ولې په لبنان کې د اوربند هوکړه وشوه او په غزه کې نه؟

د اسرائيلو حکومت په لبنان کې له حزب الله سره اوربند اعلان کړ. اسرائیل د تېر کال د اکټوبر له اوومې نېټې راوروسته د حماس په ګډون اوس په دوو جبهو کې پر جګړه بوخت وو.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې سياستوالو او شنونکو د دغو جګړو له کبله وېره ښودلې وه چې ښايي منځنی ختيځ به په بشپړ کړکېچ کې ښکېل شي.

په سیمه کې مو د بي بي سي له خبريالانو پوښتلي چې ولې په لبنان کې اوربند اعلان شو خو په غزه کې يې لا څرک نه تر سترګو کېږي او دې پړاو ته څنګه ورسېدل؟

په بيروت کې د بي بي سي عربي څانګې خبرياله، کرين ټوربي

په دې کې ښکاره توپيرونه شته چې اسرائيل څنګه د خپلو مخالفينو، لکه په غزه کې د حماس او په لبنان کې د حزب الله سره چلند کوي.

غزه د يوې داسې ادارې برخه ده چې اوس مهال د اسرائيلو تر کنټرول لاندې ده خو بل پلو لبنان يو خپلواک هېواد دی، که څه هم يو مهال اسرائيلو اشغال کړی و چې وروسته دغه هېواد د حزب الله او نورو ډلو له خوا وتلو ته اړ کړل شو.

د پراخو پوځي وړتياوو او په هوايي برخه کې د برلاسۍ سربېره اسرائيل په لبنان کې د خپلو ځمکنيو عملياتو پر مهال له ستونزو سره مخ وو.

له نژدې دوو مياشتو وروسته هم اسرائيل نه دي توانېدلی چې د لبنان په جنوب کې د ښارونو کنټرول ترلاسه کړي او نه يې د حزب الله د راکټي بريدونو مخه نيولې ده.

حزب الله هم توانېدلی چې په اسرائيلو کې دننه خپل بريدونه وغځوي، هلته په لويو ښارونو کې ژوند له ګډوډۍ سره مخامخ او مرګژوبله پېښه کړي چې له دې سره د لبنان په جنوب کې د اسرائیلي پوځ تلفات هم زيات شوي دي.

اسرائیل په دې هم نه دي توانېدلي چې په شمال کې د خپلو بېځايه شويو وګړو د راستنولو لپاره شرایط برابر کړي.

دې ښايي له حزب الله سره د اوربند په تړاو د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو په قانع کولو کې لوی رول لوبولی وي.

د دې تر څنګ، د اسرائيلو د پوځ ستړيا او د دې جګړې لپاره د نورو احتياطي ځواکونو رابللو سياسي او اقتصادي اغېزې هم ښايي د اوربند لامل شوې وي.

په منځني ختيځ کې د نړيوالو او سیمه ييزو ستراتيژيو ليکواله ليلا نيکولاس وايي،"اسرائيل په غزه کې د سبا لپاره روښانه پلان نه لري. "

نوموړې زياتوي چې دا ښايي هغه څه وي چې په جنورۍ کې د ډونلډ ټرمپ تر ولسمشر کېدو پورې به همداسې پاتې شي.

بل پلو په لبنان کې بیا د هوکړې لپاره روښانه چوکاټ لا دمخه موجود دی چې له مخې يې د اوربند پر شرايطو خبرې اترې شوې دي.

په ۲۰۰۶ کال کې د اسرائيلو او حزب الله تر منځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړه ليک له مخې جګړه پايته رسېدلې وه.

د اسرائيلو او حزب الله تر منځ د هوکړې په اړه ډېر څه، ناڅرګند او پټ پاتې دي. له دې جوتېږي چې د برياليتوب لپاره يې دواړه اړخونه دې ته اړ شوي چې خپلې لومړنۍ موخې له سره وارزوي.

اسرائيل نه دي توانېدلي چې د حزب الله ګواښ په بشپړ ډول له منځه يوسي او د خپلو وګړو د خوندي بېرته راستنېدو شرايط د پوځي وسيلو په مټ برابر کړي.

په ورته وخت کې بيا، د حزب الله مشرتابه، بنسټونو او د دوی پوځي قوماندې هم درانه زیانونه ليدلي دي او داسې ښکاري چې حزب الله له خپلې هغه اساسي غوښتنې چې د غزې جګړې تر پای پورې به پر اسرائیلي پوستو بریدونه کوي، لاس اخيستی دی.

ډاکتره نېکولاس زياتوي، "دا هم څرګنده ده چې ايران (د حزب الله مالي او اېډيالوژيک ملاتړی) نه غواړي، حزب الله دې په يوه اوږده جګړه کې ښکېل شي چې دا به يې لا پسې ستړی کړي."

په غزه کې د بي بي سي خبريال، عدنان البرش

په غزه کې ځینو کسانو دا تړون د "جبهو د یووالي" له ستراتیژۍ د حزب الله شاتګ بللی دی. دا هغه مفکوره وه چې د جګړې په پیل کې د حزب الله، حماس او نورو ډلو تر منځ د عملياتو همغږۍ لپاره تائيد شوې وه چې په غزه کې نورې ډلې، په يمن کې حوثيان او نورې کوچنۍ ډلې هم په کې شاملې وې.

