تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا دا کوچنی ټاپو یوه محرمه جاسوسي اډه ده؟
- Author, جېکوب ایوانس
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
ارناود پاولې هېڅکله نه غوښتل د هند سمندر له کوچني ټاپو اګالېګا ووځي، خو سږکال هغه خپله توښه وتړله او د خپل کور د پوځي کېدو له کبله زړه ماتی ترې ووت.
تر وروستیو پورې، یوازې ۳۵۰ کسانو په اګالېګا کې ژوند کاوه، دوی پر کب نیولو او د ناریل پر کښت بوخت وو. نور خواړه په کال کې څلور ځله د ماریشیس له مرکزه- چې سوېل کې ۱،۱۰۰ کیلومتره (۶۸۰ مایله) لیرې پروت دی - د کښتۍ په مټ لېږدول کېدل.
ډېر کم وخت هغه هم په روغتیايي بېړنیو حالاتو کې له یوه کوچني هوایي ډګر ګټه اخیستل کېده.
خو په ۲۰۱۵ کې موریس جمهوریت، چې اګالېګا یې برخه ده، یو تړون لاسلیک کړ چې هند د سمندري امنیت په هدف د دواړو هېوادونو د ژورې همکارۍ د یوې برخې په توګه هلته د ۳۰۰۰ مترو پراخه ځغاستلیکه او یو نوی لوی بندر جوړ کړي.
په هرحال، ځینې اګالېګان وېره لري چې دا به پوځي حضور ته وده ورکړي.
۴۴ کلن هنرمن پاولې، چې رګي غږوونکی هم دی، د پروژې پر ضد د کمپاین مشري کوله.
هغه وايي: "زه له خپل ټاپو سره مینه لرم او زما ټاپو له ما سره مینه لري. خو کله چې له دې اډې پرده پورته شوه، زه پوهېدم چې باید لاړ شم."
اګالېګا به چې د هند سمندر سوېل لوېدیز کې دوه کوچني ټاپوګان دي او مساحت یې ټولټال ۲۵ کیلومتره مربع کېږي، هند لپاره د سمندري ترافیک د څارنې یو مناسب ځای وي.
سږ کال جولای میاشت کې له اخیستل شویو انځورونو سره د سپوږمکۍ د انځورونو له پرتلنې ښکاري چې څومره بدلون پکې راغلی دی.
د کجور ونو په څېر غالۍ ځغاستلیکې لپاره لاره جوړه کړې. دا د شمالي ټاپو اوږدو کې د دوو کلیو "لا فورچ" او "وینګټ - سینک" کلیو ترمنځ غځېدلې ده.
د اسټرالیا په ملي پوهنتون کې د پياېچډي پوهاند سیمویل باشفیلډ په وینا، دوه شاوخوا ۶۰ متره پلنې ودانۍ د الوتکو د کښته کېدا په ځای کې معلومېږي، چې لږ تر لږه یوه یې کېدای شي د هند د سمندري ځواک P-8I الوتکې درېدو لپاره هنګر وي.
P-8I یوه بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه ده چې د اوبتلولو د ښکار، احتمالي برید او د سمندري مخابراتو نظارت لپاره جوړه شوې. د ټاپو استوګنو لا دمخه په هوایي ډګر کې د الوتکې عکس اخیستی دی.
ښاغلي باشفیلډ وايي: "لکه څنګه چې د سپوږمکۍ نوي انځورونه شته، موږ به د هند سمندر په اړیکو کې د اګالېګا پر رول ښه پوه شو."
د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ دغو تاسیساتو ته د "څارنیزې اډې" په توګه اشاره کوي او وايي احتمال لري چې د موریس په هر ځای کې د هند له خوا جوړو شویو تجهیزاتو ته ورته د ساحلي رادار نظارت سیسټم ولري.
د هند حکومت د اګالېګا په اړه پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه، او بيبيسي ته یې ویلي، چې د دوی وېبپاڼه کې پخوانیو بیانونو ته مراجعه کړي.
په یوه کې یې لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي، هند او موریس په سمندري امنیت کې "طبیعي شریکان" دي، چې د هند سمندر په سیمه کې له دودیزو او غیر دودیزو ننګونو سره مخ دي.
دواړه هېوادونه له ۱۹۷۰ لسیزې راهیسې نژدې دفاعي اړیکې لري. د هېواد د ملي امنیت مشاور، د ساحل ساتونکي مشر او د پولیسو د چورلکو د سکواډرن مشر ټول هندي اتباع دي او په ترتیب سره د هند د بهرنۍ استخباراتي ادارې، سمندري او هوایي ځواک افسران دي.
د لندن کینګز کالج د هند انسټیټیوټ پروفیسر هرش پنټ وايي، دواړه خواوې غواړي چې دې تاسیساتو ته "د هر ډول نظامي کارونې پرتله د ظرفیت لوړولو د یوه بنسټ په سترګه وکتل شي".
خو دا هم پټه نه ده چې هند او د هغه لوېدیځ ټلوال د هند په سمندر کې د چین د زیاتېدونکي حضور په اړه اندېښمن دي.
