د سېکانو درمسال کې د دوو همجنس‌خوښو نجونو واده ناندرۍ پارولې دي

ډېمپل او منیشا
    • Author, ګګنديپ سېنګ جاسوال
    • دنده, بي بي سي نيوز

۲۷ کلنې ډېمپل له خپلې ملګرې ۲۱ کلنې منيشا سره واده کړی او د همجنس‌خوښو په اړه یې په دې ټولنه کې شته بندیزونه مات کړي دي.

ډېمپل د هندي پنجاب اوسېدونکې او د سېک مذهب د لوړ ذات "جټه" ده خو ملګرې يې د هندو مذهب د تر ټولو ټيټ ذات "دلېت" اړوند ده چې په بټنډه کې اوسېږي.

دوی د مذهبي او د ذات توپير پروا هم ونه کړه او د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۱۸مه یې د سېکانو د دود له مخې د بټېنډې په یوه درمسال کې واده سره وکړ.

عموماً کورنۍ د اولادونو دا ډول واده کولو سره نه وي جوړې خو دوی ته یې خپله رضا ورکړې وه چې دې کار هم د ډېمپل او منیشا واده یو کمساری مثال ګرځولی دی.

په واده کې د مذهب او د ذات "اختلاف"

ډېمپل وايي چې د مینې په کیسه کې د ذات او مذهب پروا نه کوي خو د دوی واده د سېکانو مذهبي مشران قهرولي، نيوکې او ناندرۍ يې راپورته کړې دي.

ډېمپل خپل وېښتان لنډ کړي او په کومه ورځ چې موږ ورسره کتل، لنډ کمیس او پتلون یې اغوستي وو.

ډېمپل خپل مور او پلار ته حال ویلی و چې د دې له هلکانو سره نه لګېږي بلکې یوازې نجونې یې خوښېږي. مور او پلار یې د کرکې پر ځای هغې ته مینه ورکړه او د هغې ملاتړ یې وکړ.

منیشا وايي، "ما چې مور ته وویل غواړم ډېمپل سره واده وکړم، په سر کې یې انکار وکړ. خو وروسته مې رضا کړه. بیا مې مور له پلار سره خبرې وکړې او دواړه زما په واده سره سلا شول."

هند کې تر اوسه د همجنس‌خوښو تر منځ واده د حکومت له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی. سترې محکمې سږ کال دا ډولو ودونو ته د قانوني حیثیت ورکولو اړوند د ۲۱ قضیو اورېدنه وکړه او ویې ویل چې په اړه به یې ژر پرېکړه اعلان کړي.

د هند حکومت د ۲۰۱۲ کال د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې ټولټال ۲۵ سوه زره همجنس‌خوښي شته.

"غوښتل مې جنسیت بدل کړم"

ډېمپل او منيشا

ډېمپل د خپل مور او پلار یوازېنۍ لور ده. له ۱۲م ټولګي فارغه ده او د رخت کاروبار کوي.

دا وايي چې له وړکوالي یې د هلکانو پر ځای نجونو ته لېوالتیا ډېره وه. که څه هم مور او پلار یې د پوهولو هڅه کړې وه خو د دې په زړه کې هلکانو ته تمایل پیدا نه شو.

دې یو وخت غوښتل خپل جنسیت بدل او نارینه کړي خو ډاکټر سره تر مشورې وروسته یې مور او پلار مخالفت وکړ. ځکه چې په ټولنه کې شته محدودیتونو او عکس العملونو ته اندېښمن وو.

ډېمپل یوې بلې نجلۍ سره هم جنسي اړیکې لرلې خو وايي چې تر منځ يې ډېرې نښتې کېدې.

دا زیاتوي چې منیشا له دې سره کار کاوه او "خپلې ملګرې سره به مې چې جنګ شو نو منیشا به موږ دواړه بېرته سره په خولا کړو. ځکه مې احساس کړه چې د هغې پر ځای همدا منیشا زما لپاره د ژوند ښه ملګرې کېدلی شي. بیا مو اوږدې خبرې سره وکړې او سره نږدې شوو."

