړیا، بې حالي، او بې ځایه ډېر عاطفي کېدل د داسې څه ښکارندويي کوي چې تاسې د ټولګې په ډول د رنګارنګ تجربو زغم له لاسه ورکړی دی.
خفګان د بېلتون په احساس بدلېږي او ښایي ستړیا له ځانه سره د شفقت احساس رامنځته کړي.
یاد روان پوه وړاندیز کوي چې د دغې ستونزې لا پراخېدو د مخنیوي په موخه کېږي خپل احساس ته له ۱-۵ نمبرې ورکړی تر څو په خپل وضعیت پوه شی او زیاتوي هر چا چې کومې برخې ته له دریو ډېرې نمبرې ورکړې هغه برخه یې اغېزمنه ده او باید ورته ډېر پام وکړي.
د کارپوهانو په وینا دماغ او عصبي رېښې پر بدن د فشار زیانمنونکي نښې پېژني نو ځکه اړینه ده چې د خپل بدن د فشار له نښو او کړو وړو سره بلد شو.
اوکین وايي له فشار سره مخ کس ښايي د وینې فشار او د سینې قفس ځينې ستونزې ولري ځکه د ده په ټکو "بدن داسې احساسوي چې تر فشار لاندې دی او تل د چمتووالي په حالت کې وي تر څو له کوم ګواښ سره مخ نه شي او د پېښېدو په صورت کې یې مقابله وکړی شي. دا چاره په خلکو کې ځينې عوارض لکه دردونه، ساه بندي یا سر درد هم رامنځته کولی شي.
نوموړی له خپلو مراجعینو سره د ساه بندی ستونزې پر حل کار کوي او وړاندیز کوي چې پلي تګ وکړی او یا داسې جملې او خبرې له ځان سره تکرار کړي چې فکر کوی دماغ مو اراموي.
په طبیعي فضا کې ډېر وخت تېر کړئ
د امریکا د چاپېریال ساتنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ دا مهال په ورځني ډول له هرو پنځو امریکایانو یو یې له ۱۵ دقیقو کم په ازاده فضا کې تېروي. خو د باندې په فضا کې وخت تېرول که ان د لږ وخت لپاره هم وي رواني روغتیا ته د پام وړ ګټه لري.
ډاکټر پلمبلي لارښوونه کوي چې "د تګ راتګ پر مهال پنځه دقیقې اضافه وخت په پام کې ونیسئ، د بېلګې په ډول که کله مو ماشومان ښوونځي ته بیای یا د کار ځای ته ځی نو موبایل مو یوې خوا ته کوم ځای کېږدئ او پنځه دقیقې اضافه وخت ازادې فضا ته ورکړئ.
دا شېبې تاسې ته د خپل ځان د بیا تنظیم موقع درکوي. دی وايي "زموږ عصبي سیستم په داسې پرمختللې بڼه جوړ شوی چې د طبیعت نښې د امن په توګه پېژني. خو دلته ستونزه دا ده چې دا چټکه حل لار نه ده خو د وخت په تېرېدو ستاسې رواني روغتیا ښه کوي."
ډاکټر پلمبلي وايي، "زموږ تاسې عصبي سیستم تل خپل کار کوي، ګواښونه څېړي خو د دفاعي پياوړتیا لپاره یې طبیعت ډېر رول لري دې ته په کتو ان یوې ارام بښونکي شي ته یوه شېبه کتل ښايي فشار یوه یا دوه درجې راټېټ کړي."
طبیعت کې ګرځېدل تاسې ته د دې موقع درکوي چې ځان له سره تنظیم کړئ او په اصطلاح چارج شی د دې ټولو پایله دا ده چې حس مو ښه کوي.
د ډېرو څېړنو پر بنسټ ویلی شو چې په طبیعت کې وخت تېرول او یوه شېبه ازادې فضا ته وتل فشار او سټرېس کموي.
