تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تر ځمکې لاندې د نړۍ تر ټولو لوی عبادتځای 'د انسانیت معبد'
په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې د ایټالیا د الپس غرونو لړ کې د یوې کوچنۍ ټولنې ۲۸ تنو د شپې په تیاره کې په پټه د غره په کیندلو پیل وکړ.
د دوی موخه په نړۍ کې د ځمکې لاندې تر ټولو لوی معبد جوړول وو.
دا ښکاره ده، چې د چارو په ختمولو سره دوی یو لوی او عجیب کار ترسره کړی و.
دا ودانۍ د یوه درې بعدي کتاب په بڼه ودانه شوې، چې په پنځو پوړونو کې نهه زینتي خونې د یوه څو سوه متره سمڅې په مټ سره نښلول شوې دي.
یاد عبادتځای د بشر د تاریخ کیسې بیانوي.
دا عبادتځای د "انسانیت معبد" نومول شوی دی.
باریس الیبورو چې په دامنهور کې زېږیدلی او د دې ځای استازی دی بي بي سي ته وویل: "نن دا د رېښتنولي یو مرکز دی، دا د دامنهور تاریخي مرکز دی او د ټولې نړۍ ۱۵۰۰ کسان په کې اوسېږي چې پنځه ټولنې یې جوړ کړې دي."
دامنهور یوه روحاني او له مینې ډکه ټولنه ده، چې نوم یې د مصر له ښار څخه اخیستل شوی دی دامنهور د رڼا ښار په معنی دی. په افسانو کې راغلي، چې د مصر دا ښار خدایانو ته ځانګړی شوی و.
د ایټالیا دامنهور سیمه بیا د تورین ښار شمال کې په ۵۰ کیلومتري کې پرته ده.
د دامنهور بنسټ د ایټالوي فیلسوف اوبرټو ایرادي لخوا کېښودل شوی، چې د مصري خدای هوروس (Horus) تر اغېز لاندې یې خپل نوم فالکو ټراساکوز اېښی و.
د تورین په پوهنتون کې د مذهبي ټولنپوهنې پروفیسور سټیفانیا پالیسانو وايي: "د فالکو پیروان دی یو غیرمعمولي شخصیت ګڼي."
نوموړی وايي: "د پیروان لپاره یې دا کس د راتلونکې نړۍ یو شخصیت دی چې د خپل چادو په ذریعه د ځمکې د ژغورنې لپار یې په دې زمانه کې ظهور کړی دی.
پیروان
پیروان یې د خپلې ټولنې په لومړیو کلونو کې د زماني سفر په اړه خبرې کولې.
هغه کس به، چې په دې لړ کې خورا مخکې لاړ هغه د زمانې سفر کوونکی بلل کېده.
فالکو ادعا کوله، چې له راتلونکو شپږ سوه کلونو څخه دې زمانې ته راغلی دی ترڅو انسانیت له تباهۍ وژغوري.
هغه دا ادعا هم کوله، چې تېر ماضي ته یې سفر کړی دی او هالته یې د یوې داسې ټولنې بنسټ اېښی، چې په افسانو کې به د اتلانتیس تمدن ترې جوړ شي.
دې ادعاګانې ممکن ستاسو په ذهن کې ډېری شکونه راپورته کړي، خو حقیقت دا دی، چې په نژدې ماضي کې یې یوه داسې فرقه جوړه کړې وه چې ځان ته یې د ژوند یوه بېله فلسفه درلوده.
پروفیسور پالیسانو، چې کلونه کلونه یې د دې ټولنې په اړه څېړنې کړې دي، وايي، چې 'دامنهور په نړۍ کې یوه ځانګړې ټولنه ده.'
"دا د نړۍ هغه خلک دي چې پرېکړه یې کړې، خپل ارام ژوند پرېږدي او یو ستونزمن ماموریت ترسره کړي."
پروفیسور پالیسانو وايي: "فالکو دا ډول باورونه او ژمنتیاوې ځکه رامنځ ته کړې وې چې د خپل جادويي ماموریت ثابتولو یا پوره کولو لپاره یې یوه عبادتځای ته اړتیا لرله چېرې چې د ده "جادوي ټیکنالوژۍ" موجوده وي."
د ده له پیروانو څخه یو هم د دامنهور اکاډیمۍ غړی انټیلوپ وربینا دی، چې نوم یې د حیواناتو او نباتاتو د نومونو دود منعکس وي.
دی وايي: "زه د ۱۹۸۵ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه په دامنهور ټولنه کې د اوسېدو لپاره راغلم."
