د ایران ځانګړی استازی: د افغانستان په باب مو له پاکستان سره د سیمه‌ییزې ډلې پر جوړښت هوکړه وکړه

آصف درانی او حسن کاظمي قمي

د عکس سرچینه، FOREIGNOFFICEPK/X

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او سفیر حسن کاظمي اسلام آباد ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي جلیل عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره هم کتلي دي.

ښاغلي قُمي پر ایکس یوه بیان کې ویلي دې کتنو کې یې پر دې خبره ټينګار کړی چې سیمه کې سوله او ټيکاو افغانستان کې له سولې او ټيکاو سره تړلی دی.

د ایران سفیر وویل د سیمې د هېوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډيو په کچه نوښتونه د سولې ټينګښت سره مرسته کوي.

ایران او پاکستان افغانستان کې د طالبانو له ادارې سره اړيکي اړیکي پالي، خو ځینې وخت یې ترمنځ ترینګلتیاوې هم رامنځ ته کېږي.

حسن کاظمي ویلې د همدې موخې لپاره یې له پاکستاني لوري سره هوکړه کړې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د تماس سیمه ییزې ډلې اصلي برخه وي او طالبانو ادارې ته رغنده وړاندیزونه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوه بیان کې سیمه کې د ثبات لپاره پر همغږۍ ټینګار کړی او دې لړ کې یې افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د ګاونډیو رول مهم ګڼلی.

د ایران استازي د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي او د لومړي وزیر له مرستیال سره هم پر همدې وړاندیز غږېدلی و او ویلي وو هرکلی یې شوی.

ایراني چارواکو ویلي طالبانو د دې وړاندیز هرکلی کړی او د ځانګړو استازو د غونډې کوربتوب ته یې چمتووالی ښودلی، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د وضعیت په باب د حسن کاظمي قمي او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر جلیل عباس جیلاني ترمنځ کتنه

د عکس سرچینه، @FOREIGNOFFICEPK

د عکس تشریح، د افغانستان د وضعیت په باب د حسن کاظمي قمي او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر جلیل عباس جیلاني ترمنځ کتنه

ایران او پاکستان د طالبانو له ادارې سره پراخ اړیکي لري، دا دواړه هېوادونه په افغانستان کې د وسله والو ډلو "داعش" او د پاکستاني طالبانو تحریک د فعالیت په اړه هم اندېښنې لري، ورته مهال یې له طالبانو غوښتني چې یو ټول ګډونی حکومت رامنځ‌ته کړي.

همدې مسلو ته په اشارې د ایران سفیر ویلي د تماس دا ډله به د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو او د نړیوالې ټولنې اندېښنو ځوابولو لپاره د یوه منطقي زماني جدول له مخې ګام په ګام کار وکړي.

ایران کې د وروستي خونړي برید مسؤولیت "داعش" خراسان ډلې منلی و، ایران چارواکي ویلي یو بریدګر چې تاجکستانی و افغانستان کې "داعش" ډلې سره یو ځای شوی.

پاکستان وايي له کله چې طالبان افغانستان کې واک ته رسېدلي پاکستاني ۴۰ سلنه ترهګریز بریدونه زیات شوي دي. پاکستان وايي د طالبانو اداره د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي، خو د طالبانو اداره وايي هېچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.

ایران ، مسکو کې د افغانستان په اړه یوه غونډه کې په تېره سپتمبر میاشت کې د تماس سیمه‌ییز ډلې د جوړولو وړاندیز کړی وو، هغه مهال ایران ویلي د دې ډلې یو هدف افغانستان کې د یوه پراخ بنسټ حکومت جوړول لوي، خو طالبان په کور د ننه او له بهره د دوی د ادارې پر څرنګوالي له نیوکو سره سره هغه ټول ګډونی بولي.