تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'داعش'، طالبان او د امریکا وسلې: ایا افغانستان پاکستان او امریکا بیا سره نژدې کولی شي؟
- Author, عماد خالق
- دنده, بي بي سي - اسلام اباد
که د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې له تاریخي نظره وکتل شي، نو افغانستان پکې مرکزي رول لرلی دی. د جنرال ضیاء الحق د حکومت پرمهال د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې افغانستان کې د جهاد په نامه جګړه وه، یا د جنرل مشرف د واکمنۍ پر مهال، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د القاعده او طالبانو پر وړاندې مرسته ورکول، د پاکستان او امریکا ترمنځ پر اړیکو د افغانستان پېښو اغېزه کړې ده.
له همدې تاریخ سره تړلی یو بل په زړه پورې حقیقت دا دی چې د ۸۰مو کلونو د امریکا ولسمشر ریګن او ۲۰۰۰ کال کې ولسمشر جورج بوش دواړه د امریکا د جمهوريپال ګوند غړي وو او د دوی د واک پر مهال د ماهرینو په وینا، د پاکستان پوځ او د امریکا د امنیتي ادارو ترمنځ اړیکې ډېرې نژدې وې.
په بل اړخ کې، د جنرل ضیاء او جنرال مشرف دواړو پر وړاندې دا نیوکه کېده چې دوی د غیر ډیموکراټیکو حکومتونو له لارې واک ته رسېدلي، خو د دوی لپاره امریکايي ملاتړ او مرستې د ستراتیژیکو اړتیاوو پر اساس موجودې وې.
اوس داسې ښکاري چې تاریخ یو ځل بیا تکرارېږي.
نن، بیا په امریکا کې د جمهوريپال ګوند ولسمشر ټرمپ واکمن دی او په پاکستان کې یو کمزوری ډیموکراټیک حکومت رامنځته شوی دی چې د پوځ ملاتړ لري.
ځکه چې د دې وخت ډیموکراټیک حکومت له کمزوري اقتصاد سره مخامخ دی او په دې وخت کې د هېواد پوځ ته هم د سیاسي او اقتصادي چارو په اړه د ټکنيتوب له لارې نیوکې ډېرې شوې دي، بیا د امریکا ولسمشر ټرمپ لخوا د پاکستان د ستاینې یادونه، حکومت او پوځ ته د یوې نرمې هوا د څپو په څېر ښکاري.
د امریکا ولسمشر ټرمپ کانګرېس ته په خپله لومړنۍ وینا کې په ۲۰۲۱ کال په کابل هوایي ډګر کې د امریکايي سرتېرو پر وړاندې د ځانمرګي برید د طراح نیولو کې د پاکستان د مرستې مننه وکړه.
د دفاع وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته وویل چې شریف الله نژدې لس ورځې مخکې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی او د امریکا د استخباراتي ادارې سی آی اې په ګډو عملیاتو کې نیول شوی و.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶ نېټه د کابل هوایي ډګر دروازه کې، چې د جنوبي دروازې په نوم هم یادېږي، دوه ځانمرګي بریدونه وشول. په داسې حال کې چې زرګونه افغانان له هېواده د وتلو لپاره هوايي ډګر او دروازو ته یې راغونډ شوي وو.
په دې برید کې شاوخوا ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول. د دې برید مسؤلیت د (اسلامي دولت) نومې "داعش" ډلې منلی و.
د دې موضوع اهمیت له دې حقیقت سره ډاګیزه کېږي چې یوازې د ولسمشر ټرمپ بیانیه نه، بلکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټیمي بروس هم د ۲۰۲۱ کال د کابل هوایي ډګر برید د اصلي مسؤل شریف الله نیولو کې د پاکستان د همکارۍ مننه وکړه. هغې وویل: "د پاکستان او زموږ ترمنځ د ترهګرۍ ضد جګړه کې ګډې ګټې شته او د شریف الله نیول دا ښيي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د امریکا او پاکستان همکاري خورا مهمه ده."
د ټرمپ له مننې وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوه ځوابیه اعلامیه خپره کړه. هغه په خپلو ټویټونو کې وویل: "موږ له امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپه د پاکستان د کردار او ملاتړ ستاینه کوو او موږ به د سیمې د امن او ثبات لپاره له امریکا سره نژدې همکارۍ ته دوام ورکړو."
د نړیوالو چارو او امنیتي کارپوهانو په اند، دا پرمختګ د پاکستاني پوځ او د امریکا حکومت ترمنځ د اړیکو بیا پیاوړي کول ښیي او د پاکستان او امریکا ګډ عملیات د باور فضا د بیا را ژوندۍ کولو هڅه ګڼل کېږي.