"زما لومړۍ ورځ ډیره په زړه پورې وه ځکه، هغه وخت دا یو داسې ځای و، چې باید خپل ټول څیزونه مو بهر پرېښې وای او له یو داسې حقیقت سره مو ژوند پیل کړی وای، چې ډېری ابادۍ یې د اسرائیلو کیبوتس ته ورته وې."
د فالکو تر مشرۍ لاندې د دامنهور ټولنې اوسېدونکو کیندنې پیل کړې.
دی وايي: "د دې کلونو په اوږدو کې موږ ټولو د معبد په جوړولو کې مرسته کوله. په هغو ورځو کې همدا زموږ ژوند و.
د رازونو ودانۍ
باریس الیبورو وايي: " لومړیو ۱۵ کلونو کې دا ټول په خورا محرمیت کې ترسره شوي ځکه، په ایټالیا کې هېڅ داسې قانون نه شته چې تر ځمکې لاندې ودانیو جوړولو ته اجازه ورکړي."
سربېره پردې، هغوی دا وېره هم درلوده، چې د ایټالیا په څېر یو کلک کاتولیک هېواد کې به د بل مذهب یا فرقې د معبد جوړول کېدای شي ونه منلی شي.
له همدې کبله نوموړي د خپل معبد جوړولو لپاره هېڅکله هم د اجازه لیک غوښتنه ونه کړه او په پټه یې خپل پلان پرمخ یووړ.
کرار کرار له یادې ټولنې سره نور کسان هم یو ځای شول هغه وګړي چې د ځمکې د ژغورلو او ساتنې ذهنیت یې درلود او لږ لږ څیزونه یې را ټولول تر هغه چې د لویو جایدادونو څښتنان شول.
دې ټولنې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو او ګټې وټې لپاره کوچني کاروبارونه پیل کړل چې په کې د انګورو باغونه، د کتاب پلورنځی او نور پلورنځي شامل وو.
د دې کاروبارونو د خاوندانو تر څنګ هغه کسان، چې مستریان، هنرمندان، بزګران او مزدور کاران وو، هم د ورځې به یې خپل کاروبارونه کول او د شپې به یې یاد معبد اباداوه.
له دې ټول احتیاط سره په پای کې یې راز ښکاره شو.
د ۱۹۹۲ کال په جولای کې کله چې د عبادتځای د ابادۍ کار په بشپړېدو و د دامنهور چارواکو خبرداری ورکړ، چې باید د عبادتځای پته ورمعلومه کړي که نه ټوله غرنۍ سیمه به ورانه کړي.
کله چې فالکو او د هغه پیروانو ته بله کومه لاره پاتې نه شوه نو مجبور شول چې د عبادتځای پټه دروازه ورته پرانیزي.
له ګواښ سره مخامخ
د فالکو پیرو انټیلوپ وربینا وايي: "دا فکر کول یا ان تصور کول ناممکن وو چې د یوې لرګینې دروازې شا ته دې یوه نه هېرېدونکې او له تصوره لرې نړۍ موجوده وي."
چارواکو هغې درې خونې ولیدې، چې ستنې یې د سرو زرو په پاڼو پوښلې وې.
د دې خونو دېوالونه او چتونه په هنري کارونو سینګار شو وو.
د دامنهور اوسېدونکي وايي، کله چې چارواکي راغلل نو له ټوپکو او زور سره راغلل خو د خونو په لیدو یې سترګو کې اوښکې راغللې.
"د نهو خونو له لیدلو وروسته، موږ ته وویل شول، چې پلان ته دوام ورکړو خو نورې خونې جوړې نه کړو."
په راتلونکو څو کلونو کې، د دامنهور اوسېدونکو یوه سیاسي او حقوقي جګړه وکړه، چې په ۱۹۹۶ کال کې پای ته ورسېده.
حکومت دوی ته اجازه ورکړه، چې تر ځمکې لاندې عبادتځای پرانیزي.
اناناس وايي: "موږ د دې معبد د ژغورلو لپاره د خلکو څخه یو لک لاسلیکونه ترلاسه کړل."
الیبورو وايي: "دا عبادتځای د انسانیت یو حمد دی."
نوموړی زیاتوي: "د دې معبد هره خونه زموږ د ژوند یو فصل بیانوي، له ځان سره، له چاپېریال سره، له وخت سره، له ژوند او مرګ سره زموږ چلند بیانوي."
"نو زموږ په نظر دا د انسان د روحانیت یوه انسایکلوپېډیا ده. "