امریکایۍ ښځه خپل مېړه "۴۰ ورځې" د هند په یوه ځنګل کې تړلې وه؛ پولیس څه وايي؟

هند
    • Author, مشتاق خان
    • دنده, بي‌بي‌سي مراټي

د هند مهاراشټرا ایالت په یوه واړه کلي کې د شنبې په سهار د نورو ورځو غوندې شپنو خپلې رمې ځنګل خوا ته په مخه کړې وې چې هلته یې ناڅاپه چغې واورېدې.

کله چې شپانه د (روناپال سونرلي) په نوم کلي ته څېرمه ځنګل ته ورغلل نو یوه ښځه یې ولیده چې پښې يې چا په اوسپنيز ځنځير په ونه پورې تړلې دي. دې لا حیران کړل چې دا مېرمن د دوی کومه هېوادواله نه بلکې بهرنۍ ښځه ده او ډېره بې سېکه او کمزورې برېښي.

شپنو د مهاراشټرا ایالت پولیسو ته خبر ورکړ،‌ هغوی ورغلل او د ښځې له پښو یې ځنځير پرې کړ.

پولیسو ته معلومه شوه چې دا مېرمن امریکايۍ ده او کوم مجرم نه بلکې خپل مېړه تړلې او په ځنګل کې پرېښې ده.

هند
د عکس تشریح، دې ښځې لیکلي چې مېړه یې کومه ستن ورکړه چې ژامې یې ورسره له حرکته ولوېدې او خوراک خو څه چې ان اوبه څښل هم ورته ناشوني شول.

پولیس وايي چې دا ښځه له اوږدې مودې راهیسې د هند په تمېل‌ناډو سيمه کې اوسېده، امريکايۍ پاسپورټ او د هند پېژندپاڼه یا (ادار کارډ) هم ورسره و چې پته یې پرې لیکل شوې وه.

دوی هغه په نږدې روغتون کې د درملنې لپاره بستر کړې ځکه چې له څو ورځو یې خوراک او څښاک نه دی کړی.

پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنه یې پیل کړې او د امریکا سفارت هم پر موضوع خبروي. په وینا یې، کله یې چې دا مېرمن له ځنګله راوستله نو خبرې یې نه شوای کولای، له څو ورځو راهیسې نهاره ښکارېده خو پر بدن یې د تاوتریخوالي او یا ټپ کومه نښه نه شته.

څنګه معلومه شوه چې خپل مېړه تړلې؟

کله چې پولیسو دا ښځه له ځنګله روغتون ته یوړه نو تر یو څه درملنې وروسته یې ترې د پوښتنو ګروېږونو هڅه وکړه خو وپوهېدل چې سمه نه شي غږېدلای.

بیا دې مېرمنې په اشاره کاغذ او قلم وغوښتل او په انګریزي ژبه یې هغه څه ولیکل چې پرې تېر شوي‌ وو.

په لیکنه کې ښځې پولیسو ته جوته کړه چې دا ټکه خپل مېړه پرې غورځولې او دې حالت ته یې رسولې ده. خو مېړه ولې له خپلې ښځې سره داسې کړي؟ د دې پوښتنې ځواب لا پولیسو نه دی واضح کړی او ویلي یې دي چې هغه له فزیکي پلوه په داسې حالت کې نه ده چې ټول جزیات ورکړای شي.

هند
د عکس تشریح، ښځې ادعا کړې چې مېړه یې د هند د تمېل‌ناډو سیمې اوسېدونکی دی. د دې دعوې زبادولو لپاره هلته پولیس لېږل شوي دي.

دې مېرمنې په لیک کې همدا راز لیکلي چې مېړه یې کومه ستن ورکړه چې ژامې یې ورسره له حرکته ولوېدې او خوراک خو څه چې ان اوبه څښل هم ورته ناشوني شول.

ښځې ادعا کړې چې له تېرو ۴۰ ورځو راهیسې په دغه ځنګل کې وږې تږې او تړلې پرېښودل شوې. خو تر دومره اوږدې مودې نهاره یو څوک ژوندی اوسېدلی شي؟ دې پوښتنې هم دا قضیه پېچله او له رازه ډکه کړې ده.

دې مېرمنې په لیک کې دا هم لیکلي چې "مېړه مې په ونه پورې وتړلم او په خپله وتښتېد. زه دا ده ژوندۍ پاتې شوم."

د پولیسو یوه مسئول سورب اګروال ویلي چې له لومړنۍ طبي معاینې داسې ښکاري چې دا ښځه له رواني پلوه جوړه نه ده خو د اوس لپاره یې د زبادلو په اړه څه نه لري او تر پلټنو وروسته به ټول معلومات شریک کړي.

امنیتي ادارو دومره ویلي دي چې له دې مېرمنې په ترلاسه شوو اسنادو او نسخو کې ورته جوته شوې چې هغه په ډيلي، ممبئ او ګوا کې تر درملنې لاندې وه.

د دوی په وینا، ښځې ادعا کړې چې مېړه یې د هند د تمېل‌ناډو سیمې اوسېدونکی دی او د دې دعوې د زبادولو لپاره هلته پولیس لېږل شوي دي.