تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې د ستر روغتون 'الشفا' شاوخوا درنه جګړه دوام لري
د غزې د ستر روغتون کارکوونکي وايي، دغه روغتون ته څېرمه د سختو نښتو دوام ناروغان او بې ځایه شوي خلک چې هلته یې پناه اخیستې، له وحشتناک وضعیت سره مخامخ کړي دي.
اټکل دا دی چې زرګونو کسانو به د جګړې له وېرې په الشفا روغتون کې پناه اخیستې وي.
خو له تېرو دوو ورځو د دغه روغتون شاوخوا هم درنه جګړه روانه ده.
دغلته د سختو نښتو له کبله په روغتون کې د وېرې او ترهې فضا د خپرېدو خبر ورکړ شوی.
د الشفا یوه جراح بيبيسي ته ویلي، چې په دغه روغتون کې د برېښنا پر نشتوالي سربېره اوبه او خواړه هم خلاص شوي دي.
اسرائیلي ځواکونه مني چې دغه روغتون ته نږدې له حماس سره په جګړه بوخت دي، خو له دې انکار کوي چې د روغتون پر لور دې یې ډزې کړې وي.
دوی دا هم ویلي چې مرسته به وکړي چې په دغه روغتون کې تر پاملرنې لاندې نوي زېږېدلي ماشومان یکشنبه یوه بل "خوندي روغتون" ته ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ډاکترانو ویلي وو، دوه ماشومان وار له مخه مړه شوي او ۳۷ نور له خطر سره مخامخ دي.
د لږترلږه ۲۰ داسې نویو زېږېدلو ماشومانو تصویرونه هم بيبيسي ته استول شوي، چې د الشفا د جراحي عملیاتو څانګه کې ساتل کېږي.
ډاکتران وايي د برېښنا د نشتوالي له کبله دغلته د ماشومانو د ځانګړې پاملرنې ځېنې برخې له کاره لوېدلې او دې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
هغه نارواغان هم چې په دې وروستیو کې یې حراجي عملیات شوي، د وتلو او بل ځای د تګ جوګه نه دي.
همدا راز مړو ښخولو ته د امکاناتو نشتوالي هم روغتون له اضافي ستونزو سره مخامخ کړی.
د اسرائیل پوځ تور پورې کوي چې د حماس وسله وال تر روغتون لاندې له غځولو تونلونو پرې بریدونه کوي، خو حماس یې ردوي.
جراح مروان ابو سعده بيبيسي ته ویلي، روغتون هره ثانیه د ډزو او بمبارۍ غوږونه اورېدل کېږي.
هغه زیاته کړې چې د روغتون شاوخوا د روانې جګړې له کبله د مړو تدفین ناممکن شوی دی.
دی وايي، د برېښنا او جنراتورونو ته د تېلو نشتوالي له کبله یخچالونه پرچاو دي او دې دا خطر پیدا کړی چې له مړو ناروغۍ خپرې شي.
اسرائیل وايي، الشفا روغتون کلابند نه دی او ختیزه خوا یې خلکو ته د وتلو لپاره پرانیستې ده.
فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو اداره (انروا) وايي د جګړې له پیل راهیسې د غزې له ۲ اعشاریه ۲ میلیون اوسېدونکو شاوخوا یو نیم میلیون بې ځايه شوي دي.
دا جګړه د اکتوبر ۷مه تر هغې وروسته پیل شوه چې د حماس وسله والو پر اسرائیل پراخ برید وکړ.
اټکل دا دی چې په دغه برید کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر نور یرغمل نیول شوي دي.
د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت وايي، پر غزې د اسرائیل په بریدونو کې بیا تر دې دمه له ۱۱ زرو ډېر کسان وژل چې څه باندې ۴۵۰۰ پکې یوازې ماشومان دي.