تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه د طالبانو حکومت د "جعلي او بې کېفییته موبایلونو" مخه نیسي؟
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت وايي چې دغه هېواد ته د "جعلي او بې کېفییته" ګرځنده ټلیفونونو د واردولو د مخنیوي په موخه یې د موبایلونو واردوونکي شرکتونه مکلف کړي چې خپل "موبایل سيټونه" خرڅلاو ته تر وړاندې کولو مخکې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا ادارې سره ثبت کړي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ګرځنده ټلیفونونو واردوونکي شرکتونه اړ دي چې د هر موبایل د (ایایمايای) شمېره د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې یا اترا سره راجستر، "د موبایلونو د تورید جوازلیک ترلاسه" او خپل فعالیت "قانوني" کړي.
د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي بيبيسي پښتو ته د (ایايمايای) ثبتولو سيسټم په اړه وویل چې له دې سره به افغانستان ته د "جعلي او بې کېفییته" موبایلونو د وارېدېدو او د ګرځنده ټلیفونونو د غلا یا ورکېدو مخه ونیول شي.
ښاغلی الکوزی زیاتوي، "په افغانستان کې دا ستونزه وه چې که د یو چا موبایل به ورک شو نو هغه به ثبت او راجستر نه و نو د هغه ځای معلومول سخت وو. دا پېښې به له دې سره کمې شي. بله دا چې موږ ته به معلومه شي چې په افغانستان کې څومره خلک موبایل کاروي، څومره موبایلونه وارد شوي او کېفییت یې څه وړ دی؟ نو له دې سره به یې د کېفییت موضوع حلولو کې مرسته وشي."
دی وايي چې تر دې مخکې افغانستان ته په ازاد ډول موبایلونه وارېدېدل چې باید تر دې وروسته پام پرې وشي.
د یادولو ده چې (ایايمايای) هغه ځانګړې ۱۵ عدده شمېره ده چې نږدې هر موبایل یې لري او د همدې شمېرې پر مټ د ګرځنده ټلیفون ځایځایګی معلومېدی او څارل کېدای شي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې وار د مخه دغه کار یو معمول دی.
د طالبانو د مخابراتو وزارت همدا راز د ګرځنده ټلیفونونو واردوونکو شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې که څوک یادې سپارښتنې له پامه وغورځوي نو له "قانوني چلند" سره به مخامخ شي.
داسې برېښي چې د موبایلونو د (ایايمايای) شمېرې په ثبتولو سره به که یو خوا د طالبانو حکومت په خبره، د "جعلي او بې کېفیته" موبایلونو د واردېدو مخه ونیول شي نو تر څنګ به یې پر موبایل کاروونکو څار هم ورسره ډېر او اسانه شي.
د ناثبت شویو سیمکارتونو ستونزه
د یادولو ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت تر دې مخکې په بازارونو کې د غیر راجستر سیمکارتونو د خرڅلاو مخه هم نیولې ده.
پخوا به د بېلابېلو مخابراتي شبکو سیمکارتونه د پلازمېنې کابل په ګډون د سړک پر سر په ډېره کمه بیه په داسې حال کې پلورل کېدل چې له اخیستونکي به یې تذکره او عکسونه هم نه غوښتل. هغه څه چې د سيمکارت پېرودلو پر مهال اوس اړین دي.
تر ډېره فکر دا و چې په همدې ډول له ترلاسه شویو سیمکارتونو په بېلابېلو جرمونو، غلا غدیو او انسان تښتوونو کې کار اخیستل کېده ځکه چې د څښتن درک به یې په اسانه نه لګېده.
خو د طالبانو حکومت اوس د سیمکارتونو د ترلاسه کولو لپاره د پېژندپاڼې یا تذکرې شتون حتمي کړی، په عامه ځایونو کې یې د خرڅلاو اجازه نه شته او یوازې ځانګړي شرکتونه یې د خرڅون قانوني جواز او حق لري.
اترا اداره وايي، چې د ۲۶ میلیونه فعالو سیمکارتونو له ډلې یې ۱۸ میلیونه په قانوني ډول او په برېښنايي تذکرې ثبت کړي دي. دې ادارې له مخابراتي شرکتونو غوښتي چې د پېرودونکو ټول سيمکارتونه راجستر کړي.