هندي پلار او مور خپله لور ولې په دار کړه؟

- Author, پربهاکر
- دنده, بيبيسي، تمېل ناډو
یادونه: د دغه رپوټ محتوا ښايي تاسې خپه کړي
د هند په تنجاور ولسوالۍ کې پولیسو هغه مور او پلار نیولي چې خپله لور یې د دلېت ذات لرونکي زلمي سره د واده کولو له کبله لومړی وژلې او بیا یې له خلکو په پټه د هغې جسد سوځولی دی.
د نجلۍ نوم ایشوریه او د مېړه نوم یې نوین دی. نوین تر دې پېښې وروسته د خپلې وژل شوې مېرمنې پر مور او پلار عریضه کړې او پولیسو نیولي دي.
نوین په اصل کې د تجاور ولسوالۍ د پولوار کلي اوسېدونکی او د 'دلیت' یا 'شيډول' ذات وګړی دی چې په هندوانو کې ټيټ ذات بلل کېږي.
نوین په عریضه کې دعوه کړې چې د ایشوریه په نوم یې خپلې ۱۹ کلنې ګاونډۍ سره واده کړی و خو اوس خپل مور او پلار او خپلوانو وژلې ده او بیا یې تر هر چا په پټه د مړو سوځولو ځای یا شمشان کې سوځولې ده.
پولیسو اوس د همدې قتل په تور د ایشوریه مور او پلار دواړه نیولي دي.
موږ د بيبيسي خبریالان د دې پېښې د معلومولو لپاره د ایشوریه کلي نیواویدي او د نوین کلي پولوار ته ورغلو.
د نوین او ایشوریه د مینې داستان

نوین او ایشوریه له تېرو پنځو کلونو راهیسې سره مین وو.
دوه کاله کېږي چې نوین د پلاستيکونو د بیا کارولو په یوه شرکت کې کار کوي او ایشوریه له تېر یو نیم کال راهیسې د رخت جوړونې په فابریکه کې پر کار بوخته وه.
دغه زلمي په خپله عریضه کې لیکلي، "د ایشوریه مور، پلار او خپلوان چې زموږ پر مینتوب خبر شول نو هڅه یې کوله چې سره بېل مو کړي خو موږ تېر کال د دسمبر پر ۳۱مه [۱۲ ورځې مخکې] واده وکړ"
د واده پر درېیمه یعني د جنورۍ پر دوهمه نېټه د ایشوریه کورنۍ او خپلوان د نوین کلي ته ورغلل او هلته یې پولیسو ته عریضه ورباندې وکړه. پولیسو پرته له دې چې د ایشوریه خوښې ته وګوري، هغه له نوینه جلا او خپل پلار ته په لاس ورکړه.
نوین په عریضه کې همدا راز ویلي، "د ایشوریه پلار او خپلوانو هغه د پولیسو له تاڼې وایستله، بهر ولاړ ګاډي کې یې په زوره واچوله او یو یې وړه"
په عریضه کې نوین دا خبره هم کړې چې، "ما ته خبر راورسېد چې ایشوریه د جنورۍ پر درېیمه سهار وختي وژلې ده او بیا یې تر هر چا په پټه په شمشان ګاټ کې د هغې د جنازې وروستی رسم [سوځول] پر ځای کړی دی."
"شپه وه، یوه چغه مې واورېدله"
موږ د ایشوریه کلي نیواویدي او هلته یې کور ته ورغلو. یو وړوکی کور و او راته وویل شول چې اېشوریه همدلته وژل شوې ده. پولیسو چا ته هغه ځای ته د ورنږدې کېدو اجازه نه ورکوله.
د پولیسو یوه افسر د نوین تر عریضې او شکایت وروسته یې د دغه کور پلټنه پیل کړې وه، د ایشوریه د وژل کېدو ځای معاینه او تحقیق شروع کړ.
هغه له بيبيسي تامېل سره د خبرو پر مهال یوې ونې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې، "د ایملي پر هغه ونه اوس هم د هغه پړي نښې شته چې ایشوریه ته پکې زندۍ اچول شوې او دا پکې راځوړنده کړای شوې او وژل شوې ده."
وروسته موږ د ایشوریه له ځينو ګاونډیانو د پوښتنو هڅه وکړه خو هغوی د پولیسو په لیدو سره خپل ورونه وتړل او له دې یې انکار وکړ چې دوی دې داسې کومه پېښه لیدلې وي.
خو ځينو کسانو راته وویل چې د ایشوریه پلار یې ولید چې هغه یې په ځان پسې کشوله او په څښولو څښولو یې روانه کړې وه.
د اشوریه کور ته څېرمه یوې اوسېدونکې ښځې د نوم نه ښودلو په شرط دا خبره راته وکړه چې، "زما دقیقه نېټه نه ده په یاد خو دومره مې په زړه دي چې شپه او چوپتیا وه او یوازې یو ځل مې د یو چا چغه واورېدله. صرف یو ځل. خو چې کله بهر راووتلو نو هغه سړي نجلۍ د ایملي ونې پر لور ور کشوله. بیا مې مېړه راووت او په غصه یې راته وویل چې غلې کور ته ننوځه"
لور زارۍ کولې خو پلار زندنۍ ورواچوله