د دې پرمختګ په وروستیو کې، د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو په اړه ډېرې پوښتنې راپورته شوې دي. کله چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو د یوې شرمناکې پروسې یادونه کوي او د هغو وسلو د بېرته ترلاسه کولو او په سیمه کې د نورو سختدریځو پېښو د مخنیوي په اړه خبرې کوي، ایا پاکستان له دې موکې ګټه پورته کولی شي؟
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یوه راپور کې وویل، د امریکا او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ ضد همکاري تل پیاوړې شوې او دا یو دوامداره بهیر دی. ویاند زیاته کړه چې په دې اړه یو ځانګړی پېښه پر دې اړیکو اغېزه نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: "موږ د امریکا د دې وړاندیز ملاتړ کوو چې د هغو وسلو بېرته راستنېدل د افغانستان او امریکا کورنۍ مسله ده، خو زموږ اندېښنه دا ده چې دا وسلې په پاکستان کې د ترهګرو لخوا د خپلو بریدونو لپاره کارول شوي."
د یادولو ده چې په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي. د ۲۰۲۵ ګلوبل ترهګرۍ انډیکس د پاکستان په اړه ویلي چې دا هېواد د نړۍ په ۱۶۳ هېوادونو کې دویم ځای لري او په دې راپور کې ویل شوي چې د ترهګرۍ پېښې په ۲۰۲۴ کې له ۵۱۷ څخه تر ۱۰۹۹ پورې رسېدلې دي.
په دې شرایطو کې، کله چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابې دي او پاکستان د طالبانو له حکومته غواړي چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګرۍ د فعالیتونو لپاره ونه کارول شي، ایا د امریکا نوي ترهګرۍ ضد سیاستونه، په تېره داعش له ډېر خطر سره د امریکایي وسلو بېرته ورستنول دا دوه هېوادونه یو ځل بیا سره نژدې کولی شي؟
داعش، طالبان او امریکایي وسلې: ایا افغانستان، پاکستان او امریکا بیا نژدې کېدای شي؟
د نیو لاینز فکري مرکز مشر ډایریکټر کامران بخاري د دې موضوع په اړه له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې دا ځانګړې استخباراتي همکاري لا تراوسه له ډېرو جزییاتو سره نه ده څرګنده چې ایا دا یوازې پر یوې نیونې پورې محدوده ده او که په نورو مسایلو کې هم د امریکا او پاکستان استخباراتي ادارو ترمنځ همکاري پراخه شوې ده.
هغه وویل د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو بیا پیل ته ځینې اړخونه شته، لکه څنګه چې د امریکا لپاره د ترهګرۍ ضد مبارزه په اوس وخت کې د مخکې په څېر مهمه نه ده. پخوانۍ وېره دا وه چې طالبان به واک ته ورسېږي، خو کله چې ۲۰۲۱ کې امریکا پرېکړه وکړه خپل زیانونه او لګښتونه کم کړي او طالبان به له واکه نه لېرې کړل شي، نو د ترهګرۍ ضد مبارزې اهمیت کم شو.
"هغه وخت تېر شو چې د دفاعي همکارۍ په نوم له امریکا پیسې راتلې"
کامران بخاري وايي اوس مهال په نړیواله کچه د امریکا اداره یوه نوې فلسفه رامنځته کوي چې په هغې کې د امریکا شتون په مختلفو سیمو کې کمېږي او د مهمو دلچسپیو له لارې مسالو ته ګوري.
هغه وویل که پاکستان تمه لري چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه به له امریکا سره اړیکې د پخواني ضیاء او مشرف دورو په څېر بیا ټینګې شي، نو دا تمه نه ده واقعیت دی. هغه وخت تېر شو چې امریکا په دفاعي همکارۍ کې پیسې ورکولې.
خو هغه وايي چې که پاکستان په دې نوې فلسفه کې ځان شامل کړي او دې ته وده ورکړي، نو بیا به ممکنه وي. خو په دې اړه دا له وخت ډېر وړاندې دی چې څه وویل شي.
کامران بخاري وایي که څه هم د امریکا لپاره د افغانستان کې د سختدریځو ډلو د زیاتېدو او د امریکایي وسلو د شتون له نظره پاکستان او امریکا ترمنځ نژدې اړیکې ممکنې ښکاري، خو د دې عملي پیېلتیاوې هم شته. هغه وايي که امریکا فکر کوي چې له افغانستانه له وتلو وروسته پاتې وسلې او پوځي تجهیزات بېرته ترلاسه کړي، نو هغه پوهېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د طالبانو حکومت ترمنځ اړیکي ترینګلي دي او پاکستان نور د طالبانو پر وړاندې هغه اغېز نه لري.