منیشا وايي چې ډېمپل یوه ورځ زنګ ورته وواهه او د واده وړاندیز یې ورته وکړ، دې ورسره ومانه.

دوی وايي چې اوس خلک پوښتنې ترې کوي چې دوه نجونې به له یوې بلې سره په واده کولو سره څه کوي؟

ډېمپل وايي، "ژوند کې یوازې جنسي اړیکې هر څه نه دي. مينه مهمه ده. ماشومان یو څوک په فرزندۍ هم اخیستلی شي او یا یې پر نورو لارو چارو غور کېدلی شي"

د واده پر سر ناندرۍ

ډېمپل او منیشا

د عکس سرچینه، د ډېمپل کورنۍ

د عکس تشریح، د درمسال سمبالوونکی هردیو سېنګ ویلي چې ګمان یې نه کاوه په درمسال کې يې دوه نجلۍ واده کوي بلکې ده فکر کاوه چې یو هلک او یوه نجلۍ ده ځکه چې یوې یې د نارینه‌و غوندې پګړۍ وهلې وه.

د ډېمپل او منیشا پر واده ځینو مذهبي مشرانو اعتراض کړی دی او د هغه درمسال سمبالوونکی هردیو سېنګ یې له کبله له خلکو بښنه غوښتې ده.

ده ویلي چې ګمان یې نه کاوه په درمسال کې يې دوه نجلۍ واده کوي بلکې ده فکر کاوه چې یو هلک او یوه نجلۍ ده ځکه چې یوه یې د هلکانو پګړۍ وهلې وه.

خو وروسته هردیو سېنګ له دندې ګوښه کړای شو.

ډېمپل ادعا کوي چې هلته له واده کولو سره یې هېچا ته سپکاوی نه دی کړی او "موږ د ګوردوارې مشر ته هر څه وویل او خپلې پېژندپاڼې مو هم ورکړې."

دا زیاتوي چې ځینې خلک په همدې درمسال کې بهر ته د تګ په پلمه په دروغه واده سره کوي چې په اصل کې هماغه باید د ګوردوارې سپکاوی وګڼل شي او خلک احتجاج پرې وکړي.

د بټېنډې پولیسو یو افسر ګلنیت سېنګ بي بي سي ته ویلي چې په دې اړه تر اوسه چا کوم شکایت نه دی ورته کړی.

بل پلو د 'شرومني' په نوم د سېکانو لوی تنظيم وايي، دوی څېړنه کوي چې په دغه درمسال کې له مذهبي اصولو ځينې احتمالي سرغړونې وارزوي.

د پنجاب د هریانه سيمې د لوړې محکمې وکیل تنو بېدي وايي چې د همجنس‌خوښو د واده په اړه پرېکړه د سترې محکمې په واک کې ده او په وینا یې، "اصلي کیسه دا ده چې د جایزې نکاح لپاره شرط دا دی چې له واده کوونکو یې یو باید نارینه او بل ښځينه و اوسي. نو ځکه د اوس لپاره په قانون کې د همجنس‌خوښو واده نه شته."

خو ښاغلی بېدي زیاتوي چې سترې محکمې په دې برخه کې پرته له واده د یو ځای اوسېدو اجازه ورکوي او همدا راز یې په اړیکه کې د شریک کس د ساتنې او لګښتونو ورکولو په څېر ځينې حقوق هم شامل کړي دي.

خو د سېکانو یوه بل ځايي مشر رګوبير سېنګ په درمسال کې د ډېمپل او منیشا واده د اخلاقي او مذهبي ارزښتونو لویه سرغړونه بللې ده.

ده ویلي چې د دوو نجونو خپل‌منځي واده یوازې د سېکانو اخلاقي ارزښتونه نه تر پښو لاندې کوي بلکې فطرت یې هم هېڅ نه مني.

همدا راز یې په غونډه نړۍ کې د سېکانو مذهبي مشرانو او بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې دا ډول کارونو ته په کلکه پام وکړي او خپلې ټولې چارې د سېکانو د ارزښتونو له مخې ترسره کړي.