تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
برېتانیا کې د یهودانو پر عبادتځای برید کې دوه کسان وژل شوي، پولیسو د بریدګر نوم اعلان کړ
د برېتانیا په مانچسټر کې پولیسو د هغو دوو کسانو نومونه رسماً اعلان کړي، چې تېره ورځ د یهودانو پر یوه عبادتځای برید کې ووژل شول. پولیس وايي، ۵۳ کلن ادریان دایولبې او ۶۶ کلن میلیوین کراویتز وژل شوي دي. ځايي پولیسو د بریدګر نوم رسماً اعلان کړ او د دې برید په تړاو درې کسان نیول شوي دي.
تېره ورځ یوه بریدګر پر خلکو موټر وخېژاوه او وروسته یې پر ځینو کسانو د چاړې ګوزارونه وکړل.
دې پېښه کې درې کسان سخت ټپیان شوي، چې په روغتون کې بستري دي. پولیسو دا د ترهګرۍ پېښه بللې او اوس یې د بریدګر نوم هم رسماً اعلان کړی دی.
مانچسټر پولیس وايي، دوی باور کوي، چې بریدګر یو ۳۵ کلن سړی دی، چې د جهاد الشامي په نامه پېژندل شوی.
نوموړی په سوریه کې زېږېدلی و، چې برېتانوي تابعیت یې هم درلود. ویل کېږي، چې الشامي په ماشومتوب کې برېتانیا ته تللی و او په ۲۰۰۶ کال کې په کم عمرۍ کې د برېتانیا تابعیت ورکړل شوی.
د پنجشنبې پر ګهیځ چې ځايي پولیسو د یهودانو پر عبادتځای د برید په هکله خبر شول، شپږ دقیقې وروسته نوموړی د پولیسو په ډزو ووژل شو.
د ځايي پولیسو مشر سر سټېفن واټسن وايي، مشکوک بریدګر واسکټ ډوله څه اغوستي و، چې په ظاهره له چاودېدونکو توکو ډک ښکارېد، خو وروسته پولیسو تائید کړه، چې دا واسکټ فعال نه و.
د پي اې نیوز خبري شبکې د رپوټ له مخې د الشامي نوم د پولیسو یا ترهګرۍ ضد ځواک د پلټنو په مخکینیو قضیو یا ریکارډ کې نه دی موندل شوی، خو پلټنې لا هم دوام لري چې وکتل شي په نورو قضیو کې د نوموړي نوم له مخکې شته او که نه.
د برېتانیا کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وایي، له هغو کورنیو او یهودي ټولنې سره خواخوږي څرګندوي، چې پروني برید کې یې خپلوان له لاسه ورکړي.
اغلې محمود د بیبیسي بریکفسټ خپرونې ته ویلي چې بریدګر جهاد الشامي د ترهګرۍ ضد پولیسو ته له مخکې معلوم نه و.
هغې زیاته کړه چې دا لا "له وخته مخکې ده" چې وویل شي آیا د دې برید تر شا کومه ترهګره ډله یا شبکه (cell) شته او که نه.
مانچسټر پولیس وايي، د ترهګرۍ فعالیتونو چمتو کولو، هڅونې او ترسره کولو شکونو له امله درې نور کسان نیول شوي دي، چې دوه یې نژدې ۳۰ کلن نارینه او یوه نژدې ۶۰ کلنه ښځه ده.
پرون پنجشنبه له دې پېښې وروسته د بریتانیا لومړي وزیر سر کېئر سټارمر ډنمارک ته خپل سفر لنډ کړ او په وینا یې په ټول هېواد کې به د یهودانو عبادتځایونو د خوندیتوب لپاره د امنیتي ځواکونو شمېر زیات کړل شي.
نوموړي وروسته په خپل دفتر کې د امنیتي ځواکونو چارواکو سره غونډه وکړه.
لومړي وزیر وویل، دا برید د یهودانو تر ټولو ډېرې سپېڅلې یوم کیپور ورځې سره هممهاله شوی، چې دې ته یې لا زیاته ''بوږنونکې بڼه ورکړې.''