تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چمن پرلت؛ د نوي کال پر ورځ کاربنديز و
- Author, افتخار خان
- دنده, بي بي سي
په چمن کې له نژدې دوه نيمو مياشتو راهیسې پرلت کوونکو د تېر کال وروستۍ او د نوي کال لومړۍ ورځ د "تورې ورځې" په توګه لمانځلې ده او په چمن ښارګوټي کې ټوليز کاربنديز هم ترسره شوی دی.
د پرلت ګډونوال وايي د نوي کال په راتلو سره په ټوله نړۍ کې خوښۍ لمانځل کېږي خو دوی په داسې حال کې چې د روزۍ يوازينۍ سرچينه ترې تروړل شوې څرنګه خوشحالي وکړي.
د نوي کال په شپه د پرلت په ځاي کې مظاهره چيان د نور شپو پرتله تر ناوخته پورې ناست وو، د کال د وروستۍ ورځې وروستۍ لس دقيقې يې چوپتيا اختيار کړې وه او دولس بجې کېدو او نېټې بدلېدو سره يي سپين بيرغونه پورته کړل او په پوله د ويزې لازمي کولو پر ضد يې نارې وهلې.
د پرلت وياند صادق اڅکزي په وينا دوي د چمن د سوداګرو له ټولنې غوښتي وو چې له دوي سره د يووالی ښودلو لپاره دوه ورځې د صنعتي مرکزونو او پلورنځيو په ګډون هر ډول سوداګريزې هلې ځلې بندې کړې.
د ده په وينا د پرلت ۷۵ ورځې وشوې او په دې موده کې يې حکومت د خورولو لپاره بېلا بېلې تګلارې خپلې کړې او ان دا چې د "اېف سي لخوا پرې ډزې هم شوې" دي خو دوی وايي تر هغه به له خپل دريځه نه په شا کېږي چې غوښتنې يې نه وي پوره شوې.
بي بي سي ته په خبرو کې صادق اڅکزي وويل، "دوي نه خو مېټرو غواړي، نه موټروې او نه بله داسې څه پروژه، بس يوازې دا غواړي چې د روزۍ روانه سرچينه دې ورته فعاله شي".
دغه پرلت له تېرو دوه نيمو مياشتو راهیسې دوام لري او دې لړ کې وخت ناوخت د بېلابېل پښتون پاله سياسي او مذهبي ګوندونو مشران هم دوي ته ورځي او يووالی ورسره ښيي.
دغه پرلت وهوونکي وايي په پوله د ويزې درلودل لازمي کولو سره د زرګونو خلکو کاروبارونه تړل کېږي څوک چې هره ورځ پر دغه پوله سپين بولدک ته اوړي او ويش بازار کې سوداګري کوي.
د دوي په وينا دا شرط لازمي کولو سره کورنۍ هم يو بل نه بېلېږي ځکه چې نيمې د کرښې يوه اړخ ته دي او نيمي بل اړخ ته.
بلخوا حکومت څو ځله دا ټينګار کړی چې په پوله د ويزې او پاسپورټ پرته راتګ راتګ يې د امنيت د ټينګښت لپاره بند کړی دی او دې لړ کې په هېڅ صورت کې هم د پرلت کوونکو غوښتنې نشي منلی.
د دغه پرلت او له ويزې پرته د تګ راتګ بنديز له کبله په زرګونه خلک د تېرو دوه نيمو مياشتو راهیسې له بې روزګارۍ سره مخ دي.