تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مېړه چې د خپلې مېرمنې جسد بکس کې اچولی و، په عمري بند محکوم شو
یو "شریر سړی" چې خپله مېرمن یې د انلاین اړیکو درلودلو له امله زندۍ کړې وه او د هغې جسد یې په سیند کې اچولی و، په عمري بند محکوم شو.
د اولډ بېلي محکمې مخکې اورېدلي چې د ختیځ لندن اوسېدونکی ۴۶ کلن امینان رحمان په تېره اپرېل میاشت کې په ۲۴ کلنه سوما بیګم له خپل هلک ملګري (بوایفرېنډ) سره د وېډیو اړیکې پرمهال برید وکړ.
محکمې ته ویل شوي وو چې رحمان څنګه د هغې له وهلو وروسته هغه په بکس کې واچوله، په هغه وخت کې به ښايي لا هم ژوندۍ وه.
په اولډ بېلي محکمه کې، قاضي بیناتن د رحمان د بند لپاره لږ ترلږه ۲۲ کاله وخت وټاکه مخکې له دې چې رحمان په جواز د خوشي کېدو غوښتنه وکړي.
هغه مخکې له دې چې محاکمه پیل شي په قانوني او ښه توګه د مېرمن بیګم د جسد د خښولو د مخنیوي په تور په جرم اعتراف کړی و.
د سزا په اورولو سره، قاضي بیناتن وویل، اغلې بېګم یوه "ژوندۍ، زړه راښکونکې ځوانه او وفاداره مور" وه چې د خپل عمر له یوه سړي سره یې د نوي ژوند خوب لیدلی و.
قاضي وویل، رحمان د خپلې مېرمنې تر زندۍ کولو وروسته څو دقیقو کې د هغې جسد په یوه بکس کې واچاوه او د تیمز سېند ته یې په دې هیله وغورځاوه، چې "هېڅکله به ونه موندل شي".
ښاغلي بیناتن وویل، رحمان بیا د "دروغونو یوه لړۍ" جوړه کړه او ویې ویل چې اغلې بېګم په خپله خوښه وتلې ده.
محاکمې اورېدلي چې رحمان داسې مهال پر خپلې مېرمنې برید کړی چې هغې له خپل هلک ملګري شانین میا سره د وېډیو اړیکې پرمهال وه او د برید صحنه د ثبتوونکي په ټیلیفون کې ثبت شوې ده.
څارنوال جوسلین لیډوارډ کېسي وویل رحمان د ۲۰۲۳ کال د اپرېل په ۲۹مه د شپې په ټاور هملټس کې د دوی په فلټ کې په "ډېر احتمال" مېرمن بېګم "هلته وژلې، په بکس کې یې د هغې له اچولو مخکې هغه بېسېکه کړې او په لي سېند کې یې غورځولې.
بکس لس ورځې وروسته د عامو خلکو لخوا په داسې حال کې وموندل شو، چې لا هم د هغې جسد پکې و او د اوبو جریان د سېند غاړې ته کش کړی و.
اغلې بېګم په ۲۰۱۹ کال کې د ټیلیفون له لارې اسلامي واده کړی و، کله چې رحمان په لندن کې و او هغه په بنګله دېش کې اوسېده.
دوی لومړی په سومرسیټ کې د مېړه او مېرمنې په توګه ژوند کاوه، چېرې چې رحمان د پخوونکي په توګه کار کاوه، مخکې له دې چې د ۲۰۲۳ په اپرېل کې ختیځ لندن ته لاړ شي او هلته دوی له خپلو دوو ماشومانو سره د ډاکلینډز په یوه فلټ کې پاتې شول.
محکمې ته ویل شوي چې اغلې بېګم بیا د خپل عمر له یوه سړي میا سره چې په متحده عربي اماراتو کې اوسېده "نژدې" آنلاین اړیکه پیل کړې وه. دوی "هیله درلوده چې په مناسب وخت کې به یوځای شي".
محکمې ته ویل شوي چې رحمان د ښاغلي میا د وژلو ګواښ هم کړی و.
د مېرمن بېګم د ناسکه ورور، عبدالامين يو بيان د هغه د کورنۍ او د هغې د مور، راحينا بېګم په استازيتوب محکمې ته ولوستل شو.
په بیان کې راغلي: "د محاکمې په جریان کې موږ د هغه ناوړه چلند په اړه اورېدلي چې سوما د امینان په لاس کې ځورول شوې، او څنګه یې هغه د ۲۰۲۳ د اپرېل پر ۲۹مه ووژله."
"موږ د هغه درد په اړه پوه شوو چې سوما د خپل واده په اوږدو کې له دې شریر سړي سره زغملی و."
ښاغلي امین وویل، خور یې یوه "ښکلې ښځه وه، چې له موږ سره یې وخت تېراوه" خو بریتانیا ته له رسېدو وروسته ګوښه شوې وه.
هغه زیاته کړه: "موږ پوه شوو ... چې سوما غوښتل موږ ته ووایي امینان څنګه هغه ځوروله، خو هغه ګواښ وکړ که هغې څه وویل نو و به یې وژني."