له ذاکر نایک نه د پښتنې نجلۍ؛ "زما پوښتنه ناسمه تعبیر شوې"

د عکس سرچینه، @drzakiranaik
له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستان ته د دیني عالم ډاکټر ذاکر نایک سفر، په بېلابېلو مراسمو کې د هغه ویناوې او نور اړوند مسایل د پاکستان او هند په ګډون د یو شمېر هېوادونو ټولنیزو رسنیو کې د بحث موضوع ده.
په ټولنیزو رسنیو کې چې یوه برخه یې پاکستان ته د هغه د ورتګ او په ځینو مسألو کې د هغه د دریځ ملاتړ کوي، په ځینو برخو کې یې پاکستان ته د هغه د سفر په تړاو نوې لانجې هم راپورته کړې دي.
یوه بېلګه یې په کراچۍ کې له یوې مېرمنې سره پوښتنې او ځواب و. هغې بي بي سي اردو ته ویلي، له ذاکر نایک څخه یې پوښتنه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه شریکه شوې.
د هغې پوښتنه او ويډيو د ذاکر نايک له ټولنيزو رسنيو هم شريکه شوې وه. دا ښځه وايي، "نه یې غوښتل د کوم اختلاف برخه شي، یوازې لارښونه یې غوښته، خو احساسوي، چې ښايي د هغې پر پوښتنه په سمه توګه نه و پوه شوی."
د يادونې ده چې په خټه هندي مبلغ ذاکر نايک او د هغه زوی شيخ فاروق نايک د پاکستان د حکومت په بلنه پاکستان ته تللي دي. نوموړی د کراچۍ په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې لکچرونه ورکوي.
تر دې وړاندې ذاکر نایک په اسلام اباد کې د یتیمو نجونو په یوه غونډه کې له دریځ (سټېجه) وتلی و. د هغه دغې کړنې هم، په ټولنیزو رسنیو کې پوښتنې راولاړې کړې وې او خلکو یې په اړه غبرګونونه ښوولي وو، خو وروسته یې په اړه ډاکټر ذاکر نایک وویل له سټیجه ځکه ولاړ، چې "په اسلام کې تاسو بالغو او نابالغو نجونو ته لاس نه شئ ورکولای."
له ذاکر نایک څخه د پلوشې پوښتنې څه وې؟

د عکس سرچینه، @drzakiranaik
په ټولنیزو رسنیو کې د ذاکر نایک د شریکې شوې ویډیو سرلیک و: "د پاکستان ټولنې په اړه له ډاکټر ذاکر نایک څخه د پښتنې نجلۍ لانجمنه پوښتنه."
په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د کراچۍ په ګورنر هاوس (د والي دفتر) کې د غونډې پر مهال پلوشه نومې نجلۍ د خپلې سیمې نوم یادوي او دا هم وايي چې د هغې اردو ژبه دومره ښه نه ده.
پلوشه ذاکر نایک ته وايي، "زه چې له کوم ځای سره تړاو لرم، یوه بشپړه اسلامي مذهبي ټولنه ده، چې ښځې له اړتیا پرته کوره نه وځي."
هغې ویلي، "که څه هم ټولنه یې په بشپړه توګه اسلامي ده، خو بيا هم ماشومان له جنسي تېري سره مخ کېږي، چې له امله يې ټولنې ته زیان اوړي."
د دې پوښتنې په ځواب کې ذاکر نایک د پلوشې پوښتنه تکراروي او په خندا وايي، "له هغې ټولنې چې هغه (پلوشه) له هغه ځایه راغلې، ښځې له اړتیا پرته له کوره نه وځي. زه هم له اړتیا پرته له کوره بهر نه ځم او سړی باید بې ضرورته له کوره بهر نه وځي."
ذاکر نایک بیا ورته وايي، "ستاسو په پوښتنه کې تضاد دی. تاسې وایئ چې ټولنه اسلامي ده او بیا وایې هلته جنسي ځورونې کېږي."
د ذاکر نایک له تبصرې وروسته، کله چې مېرمنې د خپلې پوښتنې د تشریح کولو هڅه وکړه، ذاکر نایک یې په خبرو کې مداخله وکړه او په تونده ژبه یې ورته وویل: "تاسې یوه پوښتنه وکړه، اوس نو لږ چپ شئ؟" تاسو خپله پوښتنه پای ته ورسوله؟ ایا غواړې زما ځواب واورې؟"
دغه نجلۍ ذاکر نایک ته وايي ښايي زما د پوښتنې کولو بڼه غلطه وي، خو ذاکر نایک ورته وايي، "ستا د پوښتنې بڼه غلطه نه ده، ستا پوښتنه غلطه ده او ته غلطه یې، تاسې پر خپلې ټولنې تور لګوې، لومړی وايې چې ټولنه مو اسلامي ده، بیا وایې له ماشومانو سره تېری پکې کېږي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
له هغه وخته چې پر ټولنیزو رسنیو د ذاکر نایک دغه ویډیو خپره شوې، خلکو یې په اړه بېلابېل نظرونه درلودل.
په یوټیوب کې یو کاروونکي لیکلي، "د نجلۍ پوښتنه ناسمه نه وه. یو ناسم پوهاوی شوی دی." په داسې حال کې چې یو بل کارونکي ویلي "ډاکټر نایک د پاکستان په ټولنه نه پوهېږي. هغې (نجلۍ) سمه خبره کوله."
خپله پلوشه وايي، د ویډیو تر خپرېدو وروسته خلک هغې ته بېلابېلې خبرې کوي.
هغه وايي، "څوک ما ته لېبراله وايي، څوک وايي چې د خپلې سیمې او قوم نوم مې بد کړی، خو دا ټول غلط دي."
نوموړې زیاتوي، له ډېر وخته یې د ذاکر نایک لکچرونه اورېدل او غوښتل یې ترې وپوښتي چې ولې عالمان په دې مسله پټه خوله دي؟

د عکس سرچینه، National Assembly of Pakistan
ذاکر نایک د پاکستان حکومت په رسمي بلنه تېره اوونۍ دغه هېواد ته ولاړ.
کله چې ذاکر نایک تېره دوشنبې پاکستان ته ورسېد، لوړپوړو چارواکو یې هرکلی وکړ.
ډاکټر ذاکر نایک پاکستان ته تر رسېدو وروسته پر خپله اېکس (پخواني ټوېټر) د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره خپل انځور خپور کړ.
هغه د پاکستان د ملي اسمبلۍ له مشر سردار ایاز صادق سره هم وکتل او "مسلمانانو ته په ورپېښو ننګونو، بین المذهبي همغږۍ او نورو مهمو مسلو یې خبرې وکړې."
ذاکر نایک په هند کې د پیسو مینځلو او پارونکو ویناوو په قضیه کې تورن دی. نوموړی دا مهال په مالیزیا کې اوسېږي او د هند حکومت د هغه د ورسپارلو هڅې کوي.
د پیس (سولې) تلوېزیون چې د ذاکر نایک ویناوې خپروي، د هند، بریتانیا او بنګله دېش په ګډون یو شمېر هېوادونو پرې بندیز لګولی دی.
ذاکر نایک خپله د پیس تلویزیون خاوند هم دی.











