پاکستان کې افغان کډواله: د دویم ځل لپاره د کور توکي په ارزانه بیه خرڅوم

    • Author, رحمان الله
    • دنده, بي بي سي، پېښور

پاکستان کې مېشت افغان کډوال د پاکستان هغې پرېکړې خورا اندېښمن کړي چې بې اسناده کډوال باید د اکتوبر تر پایه پخپله خوښه له دې هېواده ووځي. افغان کډوال فريد په پېښور کې ریکشه چلوي چې خپلې کورنۍ ته روزي وګټي، د نوموړي د ګټې وټې یوازېنۍ وسیله همدا ده.

خود پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې فريد په اړه ارزانه بيه د خپلې ریکشې خرڅولو ته اړ کړی.

هغه وايي "ریکشه مې اخیستې وه خو چې اوس د افغان کډوال د ويستلو اوازې دي او لږ وخت يې ورکړی، نو اوس چې زه دا ریکشه خرڅوم، په درې نیم لکه روپۍ مې اخیستې، د چلولو اجازه هم لرم، خو اوس یې رانه خلک په یو نیم لک روپۍ نه اخلي".

د فريد په شان ډېری نور افغان سوداګر هم په ارزانه بيه د خپلو توکو خرڅولو ته اړ شوي. افغان سوداګردا دا ګیله هم کوي چې د دوی اکثره سوداګري په پور چلېږي.

دوی اکثره توکي په پور اخیستي، چې اوس په دومره لږ وخت کې د هغوی پیسې نه شي برابرولی او د میلیونونو روپیو له تاوان سره د مخامخېدو وېره لري.

‌د پېښور په کارخانو بازار کې يوه افغان سوداګر حضرت علي شينواري بي بي سي ته وويل چې د دوی ټول کاروبار په اوګرايي چلېږي او دوی اوس په دې هڅه کې دي چي خپلې پيسي راوباسي.

دی وايي خلک پيسې هم نه راکوي ‍ځکه هغوی دا فکر کوي چې افغان سوداګر خو ه‍سې هم روان دي نو له دې کبله افغان سوداګر ډېر په لویه ستونزه کې دي.

د پاکستان حکومت د کډوالو په ګډون د ناقانونه بهرنیانو د ويستلو پرېکړې هر افغان وګړی چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري په یو ډول اغېزمن کړی دی.

ځينې غير قانوني کډوال چې کډې باروي د خپل کور د استعمال توکيو په ارزانه بيه خر‍څلاو ته اړ شوي.

په پېښور کې د يو افغان کډوال ابرار مېرمن وايي دوی په افغانستان کي د طالبانو د حکومت راتلو سره پاکستان ته را کډه شول.

هغه وايي د کندهار له لارې پاکستان ته ډېره په سختۍ راغلل. دلته یې اوس زامنو کار پيل کړی نو اوس ورته پاکستان وايي چې تاسو بېرته ولاړ شئ.

مېرمن ابرار وايي يو نيم کال وړاندې چې کله د طالبانو د حکومت له کبله پاکستان ته کډه کېدل نو هلته یې خپل ټول توکي ډېر په ارزانه بيه خر‍‍ څ کړل او اوس بيا د خپل توکو په ازرانه بيه خرڅولو ته اړ شوي چې بېرته افغانستان ته کډه شي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې ټولو هغو مېشتو بهرنیانو ته چې قانوني اسناد نه لري د اکتوبر تر يو دېرشمه په خپله خوښه له دغه هېواده د وتلو امر کړی.

د رپوټونو پر بنسټ، د حکومت له دې اعلان وروسته زرګونه کورونه بېرته افغانستان ته کډه شوي.

د پېښور په کارخانو مارکېټ افغان سوداګرو کابو خپل پن‍ځوس دوکانونه تړلي او افغانستان ته کډه شوي او هم دغه راز د پښتونخوا په نورو سيمو کې هم افغان سوداګرو خپل کاروبارونه بند کړي او افغانستان ته خپل کاروبار لېږدولی دی.