تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان څه وايي چې افغانستان سره به دا ځل اوربند وپايي او که نه؟
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي پښتو
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي چې هېواد یې له افغانستان سره د "ټولو مسئلو دایمي او سوله ييز حل" غواړي.
ښاغلي اصف په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره په دوحه کې د هوکړې له کبله د قطر او ترکیې رول ستایلی او ویلي یې دي چې، "د هغوی باوري منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور په رامنځته کولو کې مرسته وکړه او پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره د دوی دوامداره رول ته ارزښت ورکوي."
هغه دا څرګندونې د دوشنبې په شپه (اکتوبر۲۰ / تله ۲۸) یوه خصوصي تلویزون ته په مرکه کې کړې دي.
"ترخې خبرې نه دي شوې"
د پاکستان دفاع وزیر وايي چې په قطر کې د پاکستان او افغانستان پلاوو ترمنځ "ډېرې کمې مستقیمې خبرې وشوې" او ټول مذاکرات او بحثونه د قطري او ترکي درېیمګړو په مرسته ترسره شول.
خواجه اصف ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو پر مهال "ترخې خبرې نه دي شوې" او په وینا یې، "د قطر او د ترکیې درېیمګړو موجودیت د خبرو فضا جدي کړې وه."
ده د دغو مذاکراتو په اړه وویل چې جزییات یې نه شي په ډاګه کولی او "باید پټ پاتې شي." خو ویې ویل چې په هوکړه کې درې ټکي شامل دي:
- "د کډوالو ستنېدل
- د ټيټيپي سرپرستي
- او اوربند"
خواجه اصف ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا هوکړه "ډېره لنډه" ده او د عملي کولو د څرنګوالي په اړه به د خبرو دویم پړاو په ترکیه کې ترسره شي.
ټاکل شوې دویم پړاو غونډه را روانه شنبه (اکتوبر ۲۵ / لړم ۳) د ترکیې په کوربتوب په استانبول کې وشي.
اوربند به وپايي؟
په مرکه کې د پاکستان دفاع وزیر همدا راز وپوښتل شو چې اوربند به دوام وکړي او که نه؟ په ځواب کې ښاغلي اصف وویل، "زه یې بالکل [د دوام] هیله لرم خو له دې سره سره محتاط هم یم."
خواجه اصف وویل چې ګواکې له کابل او "د قدرت ځينو نورو مرکزونو" نه بېلا بېلې خبرې ور روانې دي خو د ده په وینا، "زموږ هیله ده چې دوی به د یوه متحد حکومت په توګه موږ سره دا تړون کړی وي. داسې باید نه وي چې سبا ووایي چې د پلانکي او بیستانکي ښار خلک هغسې کوي، موږ خو یې نه کوو."
د پاکستان دغه دفاع وزیر ژبه چې پر افغانستان له بریدونو مخکې او د بریدونو په وخت کې له ادعاو، تورونو او ګواښونو ډکه وه، د دوحې تر مذاکراتو وروسته اوس په پرتلهييز ډول نرمه برېښي.
خواجه اصف د ۴۸ ساعته اوربند پرمهال ویلي وو چې فکر نه کوي ډېر دوام به وکړي او خبره یې رښتیا شوه. له اوربند سره سره په پکتیکا کې د کرېکټ پر لوبغاړو برید وشو چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل، "پاکستان اوربند مات کړ."
که څه هم پاکستان یې په اړه څه ونه ویل خو د افغانستان کرېکټ بورډ او د بشري حقونو نړیوال سازمان وویل چې د درو لوبغاړو د وژل کېدو تر څنګ پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
دغه برید د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ پراخ کورني او بهرني غبرګونونه وپارول او د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان سره خپله راروانه شل اووریزه لوبلړۍ لغوه کړه.
پاکستان له ټيټيپي سره مذاکرات کوي؟
پر پاکستانیو چارواکو نیوکه شوې چې د دغه هېواد د بندي پخواني لومړي وزیر عمران خان په غوښتنه یې له "طالبانو" سره مذاکرات نه کول خو اوس ورته اړ شول.
په دې اړه خواجه اصف وویل، "زه به دا روښانه کړم چې موږ له ټيټيپي سره خبرې نه دي کړې بلکې له افغان طالبانو سره مو کړې دي چې اوس هلته [پر افغانستان] واکمن دي او زموږ ورسره نارسمي سفارتي اړیکې دي."
ښاغلي اصف وویل چې له تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي سره به "هېڅکله هم مذاکرات و نه" کړي.
