د بخښنې نړیوال سازمان له ایراني چارواکو غوښتي چې افغان کډوال په زور و نه شړي

د بخښنې نړیوال سازمان د "بېړنی اقدام" په نوم لیک کې پرون (جولای ۳۰مه) له ایراني چارواکو غوښتي چې هلته د شته افغانانو د شړلو پروسه دې ژر ودروي. دغه سازمان د ایران کورنیو چارو وزیر او په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازي ته لیک استولی او دا غوښتنه یې ترې کړې ده.

په لیک کې راغلي، "په ۲۰۲۵ کال کې تر یو میلیون ډېر افغانان چې ځینې یې په ایران کې زېږېدلي او ځینې یې له څو لسیزو راهیسې هلته اوسېدل، په زور افغانستان ته شړل شوي دي. د ایران حکومت د افغان کډوالو پر ضد دا غیرقانوني کمپاین روان کړی چې اوس نور هم پراخ شوی دی."

لیک کې راغلي، له هغه وخته چې د ایران-اسرائیلو شخړې ډېرې شوې، یوازې د ۲۰۲۵ کال د جون له لومړۍ نېټې راهیسې تر نیم میلیون زیات افغانان له ایرانه ایستل شوي او زرګونه بې‌سرپرسته ماشومان هم په کې دي.

د لیک په قول، "په میلیونونو نور افغانان هم د شړلو له خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې باید له پامه ونه غورځول شي او له افغانستانه د شړلو پر ځای د کډوالو په توګه ومنل شي، ځکه طالبان په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د انسانیت ضد جنایتونه ترسره کوي."

د اقدام غوښتنه:

د بخښنې نړیوال سازمان د ایران کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ته لیکلي: "سخت اندېښمن یو چې د ۲۰۲۵ کال له پیله راهیسې د ایران حکومت تر یو میلیون ډېر افغانان، چې پکې بې‌سرپرسته ماشومان، کډوال، پناه‌غوښتونکي، په ایران کې زېږېدلي افغانان او هغه کسان شامل دي چې له ډېرو کلونو راهیسې هلته اوسېږي، له ایرانه مو په زور شړلي دي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار د معلوماتو له مخې، د افغان کډوالو د شړلو دا پروسه د جون له لومړۍ نېټې وروسته لا زیاته شوې او لا هم میلیونونه نور افغانان له ورته برخلیک سره مخ دي.

د لیک په ټکو، افغانستان اوس له سختو بشري او حقوقي بحرانونو سره مخ دی او هغه کسان چې شړل کېږي، د طالبانو لخوا له شکنجې، تعقیب او نورو خطرونو سره مخ دي.

لیک کې ادعا شوې، د دغه غیرقانوني اقدام له امله پر کورونو چاپې، نیونې، پلټنې او له خلکو شتمنۍ نیول کېږي. د افغانانو پر ضد سپکونکې خبرې زیاتې شوې چې په دې سره کرکه زیاتېږي، افغان ماشومان له زدکړو او روغتیايي اسانتیاوو بې‌برخې کېږي.

د لیک په ټکو، هغه کسان چې افغانستان ته شړل شوي ښځې، نجونې، هنرمندان، خبریالان او د بشري حقونو فعالان دي چې په وینا یې طالبان پرې ظلم کوي.

لیک وړاندې کاږي، د نړيوال قانون له مخې، هېڅوک باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته له رښتیني خطر سره مخ وي. افغان ښځې او نجونې که بېرته واستول شي، نو له زدکړو، بیان، عقېدې، کار، تګ راتګ، له شکنجې او سپکاوي نه د خوندیتوب حقونه به ترې واخیستل شي.

د تېر جون له لومړۍ ورځې د جولای تر ۱۰مې، لږ تر لږه ۵۴۶۰۰۰ افغانان له ایرانه شړل شوي دي. په دې کې ۵۰۰۰ بې‌سرپرسته او جلا شوي ماشومان هم شامل دي.

د بښنې نړیوال سازمان له لوري ایراني چارواکو ته په لیکل شوي لیک کې دا هم ویل شوي، له هغه وروسته چې د ایران-اسرائیل جګړه زیاته شوه، ایراني چارواکو خپل ناسم چلند لا پسې زیات کړ. هغوی افغانان "بې‌اصله" وګړي بولي، پر ضد یې کرکه خپروي او د ټولنیزو ناکامیو پړه پر افغانانو اچوي:

"یوه بله جدي ادعا دا هم ده چې چارواکو تر پنځو پورې افغانان د اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ په تور نیولي دي او دولتي رسنیو یې اعترافونه هم خپاره شوي، داسې اعترافونه چې ډیری یې په زور او وهلو وي."

ایمنستي انټرنېشنل همدارنګه د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو سرغړونو ځېنې بېلګې ثبت کړې دي: "بغیر له محاکمې وژنې، خپلسرې نیونې، شکنجه او بدچلن، جبري لادرکه کول او د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیزونه لګول." په کې شامل دي.

روانه اون‍ۍ د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وویل، د چنګاښ (سرطان) په میاشت کې شاوخوا ۹۵۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني بي‌بي‌سي ته وویل، له ایرانه یوازې د چنګاښ په میاشت کې تر ۹۱۸ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي چې ډېری یې کورنۍ دي.

هغه زیاته کړې، په همدې موده کې له پاکستانه تر ۲۴ زرو ډېر او له ترکیې نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

ایران د تېرې مې میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې بې اسنادو افغانان باید د جولای تر شپږمې له دې هېواده ووځي.

هره ورځ سلګونه کورنۍ په سخته ګرمۍ کې له ایران څخه افغانستان ته ستنېږي. د افغان کډوالو جبري ایستل او له هغوی سره د بد چلند او ځورونې ادعاوې له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.