ای‌سپېس: د جاپانۍ سپوږمکۍ کوزوونکي احتمالا ټکر کړی

یو جاپانی شرکت هیله من دی چې پر سپوږمۍ به د خپلې لومړنۍ خصوصي سپوږمکۍ په ښکته کولو تاریخ جوړ کړي،‌ چې احتمالا دا ماموریت یې له ماتې سره مخامخ شوی.

له هکوټا – ار لونر ښکته کوونکي سره له کوزېدو شېبه مخکې اړیکه پرې شوې ده.

انجنیران اوس دا ارزوي چې دا مسله څه پېښ شوي دي.

توکیو مېشت (ای سپېس iSpace) هیله لرله چې ښکته کوونکی به یې وکړای شي یوه کشفوونکې مصنوعي سپوږمکۍ د ټینیس د پنډوسکي په اندازه له یوه روباټ سره پر سپوږمۍ ښکته کړي.

دا سپوږمکۍ په تېره ډیسمبر میاشت کې د سپېس اکس توغندي په مټ توغول شوې وه او خپل منزل ته رسېدو کې یې پنځه میاشتې وخت ونیو.

د ای سپېس شرکت اجراییوي مشر تاکیشي هکماډا ویلي له پلان شوې ښکته کېدنې نژدې ۲۵ دقیقې وروسته "له ښکته کوونکي سره زموږ اړیکه ټینګه نه شوه".

دی زیاتوي: "باید داسې وانګېرو چې موږ د سپوږمۍ پر سطحه د ښکته کېدو دې ماموریت کې ونه توانېدو".

په ژوندیو خوځنده رسمونو کې په ډاګه شوې چې اېم۱ ښکته کوونکي د ګرېنویچ پر وخت د سې شنبې ورځې په ۱۶:۴۰ بجو کله چې د سپوږمۍ سطحې ته کابو ۲۹۵ فوټه (۸۹ متره) نژدې شوه، ښکته کېدو ته چمتو شوې وه.

د سپوږمکۍ لوړوالی څه باندې دوه متره او وزن یې ۳۴۰ کیلوګرامه دی، چې د معیاري مصنوعي سپوږمکیو له اندازې نسبتا کوچنۍ ده.

په پام کې وه چې د ښکته کېدو پر مهال به په مدار کې یو ساعت وخت ونیسي. یاده سپوږمکۍ په یوه ساعت کې ۶۰۰۰ کیلومتره چټکه روانه وه.

د سپوږمۍ شمالي نیمه کُره کې د ښکته کېدو ځای ته تر رسېدا وروسته، په پام کې وه چې هکوټاو ار د سپوږمۍ د سطحې او فضا په اړه څېړنې وکړي. یوه دغه مصنوعي سپوږمکۍ د لوبتوکو جوړولو TOMY شرکت جوړه کړې وه.

امریکا،‌ روسیه او چین هغه یوازېني هېوادونه دي چې د سپوږمۍ پر سطحه د روباټونو ځای پر ځای کولو توانېدلي.