کامران بخاري وایي امریکا په داعش خراسان کې مداخله نه غواړي او دا په امریکا کې د لومړیتوبونو له نظره د پام وړ نه دی. خو هغه وویل که د ټرمپ حکومت د خپلو لنډ مهالې اهدافو لپاره د څه ترلاسه کولو پالیسي تعقیبوي، ممکنه ده چې پاکستان له امریکا سره په ځینو برخو کې مرسته وکړي او په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نوي فرصتونه ومومي، خو دا به یوه اوږده پروسه وي.
کامران بخاري زیاتوي په پاکستان کې یو عام نظر دا دی که له امریکا کومه خبره راشي، نو پاکستان خپله ټوله توجه هغې ته اړوي. هغه وايي که پاکستان غواړي له امریکا سره اوږدمهاله اړیکې جوړې کړي، باید د ماضي له نظریې څخه ووځي او د ټرمپ د "څه واخله او څه ورکړه" پالیسي ته ځان سم کړي. پاکستان باید د چین او امریکا ترمنځ اړیکو او یا په اوکرایین کې د سولې په خبرو کې د خپل ممکنه رول په اړه فکر وکړي.
"پیاوړې کېدونکې سخت دریځې ډلې د پاکستان او امریکا د همکارۍ بنسټ کېدای شي"
په افغانستان کې د سخت دریځۍ او د داعش د کړنو په اړه کارپوه متخصص ډاکټر خرّم اقبال وایي څومره چې افغانستان کې سخت دریځې ډلې پیاوړي کېږي، د امریکا او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله همکاري ته بنسټ برابروي.
ده وویل چې د امریکا د وتلو پر وخت هلته پاتې امریکایي وسلې هم مهمې دي، نه یوازې دا چې د افغان طالبانو لاس ته لوېدلې، بلکې په تور بازار کې پلورل شوې او د سخت دریځو ډلو لاس ته هم رسېدلې دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي هغه غواړي په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې بېرته ترلاسه کړي.
ډاکټر خرّم وایي په سیمه کې له "داعش سره سره د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) شهرت زیات شوی دی او اوس داسې ښکاري چې هغوی هم خپله تګلاره بدله کړې ده او په دې حالت کې داسې ښکاري چې د ترهګرۍ ضد په اړه د پاکستان او امریکا همکاري نژدې کېږي."
هغه وایي: "که داعش ونه درول شي، نو د سیمې امنیت لپاره دا یوه مهمه پرېکړه کېدی شي او کله چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، دا ګومان کېده چې هغوی به د داعش خلاف اغېزناک ګامونه واخلي، خو په تېرو دوو کلونو کې داسې لیدل شوي چې د طالبانو حکومت یا خو په افغانستان کې فعالو نړیوالو سخت دریځو سازمانونو خلاف د اغېزناکو ګامونو اخیستو جوګه نه دي، یا هم دا نه غواړي."
هغه وویل: "اوس چې افغانستان بیا د سخت دریځو ډلو پناه ځای ګرځي، دا ښکاره ده چې امریکا او پاکستان به د ترهګرۍ ضد په چارو کې یو بل ته نژدې شي."
هغه زیاته کړه چې د ترهګرۍ ضد مبارزه د وخت په تېرېدو د امریکا په لومړیتوبونو کې کمه شوې وه، خو اوس یو ځل بیا پاکستان په دې کې مهم رول لوبولی شي.
ډاکټر خرّم وایي: "لکه څنګ چې سخت دریځي زیاتېږي، بلکې داعش په سیمه کې خپل ځواک پیاوړی کوي، نو امریکا هم داسې انګېري چې د ترهګرۍ ضد مبارزه باید یو ځل بیا خپلو نړیوالو لومړیتوبونو کې شامله کړي او په دې توګه پاکستان په دې وضعیت کې د ځان اهمیت ساتلی شي."
''پاکستان باید خپل کورنی سیاسي او اقتصادي وضعیت سم کړي''
په واشنګټن ډي سي کې د سوېلي اسیا مرکز رئیس شجاع نواز د بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې پاکستان تل له امریکا سره د افغانستان په ترهګرۍ ضد مبارزه او څارنه کې همکاري کړې ده.
هغه وویل: "د ټرمپ د ادارې لخوا له افغانستانه د وسلو او نظامي توکو د بېرته اخیستلو له غوښتنې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځواکونو همکاري امکان لري. خو دا لا روښانه نه ده چې ایا امریکایي مشران پاکستان د چین له کيمپ نه بهر ګوري، ځکه چې د بایډن اداره پاکستان په دې نظر کې نیولې وه. او اوس مهال داسې ښکاري چې هېڅ بدلون نه دی راغلی."
هغه زیاته کړه: "خو ولسمشر ټرمپ د 'یو څه واخله او یو څه ورکړه' تګلارې ته زیاتره تمایل لري او ښایي دواړو هېوادونو کې کوچنۍ موافقې وشي."
