د طالبانو حکومت په "سپټمبر مياشت کې د پوليو واکسين کمپاين ځنډولی"

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوالې ټولنې (ډبليو اېچ او) بي بي سي ته تائید کړې، چې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پرضد د ماشومانو د واکسینولو کمپاین د طالبانو حکومت له خوا په سپټمبر مياشت کې "ځنډول" شوی دی.
یادې ټولنې د پوليو واکسين کمپاين ځنډولو د دليل په اړه څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده چې د بل کمپاين د نېټې ټاکلو پر سر يې له طالب چارواکو سره خبرې اترې روانې دي.
د ختیځې مدیترانې د سیمې لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان د پولیو (ګوزڼ) د له منځه وړلو برخې مشر ډاکټر حمید جعفري ويلي، چې د پولیو له منځه وړلو نړیوال نوښت د افغانستان په یو شمېر برخو کې له کور په کور واکسین کمپاین څخه د محل په محل کمپاین په لور د پالیسۍ له بدلونه خبر شوی.
نوموړي زیاته کړې چې همکاران يې اوس په پالیسۍ کې د دغه بدلون د اغېز په ارزولو بحث کوي.
خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل بیا دا خبر نه رد کړی او نه يې منلی او د بي بي سي د پوښتنې په ځواب کې یې ليکلي چې "تر اوسه د واکسین د تطبیق د منع یا بندېدو اړوند رسمي څه نشته او نه هم د بندیز کومه ستونزه شته".
نوموړي زیاته کړې چې "د عامې روغتیا وزارت کوښښ کوي په غوره او مسلکي لارو سره د ساري ناروغیو مخنیوی وکړي او له ټولو هغه مشروع او تخنیکي نظریو سره مل د پولیو واکسین تطبیق کړي چې د ټولنې په کچه مؤثر او مثمر تمام شي".
خو ښاغلي امرخېل په دې اړه چې دا مشروع او تخنيکي نظریې څه دي نور جزئيات نه دي ورکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
نژدې دونۍ وړاندې بيبيسي موندلې وه چې د طالبانو حکومت په یو شمېر سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسین کور پر کور کمپاین بند کړی او دا بهیر به یوازې پر جوماتونو او یا ولسي ځایونو ور ټول وي.
یوه واکسیناتور بي بي سي ته هغه مهال بي بي سي ته ويلي وو، "د کمپاين په لومړۍ ورځ غرمه مهال موږ ته د مشرانو له خوا خبر راکړل شو چې کور به کور کمپاين بندی دی، زموږ د معلوماتو له مخې دا کار په سيمه کې د ملکانو او وکيلانو په غوښتنه شوی او ځايي چارواکي د ملکانو او قومي مشرانو خبره مني، ځکه نو کمپاين نیمګړی و او ډېر ماشومان له کمپاينه پاتې شول."
روغتیا پوهان وايي په مرکزونو او ولسي ځایونو کې د پولیو ضد واکسین بهیر ډېر اغېزمن نه دی او له امله یې ډېر ماشومان له واکسین بې برخې پاتې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې کندهار له دریو کلونو وروسته یو ځل بیا د پولیو د مثبتو پېښو شمېر لوړ شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې سږ د ګوزڼ د مثبتو پیښو شمېر ۱۸ ته لوړ شوی، چې لویه برخه یې په سويلي حوزه کې ده.
له دغو اتلسو ۱۱ مثبتې پېښې په کندهار کې ثبت شوې، چي په تېرو دریو کلونو کې د ګوزڼ یوه پېښه هم په کې نه وه ثبت شوې. څلور نورې په هلمند او یوه اروزګان کې ثبت شوې.
د طالبانو حکومت له څوکلن بندیز وروسته د روان کال جولای میاشت کې د کندهار په ګډون سویلي ولایتونو کې کور پر کور د ګوزڼ ضد واکسیناسیون کمپاین د ترسره کېدو اجازه ورکړه.
خو سیمه کې باوري سرچینو بيبيسي ته ویلي د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو د تېرې اګست میاشتې پر ۱۰ نېټه، د ګوزڼ ضد کمپاین د پیل پر ورځ واکسیناتورانو ته ویلي وو چې کور پر کور له ګرځېدو ډډه وکړي او هغوی ته يې ویلي وو چې دغه کمپاین د پخوا په څېر په جوماتونو یا عامه ځایونو کې وکړي.
پر افغانستان سربېره له ډېورنډ کرښې هاخوا د پاکستان په بلوچستان کې هم روغتیاپالان د پولیو وېروس د خپرېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي دغه هېواد کې سږ کال د ګوزڼ له ۱۶ مثبتو ثبتو شویو پيښو ۱۲ په دغه ایالت کې دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه یوازيني هېوادونه ده چې د دغې وژونکې او فلجوونکې ناروغۍ ریښې لا پکې وچې شوې نه دي.