ولې کله کله سندره ویل که بده هم وي ستاسې دماغ قوي کوي؟
د لندن په یو سي اېل پوهنتون کې د یوې څېړنې پایلې ښيې چې سندرې ویل نه یوازې ستاسې ظرفیت لوړوي بلکې کولی شي ستاسې عادتونه هم ښه کړي، دفاعي سیستم مو پیاوړی کړي، خرېدل مو کم کړي او د وینې فشار مو کابو کړي.
د یاد پوهنتون د اروا پوهنې استاد ډاکټر ډیزي فانکور بيبيسي ته ویلي په یو شمېر سندرغاړو د شویو څېړنو پایلې ښيې چې د سندرو له ویلو وروسته دوی کې د فشار هورمون (کورتیزول) کمېږي.
"موږ دا په یوه کیمیاوي طریقه چې سیتوکین نومېږي اندازه کړه، ډول ډول بدلونونه مو اندازه کړل او د دې کره کچه ځکه مهمه ده چې دا هر څه له رواني روغتیا سره تړلي دي."
څېړنو ثابته کړې چې که څوک ان څه نه شي اورېدلی او کاڼه وي خو سندرې ویل ورته طبیعي خوشحالي ورکوي. ډېرې سندرې ویل او ډلهییزې سندرې ویل نه یوازې تاسې له ټولنیزې انزوا باسي بلکې کولی شي ستاسې د اعصابو زېرمتون او شناخت سره هم مرسته وکړي.
د اعصابو د برخې څېړونکو دا کار له هغو پیسو سره ورته بللی چې موږ تاسې یې له عادي لګښتونو یوه اندازه زېرمه کوو او بیا د تنګلاسۍ په وخت کې چې سخته اړتیا ورته لرو په کار مو راشي.
هغه څېړنه چې په ۲۰۲۲م کال کې د نورولوژي په مجله کې خپره شوې ښيې، ځينې نور کارونه د بېلګې په ډول کومه ژبه زده کول یا ساز وهل د اعصابو دا زېرمې پیاوړې کوي او دا کار کولی شي چې د پېرۍ پر مهال د عقل د زوال مخه ونیسي.
بد خبرونه مه پلټئ
د تېرې یوې لسیزې ګڼو څېړنو دا جوته کړې چې که ټولنیزې رسنۍ له یوې خوا د ټولنیزو اړیکو د ټينګښت سبب کېږي چې ښه کار دی له بلې خوا کېدای شي د فشار سبب شي.
دا موضوع له ځانه سره د رواني روغتیا اړوند ځينې ګواښونه لېږدوي. د لېډز پوهنتون د ۲۰۲۲م کال په یوه څېړنه کې موندلې "له هغو کسانو سره چې دوی خبرې کړي له نیمايي ډېر یې د کورونا وبا له وخته مخکې اوس ډېر موبایل کاروي."
څېړنه وايي چې دې شمېرو ته په کتو باید وویل شي چې د بدو خبرونو دا مجازي سرچینه یوې خواته کېږدئ او پر ځای یې له خپلې کورنۍ، ملګرو او خپلوانو سره ډېر په اړیکه کې شئ.
د رواني ناروغیو ډاکټر رابرت والدینګر چې په خوشحالۍ تر ټولو د سترې او پراخې څېړنې مدیر دی وايي زموږ د څېړنو واضع پیغام دای دی "ښې اړیکې موږ خوشحاله او روغ ساتي او دا چې یوازیتوب مو وژني."
هغه وايي "یوازیتوب دومره خطرناکه دی لکه سېګریټ څکول او یا په الکولو روږدی کېدل."
د والدینګر دا خبرې له ۱۳ میلیونه ځلې ډېرې کتل شوې او دې کې هېڅ شک نشته هغه خلک چې له ټولنیزه اړخه ډېر وصل دي " په فزیکي ډول ډېر خوښ او روغ دي، دوی ډېر ژوند هم کوي."