په داسې حال کې چې دا د یو لوی هېواد لپاره غیر عادي نه دي چې د کوچني ټلوال په خاوره کې نظامي اډه جوړه کړي، خو په اګالېګا کې ساختماني کار د ټاپو ځینې استوګن له ستونزو سره مخامخ کړي.
د ټاپوګانو د سپینو شګو ساحلونو په ګډون یو شمېر سیمې لا دمخه کلابندې شوي دي. داسې ګنګوسې هم روانې دي چې د هند زېربناوې به د لا فورچي کلی، چې زېربناوې ترې رچارچاپېره دي، لاندې شي او هغه ۱۰ کورنۍ به چې هلته اوسېږي، په زوره وایستل شي.
د اګالېګا د ملګرو ټولنې مشر لاوال سوپرامانین وايي "دا به هنديانو لپاره په بشپړ ډول ممنوعه سیمه شي."
د اګالېګا یوشمېر اوسېدونکي له چاګوس ټاپوګانو نه ختیځ ته ۲۰۰۰ کیلومتره لیرې د شړلو له امله زیانمنې شوې کورنۍ دي. دوی وروسته له هغه وشړل شول چې د بریتانیا حکومت په ۱۹۶۵ کې دا ځای د بریتانیا خاوره اعلان کړه او متحدو ایالتونو ته یې د ډیاګو ګارسیا تر ټولو لوی ټاپو کې د مخابراتي سټیشن جوړولو اجازه ورکړه.
ګارسیا په تدریجي ډول په بشپړه توګه نظامي اډه شوه.
بیلي هنري وېره لري حکومت، چې په اګالېګا کې یې ټولې ځمکې په لاس کې دي او یوازېنی واکمن دی، هڅه کوي شرایط دومره خراب کړي چې ټول وتلو ته اړ شي.
هغه د روغتیا او تعلیم په برخه کې ستونزو ته اشاره وکړه، لکه په سیمهییز اقتصاد کې محدوده پانګونه، د کاري فرصتونو نشتوالی او د ځایي خلکو د خپلو سوداګرۍ پرانستلو بندیز.
د موریس د حکومت یوه ویاند بيبيسي ته وویل، هېچا ته به د وتلو امر نه کېږي او دا چې یوازې هوايي ډګر او بندر ته د ځایي خلکو د ننوتلو مخه نیسي.
د هغه وینا دغه تاسیسات یې له هېواد سره د سمندري غلو، د نشهيي توکو د قاچاق او نا منظمه کبنیونې په مخنیوي کې مرسته کوي.
موریس دا وړاندیزونه هم ردوي چې اګالېګا د نظامي اډې کوربتوب کوي. د حکومت ویاند یې وايي چې ملي پولیس لاهم په بشپړ کنټرول کې دي. په هرصورت، دا مني چې هند به د هغو نويو تاسیساتو په "ساتنه او عملیاتو" کې مرسته وکړي، چې د دغه هېواد په لګښت جوړ شوي.
د موریس او هند حکومتونه وايي چې د سمندري او هوايي ترانسپورت پرمختګونه د ټاپوګانو د ګټې اخیستنې لپاره جوړ شوي او د بېوزلۍ نه د هغوی په ایستلو کې مرسته کوي. خو ځایي خلک وایي داسې نه دي شوي: د موریس اصلي ټاپو ته هر کال یوازې څلور بېړۍ ورځي او د مسافر وړونکې الوتنې نه شته.
اګالېګان وايي چې دوی د هند لخوا جوړ شوي نوي روغتون ته نه پرېښودل کېږي.
بیلي هنري وايي، یو هلک چې د پخلي تېلو سوځولی و او رنځېده، د شمالي ټاپو له روغتیایي مرکزه د ترلاسه شوې مرستې پرتله یې لا ډېرې مرستې ته اړتیا درلوده، په اکتوبر کې روغتون کې له داخلېدو منع شوی و.
دی وايي "دا یوازې د هندیانو لپاره دی!"
دغه هلک او مور پلار یې دلته د داخلېدو پر ځای د موریس اصلي ټاپو ته وړل شوي دي. لاوال سوپرامانین وايي هلک اوس هم هلته په روغتون کې دی او دا چې کورنۍ به یې تر هغې په اصلي ټاپو کې پاتې وي چې اګالېګا ته کښتۍ نه وي روانه شوې.
د موریس حکومت د دغه هلک د قضیې په اړه پوښتنې ځواب نه کړې. د هند حکومت هم په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
لومړي وزیر پرویند جگناوت د موریس پارلمان ته په یوه وروستۍ وینا کې وویل چې د اګالېګا ټولنیز-اقتصادي پرمختګ د هغه د حکومت اجنډا کې تر هر بل وخت مهم لومړیتوب دی.
هغه وویل، د ټاپو اوسېدونکو لپاره د روغتیا، تعلیم، ترانسپورتي اړیکو، او تفریحي اسانتیاوو ښه کولو او د کب نیولو سکتور ته د ودې ورکولو لپاره یو "ماسټر پلان" چمتو شوی.
خو بېباوري د دې حقیقت له امله رامنځته کېږي چې نه هند او نه هم ماریوس د ۲۰۱۵ د هوکړې په اړه توضیحات خپاره کړي. د راتلونکي لپاره د دوی پلانونه هم ناڅرګند دي.