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې وژنې پلټونکو افسرانو بيبيسي ته وویل چې د ایشوریه پلار (پيرومل) او مور (روجا) یې هم تحقیقات کړي او ټوله کیسه جوته شوې ده.
پولیسو وویل چې کله پيرومل ایشوریه د نوین له کلي راوستې نو "له ګاډي کوزولو سره یې کور ته د بېولو پر ځای مخامخ په راکاږلو د ونې پر لور وروستلې. بیا یې له خپلې ښځې څوکۍ او پړی غوښتی. د ایشوریه مور د ونې په یوه ښاخ پورې پړی داسې تړلی لکه څوک چې چا ته زندۍ اچوي."
دغه افسر همدا راز وویل چې د دې ټولې صحنې پر مهال ایشوریه خپل مور او پلار ته زارۍ کولې او بښنه یې ترې غوښتله او پلار ته یې ویل، "خپلې مینې ته د رسېدو لپاره ما ته له دې پرته بله لار نه وه راپاتې."
"خو پلار یې بیا هم د ایشوریه مرۍ ته زندنۍ ورواچوله. بیا یې په بل لاس د پړي سر کلک ونیو، راکش یې کړ او د ونې په تنې پورې یې وتاړه. وروسته د اېشوریه ترور راغلې او پړی یې پرې کړی دی"
دغه افسر زیاتوي، "کله چې پړی پرې کېږي نو کوزه راپرېوځي، دوی ورځي چې وګوري هغه مړه ده او که ژوندۍ، نو معلومېږي چې لا ساه اخلي. بیا نو د ایشوریه پلار هغه په مرۍ کې نیسي او ساه یې اوباسي"
دا ټولې هغه خبرې دي چې د دې پېښې پلټونکي افسر بيبيسي ته کړې او تورنو کسانو پر خپل جرم د اعتراف پر مهال بیان کړې دي.
په هندو مذهب کې د ذاتونو کیسه

د دې پېښې پر مهال موږ د ایشوریه مېړه نوین کلي ته ورغلو چې د دې قتل اصلي ګواه او مدعي دی.
خو د هغه کلي ته د ورننوتلو پر مهال موږ پولیسو ودرولو او ویې ویل چې "بهرنیو کسانو ته د چارواکو تر امر پرته هلته د ورتګ اجازه نه شته"
وروسته موږ د بيبيسي خبریالانو اجازه لیک ترلاسه کړ او د نوین کلي ته ورغلو. خو هلته له رسېدو سره پولیسو ونیولو او اجازه یې نه راکوله چې مرکې وکړو.
هلته امنیتي مسولانو راته وویل چې اوس د دواړو کلو تر منځ جنجال دی نو ځکه د نوین کور ته د ورنږدې کېدو اجازه چا ته نه ورکول کېږي.
موږ بیا د نوین له پلار باسکر سره د پولیسو په تاڼه کې ولیدل. هغه یې هلته تفتیش یا پلټنو ته ورغوښتی و.
باسکر وویل، زوی یې چې په نهم ټولګي کې و نو د ذاتونو په اړه یې پوهولی و، "دوی دواړه لوستي وو او د ذاتونو په توپیر پوهېدل خو دوی د ښوونځي په بس کې سره مین شوي وو. همدا لامل و چې ما مې زوی تر لسم ټولګي وروسته بل کالج ته لېږلی و خو تر کورونا وروسته یې کالج پرېښود او کار یې پیل کړ"
باسکر د دې پېښې په تړاو پولیسو ته ویلي چې د ایشوریه پلار یې تر دې مخکې هم پېژانده خو راشه درشه یې ډېره نه وه، "کله چې دا پېښه وشوه نو ما ته یې زنګ وکړ چې څوک مه خبروه او دواړه سره بېل کړه خو هغسې څه ممکن نه شول."
د باسکر یوه کليوال راته وویل چې د دې ټولې پېښې لامل د هغوی واده دی، "تر دې مخکې هم داسې ودونه شوي خو بیا هغوی شپږ، اووه کاله کلي ته نه راځي او چې موضوع سړه شي نو راستانه شي. خو د دوی ستونزه دا وه چې د دواړو د واده ویډيو پر وټساپ ټولو خلکو ته لېږل شوې وه"
په تاڼه کې ایشوریه ولې پلار ته وسپارل شوه؟

په عریضه کې نوین د پولیسو پر هغې حوزې یا تاڼې هم نیوکه کړې چې ایشوریه ترې وړل شوې وه. خو د حوزې امر ویجې کومار د هغې ورځې کیسه داسې بیان کړې ده، "موږ د اېشوریه د پلار تر شکایت وروسته نوین او ایشوریه دواړه هغه ورځ د پوښتنو ګروېږنو لپاره حوزې ته راغوښتي وو. خو نوین رانغی. کله مو چې له ایشوریه پلټنې پیل کړې نو هغې راته وویل چې له خپل مور او پلار سره ښار ته روانه ده او د دغه واده په اړه به خبرې ورسره وکړي چې رضا یې کړي. نو همدا علت و چې موږ هغه له خپل مور او پلار سره پرېښودله چې کور ته یې بوځي. تر دې وروسته چې څه پېښ شوي، هغوی کې موږ نه یو ښکېل."
خو نوین بيبيسي ته ویلي چې هغه ورځ ځکه حوزې ته نه و حاضر شوی چې د مرګ ګواښ ورته شوی و.
موږ چې له ویجې کومار د نوین د دغه دلیل په اړه وپوښتل نو هغه وویل، "که هغه پوښتنو ګروېږنو ته حاضر شوی وای نو معلومه شوې به وای چې چا ګواښ ورته کړی او که نه. خو دی نه حاضر شو او نه یې هم ورته د شوي ګواښ په اړه کوم شکایت پولیسو ته کړی دی."
خو د دې حوزې د هغې ورځې یو مسولیت لرونکی پولیس اوس له دندې ګوښه کړای شوی دی.











