تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له سريلنکا تر ماتې خوړلو وروسته افغانستان د کرېکټ اسیا جام سیالیو نه ووت
د کرېکټ اسیا جام سیالیو په یوه برخلیک ټاکونکې لوبه کې نن افغانستان له سريلنکا ماتې وخوړه او افغان لوبډله ونه توانېدله چې د دغو لوبو د څلورو غوره لوبډلو یا 'سوپر فور' پړاو ته لار پيدا کړي.
د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او په خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د سر توپوهونکی رحمان الله ګربز په ۱۴ او صدیق الله اتل په ۱۸ منډو وسوځېد. ورپسې کریم جنت یوه او ابراهیم ځدراڼ ۲۴ منډې وکړای شوې. تر ۱۵۰ منډو پورې د افغانستان ټولټال پنځه لوبغاړي سوځېدلي وو خو د محمد نبي کمسارې توپوهنې د افغان لوبډلې رنزونو ته ۶۰ چټکې منډې ور اضافه کړې. هغه د شپږو شپږیزو او درو څلوریزو په مرسته په ۲۲ توپونو چټکې ۶۰ منډې جوړې کړې او وسوځېده.
افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹ منډې وکړې او سريلنکا ته یې ۱۷۰ منډې هدف وټاکه.
د سريلنکا له لوري نووان توشاره د افغانستان څلور لوبغاړي وسوځول.
د سريلنکا په پاڼۍ کې که څه هم د سر توپوهونکی پاتون نیسانکا د عضمت الله عمرزي په توپ مجیب کېچ اوټ او په شپږو منډو وسوځاوه خو کوسل منډېس بیا تر ټولو ډېرې ۷۴ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.
سريلنکا لوبډلې په ۱۸ اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۰ منډې پوره کړې او دا لوبه یې له افغانستانه وګټله.
کومې لوبډلې 'سوپر فور' پړاو ته وتلې دي؟
له ننني بري سره که یو خوا سريلنکا د دغو لوبو د څلورو غوره لوبډلو یا 'سوپر فور' پړاو ته لار پيدا کړه نو بلخوا د افغان لوبډلې ماته د دې لامل شوه چې بنګلهدېش هم دې پړاو ته ووځي.
هند او پاکستان وار د مخه 'سوپر فور' پړاو ته وتلي دي.
اوس به هند، پاکستان، سريلنکا او بنګلهدېش د اسیا جام ګټلو لپاره سیالۍ سره کوي.
د 'سوپر فور' پړاو لومړۍ سیالي به د راروانې شنبې په ورځ (سپتمبر ۲۰) د سريلنکا او بنګلهدېش تر منځ وي.
د دغو څلورو لوبډلو تر منځ تر سیالیو وروسته به ګټیالۍ لوبډلې د سپتمبر پر ۲۸ نېټه د اسیا جام پایلوبې ته لار پيدا کوي او د پایلوبې ګټونکې به د ۲۰۲۵ کال د اسیا کپ شل اووریزه لوبو جام ورسره وړي.
د کرېکټ اسیا جام سیالیو په لومړي پړاو کې ټولټال اتو لوبډلو په دوو جلا ګروپونو کې لوبې سره وکړې.
په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان وو او په ب ګروپ کې افغانستان، بنګلهدېش، سريلنکا او هانګکانګ.
د یادولو ده چې د ۲۰۲۵ کال د اسیا کپ شل اووریزه سیالۍ د هند په کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې د روانې سپتمبر میاشتې پر نهمه نېټه پیل شوې او تر اوسه روانې دي.
ټاکل شوې وه دا لوبې په هند کې ترسره شي خو د پاکستان او هند تر منځ د روان کال د نښتو او ډېپلوماتيکو کړکېچونو له کبله اماراتو ته ولېږدول شوې.