امریکا له ايران سره خبرې "مثبتې او رغنده" بللې دي

د امریکا سپینې ماڼۍ په یوه بیانه کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټيف وېټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ د ايران د اتومي پروګرام پر سر د شنبې ورځې خبرې اترې "ډېرې مثبتې او رغنده" بللې دي.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي، "ځانګړي استازي وېټکاف ډاکټر عراقچي ته ويلي چې ولسمشر ټرمپ ورته دنده سپارلې چې د امکان تر کچې د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي."

په بیان کې راغلي، "دا مسلې خورا پېچلې دي، او د امریکا د ځانګړي استازي لخوا مستقيمې خبرې د دوه اړخیزو ګټورو پایلو ترلاسه کولو په لور یو ګام و."

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي چې د ايراني پلاوي مشري کوي هم دغه خبرې مثبتې بللې دي.

نوموړي د ايران دوتلي تلويزيون ته ويلي، "زما په نظر، د لومړۍ غونډې په توګه، دا یوه رغنده غونډه وه چې په ډېره سوله ایزه او له درناوۍ ډک چاپېریال کې ترسره شوه، هېڅ نامناسبه ژبه ونه کارول شوې."

سپینې ماڼۍ دا هم ويلي چې دواړه خواوې به راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ (اپریل ۱۹مه) بیا سره وویني.

د ايران اتومي پروګرام پر سر د دغه هېواد او امريکا ترمنځ خبرې په عمانۍ پلازمېنه مسقط کې وشوې.

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د خپل هېواد ټلويزيون سره خبرو کې ويلي، تهران "يوه عادلانه هوکړه" غواړي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپل هېواد په ۲۰۱۸ کال کې د ايران او نړۍ ځواکمنو هېوادونو ترمنځ له يوې پخوانۍ اتومي هوکړې وايست، او له پخوا یې ويل دی به يو "لا غوره" تړون کوي. تر دې دمه ايران د دې هوکړې په اړه له سره خبرې رد کړې دي.

د ولسمشر ټرمپ استازی سټیف وېټکاف، چې د امريکايي پلاوي مشري کوي، يوازې د مخامخ کتنو يادونه کړې ده. خو تر ټولو مهمه مسئله دا ده چې هر اړخ به څه ډول تړون مني. ولسمشر ټرمپ يوازې دا ويلي، چې ايران اتومي وسله نه شي لرلی.

ايران بيا د بنديزونو نرمولو بدل کې د يوه داسې تړون هيله لري، چې اتومي پروګرام یې ورمحدودوي خو له منځه یې نه وړي.

د ايران بهرنیو چارو وزير عباس عراقچي ويل "زموږ تکل دا دی چې له يوه برابر دريځه يوې عادلانه او درناوي وړ هوکړې ته ورسېږو، او که دا بل اړخ هم له همدې دريځه راځي نو هيله ده چې يوه پيلني پوهاوي ته د رسېدو فرصت وي، چې خبرو ته به لار هواره کړي".

ده زياته کړه، هغه کاري ډله چې ده سره ملګرې ده، له کارپوهانو جوړه ده چې "دغه ځانګړي ډګر کې پوهه لري، او د دې مسئلې پر سر د خبرو مخينه لري" .

وېټکاف د روسيې-اوکرايين جګړې سره په تړاو خبرو کې ښکېل و، او د جمعې پر ورځ یې سېنټ پيټرسبرګ کې له روسي ولسمشر ولاديمير پوتين سره کتلي دي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره مياشت، د ايران مذهبي مشر ته د متحده عرب اماراتو له لارې ليک استولی و، ويل يې، يو داسې تړون غواړي چې د اتومي وسلو ترلاسه کولو کې د ايران مخنيوی کوي او دا چې د امريکا او اسرائيلو له خوا د شونو پوځي ګوزارونو مخه ډب کړي.

ګروسي: هيلمن يم ايران او امريکا ژر تر ژره يوې هوکړې ته ورسېږي

د اتومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ مشر رفايل ګروسي ويلي هيلمن دی ايران او امريکا ژر تر ژره يوې هوکړې ته ورسېږي.

ښاغلي ګروسي چې بېجينګ کې يې د چين سي اېم جي، ټلويزيون سره خبرې کولې ويل: "هيلمن يم نن (شنبه) عمان کې د تهران او واشنګټن خبرې له دواړو خواو سره د خپلو توپيرونو لېرې کولو کې مرسته وکړي، او د په ټپه ولاړ سياسي حالت حلولو پر سر د نظر هوکړې ته ورسېدی شي."

ده زياته کړه "موږ داسې هوکړې ته اړتيا لرو چې ژر وشي. د امريکا او ايران ترمنځ به مهمه ليدنه کېږي، او هيلمن يوو، هلته يوه تر ټولو غوره هوکړه وشي".

"د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او ايران ترمنځ پيغامونه تبادله شوي دي. پوهېږو، چې لا تر اوسه ډېر توپيرونه شته، خو يو څه بايد هيله بښونکی وي، چې يوې هوکړې ته پر رسېدو پوهاوی دی. بيا د تړون برخو په څېر نور څه، او د هوکړې شرطونو په اړه خبرې کېږي"

ټرمپ د دغو خبرو په اړه يادونه د دوشنبې پر ورځ سپينې ماڼۍ ته د اسرائيلو لومړي وزير بينيامين نتنياهو د ورتلو پر مهال کړې وه، چې د سې شنبې پر ورځ يې ويل دواړو مشرانو پر دې سلا وکړه چې "ايران به اتومي وسلې نه لري".

ټرمپ خبرداری ورکړی، که کوم تړون ته رسېدنه ونه شي، امريکا به پوځي زور کاروي او ايران بيا په وار وار ويلي، تر فشار لاندې به خبرې ونه کړي.

د امريکا ولسمشر د دوشنبې پر ورځ سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته ويل چې د عمان خبرې به "ډېرې لويې" وي، دا ګوتڅنډنه یې هم کوله، که دا خبرې بريالۍ نه شي نو "ايران لپاره به ډېره بده ورځ" وي.

ايران تينګار کوي اتومي فعاليت یې په بشپړو ډول سوله ييز دی، او هېڅکله به د اتومي وسلو جوړولو يا ترلاسه کولو هڅه ونه کړي.

خو، له هغه راهیسې چې ټرمپ د ۲۰۱۵ کال له تړونه وتلی، چې د سږني کال وروستيو کې پای ته رسېږي، ايران د امريکا هغو شلوونکو بنديزونو پر وړاندې کسات کې چې اووه کاله مخکې پرې بيا عملي شوي، په زياتېدونکي ډول له هغو بنديزونو سرغړونه کړې، چې اوسني اتومي تړون يې پرې تپي، او په لوړه کچه دومره پاخه شوي يورانيم یې غونډ کړي چې د څو بمونو جوړولو لپاره بس دي.