تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د روغتیا نړیوال سازمان: د غزې ستر روغتون 'الشفا' له فعالیته غورځېدلی
د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو اېچ او" وايي د غزې تر ټولو ستر روغتون 'الشفا' له فعالیته غورځېدلی او نور د یوه روغتون په څېر فعالیت نه کوي.
دا سازمان وايي د دغه روغتون شاوخوا دوامداره ډزو او بمباریو له مخکې ناوړه شرایط لا پسې بدتر کړي دي.
ډبلیو اېچ او همدا راز غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت چارواکو په حواله ویلي چې لا هم له ۲۳۰۰ ډېر کسان د دغه روغتون دننه پاتې دي.
پخپله الشفا روغتون ډاکترانو د دغه روغتیاي مرکز حالت د جګړې ډګر ته ورته بللی دی.
چارواکي وايي، په دغه روغتون کې زرګونه کسان بند پاتې دي او له دوو نورو روغتونونو 'النصر او رنتسي' را ايستل شوي ناروغان هم پر سړکونو پراته دي او درملنې ته لاسرسى نه لري.
هممهاله د اسرائیلو پوځ ویلي چې له دغو دوو روغتیايي مرکزونو یې د ناروغانو د ایستلو لپاره زمینه برابره کړې ده.
د الشفا روغتون ډاکټرانو ویلي دي چې د بریښنا د پرې کیدو له امله له وخت نه مخکې زېږېدلو ماشومانو په ګډون د ناروغانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.
بيبيسي ته په استول شویو تصویرونو کې لږترلږه ۲۰ ماشومان لیدل کېږي، چې جراحي واټ کې پر بسترونو اچول شوي دي.
ویل کېږي دغه ماشومان مخکې په اېنکیوبېټرونو کې ساتل کېدل خو اوس د برېښنا او په جنراتورونو کې د تېلو نشتوالي له کبله دغه اړین روغتیايي وسایل له فعالیت غورځېدلي دي.
اسرائیلي چارواکو تور پورې کړی چې حماس دغه روغتون ته د تیلو د انتقال مخه نیولې ده. خو حماس دغه تورونه رد کړي دي.
د فلسطین د ملي نوښت مشر ډاکټر مصطفی برغوتي بيبيسي ته وویل، اسرائیل حماس نه بلکې د غزې خلک له منځه وړي.
دی وايي "هغوی حماس له منځه نه وړي، بلکې په غزه کې د فلسطین خلک له منځه وړي. تر اوسه يې د پنځو زرو ماشومانو په ګډون يوولس زره ملکي وګړي وژلي او اوس پر روغتونونو بريدونه کوي او په یوه وخت کې درې جنګي جنايتونه ترسره کوي. د ډله ییزې سزا جنګي جنایت، د نسل وژنې جنګي جنایت او د توکم وژنې جنګي جنایت."
د یونیسف ویاند جیمز ایلډر وايي، په غزه کې ماشومانو سره د مرستې لپاره یوازېنۍ لاره اوربند دی.
هغه خبرداری ورکړی چې که دغه کار ونه شي، هلته به د ماشومانو وضعیت لا پسې خراب شي.
جېمز اېلډر وايي: "نه پوهېږم له ماشینونو تر وخت مخکې زېږېدلو ماشومانو ایستل چې باید په ماشینونو کې ګرم پراته وي او له برېښنا پرته د هغوی ګرم ساتل به څنګه ممکن وي؟ روغتونونه سونتوکي نه لري، موږ اکسیجن ته اړتیا لرو. له دې پرته هغوی ژوندي نه شي پاتې کېدلی."
ورته مهال حماس اعلان کړی چې په غزه کې د الشفا روغتون شاوخوا یې د اسرائیلي ځواکونو د روانو عملیاتو په غبرګون کې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو پر سر خبرې ځنډولې دي.
وړاندې ویل شوي و چې په دغه اړه مذاکراتو کې پرمختګ شوی و.
بل لوري ته سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر جوبایډن د قطر له امیر تمیم بن حمد آلثاني سره غزه کې له ملکیانو سره د مرستو او د یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه خبرې کړې.
په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د اسرائیلو له لوري په هوايي بمباريو او بریدونو کې تر دې دمه شاوخوا یولس زره او دوه سوه فلسطینیان وژل شوي چې څه باندې څلور زره او شپږ سوه پکې ماشومان او ۳۱۰۰ ښځې دي.
د ټپیان شمېر بیا له ۲۸ زرو اوښتی دی.