لرګینه دړه چې د ټایټانیک د فلم اتلې ژوند پرې ژغورل شوی و په اووه میلیونه ډالره لیلام شوې

هغه لرګینه دړه، چې د هالیووډ د نړۍ په نامتو فلم "ټیټانیک" کې پرې د اتلې روز ډیویت بوکاتر) ژوند ژغورل شوی و، په څه باندې ۷ میلیونه ډالره لیلام شوې.

د ۱۹۹۷ کال دې مشهور فلم کې د هالیووډ مشهوره اداکاره کیټ وینسلېټ د روز په رول کې لوبېدلې ده.

په دې فلم کې د روز د مین جک ډاوسون له خوا د هغې ژغورل د فلم د مینه والو تر منځ دا بحثونه راوپارول چې، آیا دا دړه دومره لویه وه، چې جک خپله معشوقه پرې له مرګه وژغورله.

په دغه فلم کې د فلم د اتل (جک) رول لیوناردو دیکاپیرو لوبولی دی او ټینګار کوي، چې دې لرګینه دړه یې د معشوقې د ژغورلو لپاره بسنه کوله.

فلم کې جک په کنګل شوي اطلس سمندر کې ډوبېږي او د سمندر په ژورو کې ورکېږي.

په ۲۰۱۲ کال کې د Mythbuster په نامه یوې خپرونې په دویمه برخه کې د ټایټانیک فلم ډایرکټر جیمز کامرونه څرګنده کړې وه چې، نندارې ته د یاد فلم له وړاندې کېدو وروسته یې هره ورځ سلګونه برېښنالیکونه ترلاسه کول چې خلکو به ویل روز "ځان غوښتونکې" او جک " احمق" و.

خو هغې دا بحث پر خپلې دغې خبرې پای ته ورساوه چې "جک باید د فلم د کیسې په مطابق مړ شوی وای."

جیمز کامرونه ویلي و: "ښايي دا تخته لږه لنډه شوې وای، خو هغه (جک) باید هم مړ شوی وای."

د لرغونو آثارو د لیلام کور د ورکړل شویو مالوماتو په وینا، دا لرګینه دړه چې ډېر کله د دروازې په نامه خلک پرې تېروځي د ټیتانیک بېړۍ له ډوبېدو وروسته په ۱۹۱۲ کال کې د دې بېړۍ له پاتې شونو وه.

د دې بحث په ځواب کې چې آیا پر دې لرګینه تخته روز او جک دواړه سپاره شوي، د لیلام کور وايي، "تخته تقریبا اته فوټه اوږده او ۴۱ انچه پراخه ده."

په دغه لیلام کې نور لرغوني توکي هم ایښودل شوي و چې ۱۵۶،۸ میلیونه ډالرو یې راټول کړل.