تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هوا له سړېدو سره له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان کې د هوا له سړېدو سره هممهاله له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
د طالبانو په حکومت کې د کډوالو وزارت هره ورځ له ایران او پاکستانه د شاوخوا لس زرو افغان کډوالو د بېرته ورستنېدو خبر ورکړی.
پاکستان او ایران دواړو ويلي چې بې اسناده افغان کډوال باسي، خو له پاکستانه راپورونه وايي چې هلته اسناد لرونکي افغان کډوال هم خوندي نه دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو بنسټونو د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو بیا بیا غږ کړی چې افغان کډوال دې په زوره نه باسي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت یوازې د تلې په نهه ویشتمه ورځ له ایران او پاکستانه لږترلږه د شپږو زرو د ډېرو کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی.
دا یوازې د هغو کډوالو شمېر دی چې له پاکستانه د تورخم او له ایرانه د اسلام کلا له لارې راستانه شوي.
دوی تر ډېره هغه کډوال دي چې له دغو هېوادونو په زوره ایستل شوي.
دا لړۍ په ورځني ډول روانه ده او هره ورځ شاوخوا لس زره کډوال له دغو هېوادونو افغانستان ته ستنېږي.
د طالبانو حکومت په ننګرهار ولایت کې، چې له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه پروت دی، د په زوره ایستل شویو کډوالو لپاره د یوه لنډمهاله پنډغالي د جوړولو اعلان کړی.
دا کمپ په لعلپورې ولسوالۍ کې جوړ شوی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هوا په سړېدو ده. همدا نن د افغانستان په مرکزي او ختیزو سیمو کې د ورښتونو او سیلیو اټکل شوی دی.
خو د پاکستان حکومت ټولو ناقانونه افغان کډوالو ته، چې اټکل کېږي یو اعشاریه اووه میلیونه کېږي، د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه له هېواده د وتلو امر کړی دی.
خو دغه هېواد کې هغه افغانان هم خوندي نه دي چې اسناد لري.
په اسلام آباد کې افغان کډوال غفارخان چې کور يې له مخکيني خبراوي پرته نړول شوی او
یو شمېر نور کډوال وايي اسناد لرونکي او بې اسناده ټول افغان کډوال په نښه کېږي.
په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله او مدافع وکیله منیزه کاکړ هم وايي چې هلته د نیول کېدونکو کډوالو اتیا سلنه اسناد لري.
د ایران کورنیو چارو وزیر هم د "ناقانونه کډوالو" د شړلو غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو هېوادونو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې افغانان دې په زوره نه باسي.
تېره اونۍ د ملګرو ملتونو دریو چارواکو پر پاکستان غږ وکړ، چې سملاسي دې د افغان وګړو د ايستلو پلان لغوه کړي.
په پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو این اېچ سي ار ویاند قیصر خان اپریدي بيبيسي ته ویلي، دوی د پاکستان حکومت ته د نور ملاتړ د ورکړې تر څنګ له هغوی بیا بیا غوښتي چې په زوره دې افغان کډوال بېرته نه ستنوي.
په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر 'ریچارډ بېنېټ'، د کډوالو د حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر 'فېلېپ ګونزالس مورالس' او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې د دغه سازمان ځانګړي رپورټرې 'ریم السالم' په ګډه اعلامیه کې ویلي، د افغانانو په زوره شړل به دوی له نه جبرانېدونکي زیان سره مخامخ کړي.
د دوی په خبرپاڼه کې راغلي، ډېری دغه افغانان د بشري حقونو د جدي اندېښنو او په افغانستان کې د بشري ناورین له امله د امنیت او خوندیتوب په لټه کې پاکستان ته تللي دي.
په خبرپاڼه کې پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او غیر قانوني چلند په اړه هم اندېښنه ښودل شوې.
خو پاکستان وړاندې ویلي چې پر خپله پرېکړه ولاړ دی.