کرېکټ نړیوال جام: افغانستان او پاکستان نن له فشار ډکه لوبه کې مخامخېږي

Cirk

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف
    • Author, عنایت الحق یاسیني
    • دنده, چېنای، هندوستان

د هرې ورځې له تېرېدو سره په هندوستان کې د کرېکټ روان نړیوال جام بېلابېلو لوبډلو لپاره د جدول د پواینټونو له پلوه مهم پړاو ته داخلیږي.

په دې توګه لوبډلو ته هره لوبه لا مهمېږي.

په دې لړ کې یوه تر ټولو مهمه لوبه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نن په چېنای کې ده.

پاکستان دې جام کې تراوسه له څلورو دوه او افغانستان یوازې یوه لوبه ګټلې ده.

دا دواړه ټیمونه له دې وړاندې پر وروستي ځل د ۲۰۱۹ کال د یو ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې د انګلستان په لیډز کې سره مخامخ شوي وو.

په هغې لوبه کې افغانستان ۲۲۷ منډې کړې وې او پاکستان ورکړ شوی هدف په پنځوسم یا وروستي اور کې په داسې حال کې پوره کړ، چې اته لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

د افغانستان یو شمېر لوبغاړي چې په هغې لوبه کې لوبېدلي وو، د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام کې هم شامل دي.

د ۲۰۱۹ کال سیالۍ کې له دواړو لوبډلو ان یو توپ وهونکی هم نه و توانېدلی چې پنځوسیزه وکړي.

د پاکستان له لوري تر ټولو کامیاب توپ اچوونکي شاهین شاه افریدی و، چې څلور افغان لوبغاړي یې سوځولي وو.

د افغانستان له لوري بیا محمد نبي او مجیب الرحمان دوه دوه پاکستاني لوبغاړي سوځولي وو.

په روان نړیوال جام کې مجیب الرحمان د انګلنډ پر وړاندې د بري میچ کې درې لوبغاړي وسوځول او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

Cri

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان شاهین شاه اپریدي بیا له استرالیا سره لوبه کې، که څه هم پاکستان وبایلله، د مقابل لوري پنځه لوبغاړي وسوځول.

پاکستان له دوو پرله پسې ماتو او افغانستان په همدغه میدان کې له یوې ماتې وروسته دا سیالي کوي.

دا وېکټ یا پېچ سپن توپ اچوونکو ته ښه بلل کېږي، خو نیوزلینډ سره سیالۍ کې د افغانستان تېزو توپ اچوونکو عظمت الله عمرزي او نوین الحق تر سوکه توپ اچوونکو ډېر یعنې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان کرېکټ ټیم کوچ یا مشر روزونکي جانتن تراټ پرون یوه خبري کانفرانس ته وویل چې دوی ته هر لوبه مهمه ده، د هرې لوبې د ګټلو هڅه به کوي، یوازې په سپېن توپ اچوونې تیکه نه کوي او هڅه به یې دا وي، چې د فیلډنګ په ګډون ټولو برخو کې ښه لوبه وکړي او ټول کېچونه ونیسي.

له نیوزیلنډ سره په تېره لوبه کې د افغانستان توپوهنه سقوط سره مخامخ او ډګر ساتنه یا فیلډینګ یې هم ډېر کمزوری و.

TR

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جانتن تراټ - د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی

پاکستاني لوبغاړي امام الحق پرون دلته په چېنای کې خپل خبري کانفرانس ته وویل چې "افغانستان یو ښه ټیم دی، مقابل لوري ته ماتې ورکولی شي، خو مونږ تېر کې د افغانستان پر وړاندې ښه لوبېدلي یو او په خپلې وړتیا ډاډه یو".

امام الحق دې پوښتنې ته په ځواب کې چې تاسې له دوو پرله پسې ماتو وروسته دا لوبه کوئ، وویل "هو - مونږ دوه وروستۍ لوبې بایللې دي، ښه لوبه مو نه وه کړې، مونږ په دې خپلو کې غږېدلي یو او ان شاءالله چېنای کې به له یوه نوي فکر سره میدان ته راځو".

په تېر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبې په یوه ډول سخت خپلمنځي رقابت او سیالۍ هم اوښتې دي.

Crick

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغان لوبډلې کوچ هم دا ومنله چې د دواوړ لوبډلو ترمنځ سیالي شته، خو زیاته یې کړه چې ټول لوبغاړي یو بل ته درناوی لري او د ښې لوبې تمه کوي.

دواړه لوبډلې به په جدول کې د درجه بندۍ او پواینټونو د ترلاسه کولو پر فشار سربېره د خپلو پلویانو د تمو او هیلو له فشار سره هم نن میدان ته کیوځي او هغه لوبډله به ترې بریالۍ راوځي چې په ښه توګه د دغو فشار مقابله او د خپلو مخکینیو لوبو د تېروتنو له تکرارولو ډډه کوي.

د افغانستان ماتې به بل پړاو ته د تګ احتمال نژدې په بشپړ توګه له منځه یوسي او د پاکستان ماتې به په دې معنی وي چې په پاتې لوبو کې به د تېروتنو هېڅ فرصت نلري او بله هره ماتې به یې راتلونکي پړاو ته له تګ راګرځوي.