د همجنس خوښو ودونه؛ د هند اساسي قانون کې د بدلون غوښتنه

د ویډیو تشریح، د همجنس خوښو ودونه؛ د هند اساسي قانون کې د بدلون غوښتنه

د هند ستره محکمه په راتلونکو نژدې وختونو کې پر دې پرېکړه کوي چې ایا د ورته یا همجنس خلکو ته د واده اجازه ورکړي او که نه؟ دې وړاندیز په دغه هېواد کې نظرونه سره وېشلې دي.

که څه هم حکومت او مذهبي ډلو له دې نظر سره مخالفت کړی خو د جنسیتي اقلیتونو ټولنې (LGBTQ+) هیله ښوولې چې محکمه به د ورته جنس ودونو ته اجازه ورکړي.

هماغسې چې ۵ کاله وړاندې یې د ورته جنس خلکو ترمنځ جنسي اړیکو ته اجازه ورکړه. ارونوداي موکرجي رپوټ لري.