تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چمن کې د پښتنو له دوه میاشتني پرلت سره هممهاله بلوڅانو د اسلام اباد په لور لاریون پیل کړی
ګڼ شمېر بلوڅانو د هغو تګلارو خلاف چې دوی یې خپله "نسل وژنه" بولي، د اسلام اباد پر لور لوی لاریون پیل کړی او تور پورې کوي چې ځینو ځایونو کې د د امنیتي ځواکونو له" بد چلند" سره مخ دي.
دا لاریون چې په منځ کې یې زرګونه ښځې او سړي ښکاري،د بلوچستان له کېچ سیمې د ډي جې خان او ډېره اسماعیل خان له لارې مخ پر وړاندې روان دی.
له یاد اعتراضیه لاریون سره په لاره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مشران او خواخوږي هم یو ځای شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی علي وزیر، چې څو ځلې د پاکستاني پولیسو له زندانه ازاد شوی، هم د دغې لاریون یوه برخه وال و.
هغه په خپلو ټولنیزو رسنیو لیکلي، د پښتون ژرغونې غورځنګ د مشر منظور پښتین مور او پلار هم په دې لاریون کې برخه اخیستي ده.
خپله منظور پښتین دا مهال په زندان کې دی.
بلوڅ لاریون تنظیمونکو په یوه خبر پاڼه کې ویلي "دا خوځښت د تېرو ۲۵ ورځو راهیسې، په بلوچستان کې د بلوڅانو د تري تم کېدو خلاف پيل شوی دی."
دوی په په یوه بیان کې د ګڼو کسانو نومونه لیکلي او ادعا کوي چې لسګونه کسان د حکومت د غلطو تګلارو له مخې په لوی لاس وژل شوي یا نادرکه شوي دي.
د بلوڅانو په دغه لاریون کې د ښځو شمېر هم د پام وړ ډېر ښکاري او په وینا یې خپلې ګیلې او غوښتنې به په پلازمېنه کې تر چارواکو رسوي.
د بلوڅانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تر هغې چې د پاکستان حکومتي ادارو د بلوڅانو ضد تګلاره بدله کړې نه وي او د "بلوڅانو نسل وژنه دریدلي نه وي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکوي."
د اسلام اباد پر لور د دغه لاریو له رسېدو مخکې هلته لا له وړاندې د نادرکه شویو کسانو خپلوانو پرلت پیل کړی دی.
د نادرکه شویو کسانو دا وارثان د تېرو شاوخوا شلو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې په اعتراضونو لاس پورې کړی او په پام کې ده چې نوي لاریونوال هم له دوی سره یوځای شي.
د لاریون یوې مشرې مهرانج بلوچ ادعا کړې چې د اسلام اباد پولیس اعتراض کونکو ته اسلام اباد ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي او په وینا یې دوی په ټوله لار کې له تاوتریخوالي سره مخ وو.
د زرګونو کسانو اعتراضي دا بل لاریون داسې مهال پیل شوی چې د سویلي پښتونخوا په چمن سیمه کې هم زرګونه کسان د پاکستاني ادارو د کړنلارو خلاف پرلت ته ناست دي.
دا کسان چې له اعتراض یې څه باندې دوه میاشتې تېریږي، د پاکستان د ویزو په سخت رژیم او له افغانستان سره د تګ راتګ د تګلارو په سختېدو نیوکې کوي.
پاکستاني ادارو د بلوڅانو د نوي اعتراض او ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي خو په چمن کې د پښتنو پرلت په اړه یې بیا بیا چې "پاکستان د خپل امنیت د ټينګښت په موخه هر ګام اخلي."
د پاکستان چارسمبالي لومړي وزیر په تازه وینا کې یو ځل بیا ټينګار کړی چې د ویزو تګلاره او د ناقانونه افغان کډوالو په زور ویستلو پرېکړه ولاړ دی او دا تګلاره په ټول توان سره په پلې کېدو ده.
پاکستان کې اوسني حکومت ټينګار کړې چې د چمن په پوله د تګ راتګ لپاره د وېزې او پاسپورټ درلودو شرط بيرته اخستو هيڅ اراده نه لري.
د دغه حکومت چارسمبالي لومړي وزير انوار الحق کاکړ دا ګوت څنډنه هم کړې چې د دغه پاليسۍ پر ضد پرلت کونکي به ډير زر د حکومت د دې پريکړې يا پاليسۍ منلو ته مجبوره شي.
کويټه کې خبرې ناستې ته لومړي وزير ویلي، په پوله د تګ راتګ قانوني کولو لپاره د ويزې او پاسپورټ درلولو په اړه د حکومت پريکړه حتمي ده او له دغه پاليسۍ يا پريکړې بيرته اخستو هيڅ اراده نه لري.