په لبنان کې د اوربند او په غزه کې د هوکړې د نشتوالي تر منځ مهم توپیر دا دی چې په لبنان کې د حزب الله لخوا د اوربند لپاره د خبرو مشري د لبنان حکومت کوي، خو بل پلو په غزه کې يې مشري خپله حماس په غاړه اخيستې ده او په رام ‌الله کې پر فلسطینۍ ادارې باور نه کوي.

د فلسطينيانو تر منځ اختلافات او د يوه متحد او رسمي دولت نشتوالي چې له اسرائيلو سره د خبرو اترو مديريت وکړي هم په غزه کې د اوربند د هوکړې په نه رامنځته کېدو کې رول لوبولى دى.

ځینې کارپوهان دا هم وايي چې د اسرائیلو له خوا د حماس ډلې د مهمو شخصیتونو له وژل کېدو وروسته اوس د دې غورځنګ په مشرتابه کې تشه رامنځته شوې. دا په دې مانا ده چې حماس اوس په دې موقف کې نه دی چې په اغېزناکه توګه د اوربند خبرې اترې وکړي. د غزې دننه او بهر د حماس د مشرانو تر منځ په اړیکه کې ستونزو، نورې هم د اوربند پر وړاندې ننګونې زياتې کړې دي.

د غزې یو لیکوال او سیاسي شنونکي پروفیسور فتحي صباح بي بي سي ته وویل، "اسرائیل د غزې جګړه خپله اساسي جګړه ګڼي ځکه چې دا جګړه حماس پیل کړې وه نه حزب الله. په لبنان کې پر حزب الله برید یو داسې فرصت و چې اسرائیلو ته هغه مهال په لاس ورغئ چې دوی فکر وکړ په غزه کې يې د حماس وړتياوې او ځواک له منځه وړی دی. "

پروفیسر صباح همدا ډول باور لري، د حزب الله سره جګړه چې د حماس پرتله ډېرې وړتیاوې لري او لوی ګواښ دی - یو مهم عامل و چې اسرائیل يې د اوربند په اړه خبرو ته اړ کړ.

نوموړي بي بي سي ته وویل، "د حزب الله راکټونه د تل ابیب او حیفا په څېر پر ښارونو ولګېدل چې دې پر اسرائیلو سخت اغېز وکړ او زرګونه خلک یې له شمال څخه بې‌ځایه کړل."

پروفیسر صباح دا هم وايي چې پر اسرائيلو د امریکا او فرانسې په څېر د متحدينو نظرونو چې پر بيروت د اسرائيلو د بريدونو په اړه اندېښمن وو اغېز وکړ.

په بيت المقدس کې د بي بي سي عربي خبريال مهند توتونجي

ګڼو سياسي او پوځي واقعيتونو اسرائيل او لبنان يوې هوکړې رسېدو ته اړ کړل، په ځانګړې توګه د لبنان او غزې جلا سياسي او پوځي واقعيتونه.

په لبنان کې، حزب الله چې د اسرائیلو پر ضد جګړه کوي - د یو پراخ سیاسي جوړښت برخه ده او د هېواد له ګڼو سیاسي او مذهبي ډلو څخه یوازې یوه ډله ده. ځینې شننونکي وايي چې ټول لبنانیان د اسرائیل سره د جګړې په اړه د حزب الله له نظر سره همغږي نه دي.

په غزه کې بيا حالت له دې ډېر توپیر لري. هلته واکمنه سیاسي او پوځي ډله حماس ده چې د څو نورو ډلو لخوا يې ملاتړ کېږي چې ټول د اسرائیلو ضد دریځ لري.

د اسرائیلیانو لپاره په لبنان کې جګړه له غزې هغې بېله ده.

په لبنان کې پوځي عملیات د اسرائیلو شمالي برخې اوسېدونکو ته د هر ډول پوځي ګواښ د له منځه وړلو او په سيمه کې د امنيت راوستلو په موخه دي.

په غزه کې بيا اسرائیل د حماس په بشپړه توګه له منځه وړلو هوډ لري، داسې يوه موخه چې لا تر اوسه نه ده ترلاسه شوې. همدارنګه، اسرائیل غواړي په غزه کې پاتې ۱۰۱ یرغمل کسان بېرته خوشي کړي، چې دا د اوربند په هر ډول خبرو اغېز لرلی شي.

د اسرائیلو د ملي امنیت پخواني مشر یاکوف امیدرور بي بي سي ته وويل، ډېری لبنانیان وېره لري چې جګړه به د هېواد نورو برخو ته هم خپره شي. چې دا کولی شي د بیروت د جنوبي سیمو په څېر د پراخې ورانۍ سبب وګرځي.

نوموړي دا هم وویل چې اسرائیلو په ستراتیژیک ډول هڅه کړې چې د لبنان موضوع د غزې له جګړې جلا کړي، دا اسرائيلو ته اجازه ورکوي چې په غزه کې په بشپړه توګه د حماس له منځه وړلو باندې تمرکز وکړي.

امیدرور ټینګار وکړ چې د اوربند اصلي ازموینه په خپله هوکړه نه ده، بلکې د هغې عملي کول دی او پوښتي چې که حزب الله اوربند مات کړي، د اسرائیلو غبرګون به څه وي.