قطر ولې له خپلې اعلامیې د "سرحد" ټکی ایسته کړ؟
په مرکه کې د خواجه اصف نظر په دې اړه هم وپوښتل شو چې د کوربه قطر له لوري د هوکړې په اړه په خپره شوې لومړۍ اعلامیه کې د "سرحد" کلمه یاده شوې وه چې وروسته ناندریزه شوه او قطر له خپل دویمځلي بیانه هغه ټکی ایستلی و.
خواجه اصف وویل چې د قطر اعلامیه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شوې هوکړه پورې "هېڅ تړاو نه لري."
د ده په وینا، "د هغوی [قطر] په بیان کې د سرحد/پولې ټکی و، هغوی [د طالبانو حکومت] ډېر فشار راوړ چې د سرحد کلمه مه کاروئ ځکه چې دا ناندریز ټکی دی او دا د درېیمګړي په توګه ستاسې دریځ اغېزمنوي. هماغه وه چې دوی داسې وکړل، نو دا د هغوی خپلمنځي خبره ده."
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خواجه اصف د دغو تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي خو د قطر په اعلامیه کې د "پولې یا سرحد" ټکي په اړه یې دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي وو چې په دغو مذاکراتو کې یې له پاکستاني لوري سره پر ډیورنډ کرښه خبرې نه دي کړې.
ښاغلي مجاهد ویلي وو، "دا چې قطر هېواد دلته د باډر [سرحد/پوله] کلمه استعمال کړې ده، دا زموږ په توافق نه ده او نه مو پر دې باندې موافقه کړې ده او نه په دې اړه زموږ او د دوی ترمنځ په توافقنامه کې کوم څه وجود لري. ډیورنډ لېن یا کرښه د افغانانو دریځ دی او هېڅکله به هم دې ته بارډر ونه ویل شي."
ولې بیا هم په افغانستان کې له هنده وېره؟
د پاکستان له دفاع وزیره دا پوښتنه هم وشوه چې که د افغانستان خاوره د "پاکستان پر ضد" وکارول شي نو د پاکستان غبرګون به څه وي؟
خواجه اصف وویل چې په دې اړه د غبرګون د څرنګوالي ډول تر اوسه نه دی ټاکل شوی خو په وینا یې، په هغه حال کې به بیا "درېیمګړو [قطر او ترکیې] ته د مداخلې کولو وویل شي."
خو ده خبرداری ورکړ چې ښايي هند د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمنځ د شوې هوکړې د "کمزوري کولو هڅه وکړي."
هند که څه هم د خواجه اصف دې تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د ده هغو خبرو ته یې توند غبرګون ښکاره کړی و چې ویلي یې وو، ګواکې "طالبان د هند لپاره نیابتي جګړه کوي."
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال ویلي وو چې پاکستان دې "قهرولی" چې د طالبانو حکومت پرخپله خاوره "خپل حاکمیت" ساتي.
ده پر پاکستان تور پورې کړی و او ویلي یې وو چې، "درې شیان روښانه دي. لومړی دا چې پاکستان ترهګرو سازمانونو ته پناه ورکوي او ترهګریزې کړنې تمویلوي. دویم، دا د پاکستان پخوانی عادت دی چې د خپلو داخلي ناکامیو ملامتیا پر خپلو ګاونډيو وراچوي او درېیم: پاکستان دې قهرولی چې افغانستان پرخپله خاوره خپل حاکمیت پلی کوي."
د یادولو ده چې د خواجه اصف په ګډون بېلابېلو پاکستانیو چارواکو په تېر کې په پاکستان کې د ناامنیو پړه په افغانستان وراچولې او ادعا یې کړې چې ګواکې له خاورې یې هلته "ترهرګیزې کړنې ترسره کېږي."
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو په وار وار دا ادعاوې رد کړې دي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د خپلو "ناکامیو" پړه دې پر دوی نه وراچوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو راهیسې په ټینګار سره ویلي چې د دغه هېواد خاوره به د پاکستان او ګاونډيو په ګډون د نړۍ د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ "فرضي" کرښه له څو ورځو نښتو او هوايي بریدونو وروسته بالاخره د تېرې یکشنبې په شپه په دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک شوه.
د څو پرله پسې ورځو نښتو په افغانستان کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله واړوله چې د طالبانو حکومت او د بشري حقونو د ځینو بنسټونو په وینا، د کرېکټ د لوبغاړو، د یوه خبریال او ښځو او ماشومانو په ګډون یې تر ډېره قربانیان ولسي یا ملکي خلک وو.
د چین، سعودي، ایران او کوېت په ګډون بېلابېلو هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شوې هوکړې ملاتړ کړی او د جګړې درېدل یې پر دغو دواړو هېوادونو سربېره د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته ګټوره چاره بللې ده.