تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په نګورنو-قره باغ کې پر اوربند هوکړه شوې
د اذربایجان له خوا په نګورنو قرهباغ کې د تازه پیل شویو پوځي عملیاتو له پیل ۲۴ ساعته وروسته، دواړه لوریو په اوربند هوکړه کړې ده.
په نګورونو-قره باغ کې ارمني توکمه ځواکونو د اوربند لپاره د روسیې شرایط منلي دي. یوه له مهمو غوښتنو چې د دغو ځواکونو منلې، په بشپړ ډول د بې وسلې کولو وړانديز دی.
په جنوبي قفقاز کې نژدې ۱۲۰ زره ارمني توکمه خلک اوسېږي چې په نړیواله کچه د اذربایجان برخه بلل کېږي.
درې کاله وړاندې اذربایجان د قره باغ شاوخوا سیمې ونېولې او دوه ورځې مخکې یې پر سه شنبه یې د بشپړې تسلیمۍ غوښتنه وکړه.
کره باغ کې چارواکي وايي، د اذري ځواکونو د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې نژدې ۲۷ کسان وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
پرون د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي و، د اذربایجان لخوا په نګورنو قرهباغ کې تازه پیل شوي پوځي عملیات د منلو نه دي او سملاسي باید ودرول شي.
هغه د اېکس یا پخواني ټویټر په دوو جلا پیغامو کې لیکلي، چې د دغو عملیاتو په تړاو یې د اذربایجان له ولسمشر الهام عليیف او د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره تلېفوني خبرې کړې دي.
ښاغلي بلېنکن ویلي و، چې اذربایجان باید د وضعیت له خرابولو ډډه وکړي او شخړې ته سوله ییزه حل لاره ولټوي.
هغه زیاته کړې چې د اذربایجان له ولسمشر سره په خبرو کې یې له هغه غوښتي چې په نګورنو قرهباغ کې پیل کړي عملیات سملاسي بند کړي.
د یادونې ده چې اذربایجان دوه ورځې وړاندې د قره باغ په لوړو کې د "ترهګرۍ ضد" عملیاتو د پیل خبر ورکړی او ویلي یې وو چې دغه عملیات به تر هغې روان وي چې د دې سیمې ټول بېلتونپال ارمنیان تسلیم شوي نه وي.
په دې سیمه کې له څو میاشتو راهیسې وضعیت ترینګلی دی.
په وروستي ځل درې کاله وړاندې د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ د دې ځای پر سر خونړۍ جګړه نښتې وه.
باکو په دغه ځای کې فعالو "وسله والو ارمني تشکېلاتو" ته امر کړی چې خپل ناقانونه رژیم منحل کړي او وسلې دوی ته وسپاري.
ارمینیا او اذربایجان لومړی ځل په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د دې سیمې پر سر جګړه کړې وه.
له هغې را وروسته دا ځای له ارمينیا سره و.
خو اذربایجان د ۲۰۲۰ کال جګړه کې د اوربند له هوکړې او څارنې لپاره یې د روسي سوله ساتونکو له ورتګ وړاندې د نګورنو قرهباغ شاوخوا ځينې سیمې بېرته ونیوې.
د قره باغ ارمني اوسېدونکو سېشنبه د اوربند او د خبرو وړاندیز وکړ.
خو د اذربایجان له ضرب الاجل وار له مخه روښانه وه چې باکو غواړي پر دې غرنۍ سیمې خپله ولکه او کنټرول پياوړی کړي.
د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان باکو تورن کړی چې د ارمنيانو قومي تصفیې لپاره یې ځمکني علمیات پیل کړي.
خو سلګونو ارمنیانو چې دغو عملیاتو ته د خپل حکومت له غبرګونه ناراضه دي، په یروان کې د پارلمان مخ ته تاوتریخجن لاریونونه پیل کړي.
احتجاج کوونکو لومړی وزیر پاشینیان خاین بللی او د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
روسیې د ۲۰۲۰ کال له جګړې وروسته په نګورنو قره باغ کې د اوربند څارنې لپاره شاوخوا ۳۰۰۰ ځواکونه ځای پر ځای کړي.
خو داسې ښکاري چې د اوکرایین جګړې له دې سیمې او دغلته د سولې ساتنې له ماموریته د مسکو پام اړولی دی.
د قره باغ لوړو کې شاوخوا ۱۲۰ زره ارمني توکمي ژوند کوي.
روسیې ویلي، ځواکونو یې نږدې ۵۰۰ ملکیان خطر سره له مخامخ سیمو ایستلي دي.
خو ارمني بېلتونپال بیا له دې ځایه په ټولیز ډول د ۷۰۰۰ کسانو د بې ځایه کېدو خبره کوي.