شجاع نواز وویل: "پاکستان اوس مهال له داخلي مالي او سیاسي ستونزو سره مخ دی او که غواړي دا موقعیت تر لاسه کړي او په سیمه او نړیواله کچه مهم رول ولوبوي، نو باید له دې وړاندې خپل داخلي اقتصادي او سیاسي وضعیت سم کړي."
''پاکستان هېڅکله بېاهمیته نه و، خو امریکا چې څه وايي هغسې کوو''
د دفاعي چارو ماهر او پاکستان کې د دفاع مخکینی سکرتر متقاعد ډګر جنرال نعیم خالد لودي وايي، ''په استخباراتي چارو کې چې یو څه برالا وینو، ښايي د پردې تر شا داسې څه نه وي، د پردې تر شا ډېر څه روان وي، چې د دې څرګندونو په زوږ کې یې باید په ذهن کې وساتو.''
دی زیاتوي، ''تر کومه ځایه چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش خبره ده، دا د پاکستان، امریکا او طالبانو هم دښمنه ډله ده. اوس چې دا ډله په سیمه کې خپله شبکه پراخوي، امریکا به په سیمه کې پاکستان ته اړتیا ولري.''
د ده په خبره ''کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، داسې فکر کېده، چې پاکستان نور د امریکا لپاره مهم نه دی، خو دې ته ډېر پام و نه شو،چې له چین، ایران او هند سره د پولو له درلودو سره څنګه پاکستان د امریکا لپاره غیر مهم کېدای شي؟ پاکستان نه خو د امریکا لپاره غیر مهم و، نه دی او نه به هم په راتلونکي کې کله داسې وشي.''
د نوموړي په اند پاکستان اوس له سیاسي او اقتصادي پلوه دومره کمزوری دی، چې امریکا هر څه ورته ووايي، ورسره مني یې. ښاغلی لودي زیاتوي: ''امریکا دا ځل غواړي د افغانستان په بګرام هوايي ډګر کې بیا خپلې پوځي اډې جوړولو لپاره لار هواره کړي او له افغانستانه د پاتې تجهیزاتو ایستلو او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو موضوع په تړاو د ټرمپ څرګندونو ته باید په همدې تناظر کې وکتل شي.''
د پاکستان دا پخواني پوځي جنرال د پاکستاني پوځي چارواکو او امریکا تر منځ د همکارۍ په تړاو یوې پوښتنې ته ځواب کې وايي، ''په دې کې هېڅ شک او شبه نه شته، چې د پاکستان استخباراتي ادارې او امریکا د شریک فعالیت له کبله د پاکستان پوځي مشرتابه سیاسي ګټه کړې او ښايي اقتصادي ګټه یې هم کړې وي، چې تفصیل یې ښايي په راتلونکي کې معلوم شي.''
د ده له انده د پاکستان سیاسي او پوځي مشران به د پاکستان ګټې ته لومړیتوب ورکړي او درېیم، څلورم ځل به د امریکا له لوري کېندل شوې کندې ته نه غورځېږي.
د ټرمپ د راکړې، ورکړې او لا نور فعالیت احتمالي غوښتنه
دا چې امریکا به د راکړې ورکړې په لړۍ کې بیا پاکستان اړباسي چې د دوی لپاره نور څه هم وکړي، په هکله یې کامران بخاري وايي، مخکې پر طالبانو د فشار په لړ کې دا خبره کېده، خو اوس چې طالبان واکمن دي، دا خبره ختمه شوې ده. د ده په خبره: ''خو د چین په موضوع کې پاکستان داسې همکارۍ نه ده کړې، چې د امریکا لپاره اندېښنه راپیدا کړي. پاکستان له چین سره داسې هېڅ معامله نه کوي، چې د امریکا ګټو ته د زیان خطر رامنځته کړي.''
دی وايي، ''د چین او پاکستان ترمنځ د سي پیک پروژه هم نیمه-نیمګړې ده، بلکې د چین پانګونه پکې ایساره پاتې ده، د پاکستان ستونزې دومره دي، چې چین هم تر یوه بریده پورې ورسره مرسته کولی شي.''
ډاکتر خرم اقبال بیا وايي، له ترهګرۍ سره د پاکستان او امریکا په ګډه ۱۵ کلنه جګړه کې د ډومور موده خورا کمه وه. دی وايي: ''د ولسمشر اوباما د واکمنۍ په موده کې د (ډومور) خبره ځکه ډېره برالا شوه، چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د دیموکراتانو او پاکستان ترمنځ اختلاف رامنځته شو، خو اوس د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا لومړیتوبونه د پخوا په څېر نه دي او دا یې له نړیوالو لومړیتوبونو دی، ځکه نو داسې محسوسېږي، چې پر پاکستان به د پخوا په څېر فشار نه وي.''