د کیسو پروژه چې له افغانو کډوالو سره د انګریزۍ ژبې زدکړه کې مرسته کوي

عذرا تقوا د افغانستان ده او په مختلفو ژبو پوهېږي. دا د همدې پروژې لپاره له نورو ژبو کتابونه را ژباړي.
د عکس تشریح، عذرا تقوا د افغانستان ده او په څو ژبو پوهېږي. دا د همدې پروژې لپاره له نورو ژبو کتابونه را ژباړي.

د ماشومانو لپاره د انګرېزۍ ژبې د کیسو کتابونه او لوبو پروژه له افغان کډوالو ماشومانو سره د ژبې زدکړه کې مرسته کوي.

د بریتانیا په لویدیځ، د سوېنډن په وېلټ‌شایر ښار کې د سټوري سک په نامه پروګرام چلوونکې زیاتره ښځې دي.

دوی لیکل شوې کیسې په انګرېزي او خپلو مورنیو ژبو ماشومانو ته لولي.

کوچنیان لومړی کیسې لولي او بیا دغه مرکز په بدل کې داسې کڅوړې ورکوي چې له کیسو سره تړلي د لوبو، او ساعتېریو مواد پکې وي.

د سوېڼډن د ښاروالۍ د ملاتړ برخې یوه افسره سمیرا هیت وايي، دا پروګرام یې له هغه وروسته پیل کړ چې پوه شوه ځېنې افغان کډوالې مېرمنې له کوره نه وتلې.

دا وايي، ځېنې دغه کډوالې لوستې دي او ځینې یې ان پر خپله ژبه هم لیک او لوست نه‌شي کولی.

اغلې هیت چې د افغان کډوالو سره د همکارۍ پروګرام پر مخ وړي، وايي هغوی چې پر خپله مورنۍ ژبه کې لوست نه شي کولی نو انګریزي ورته بیخي سخته ده.

د اغلې هیت ډلګۍ د یوکراین په ګډون د نړۍ ګڼو کډوالو لپاره د همکارۍ بېلابېل پروګرامونه لري.

اغلې هیت وايي دا ښه ده، چې راغلي ماشومان له یو او بل سره اړیکې ولري. له دې سره به دوی د یوازيوالي احساس نه کوي. ډېری ماشومان پر کمپیوټرونو او موبایلونو بوخت وي

دا وايي، په یوه په زړه پورې کیسه یې دا ده چې یو ماشوم د باغدارۍ له لارې نور ملګري راټولوي .

د دې په ټکو د دغه ماشوم رول دا و چې کورنۍ په خپلو کې اړیکې جوړې کړي، همدا اړیکې دوام پیدا کړي

عذرا تقوا د افغانستان ده او په مختلفو ژبو پوهېږي. دا د همدې پروژې لپاره له نورو ژبو کتابونه را ژباړي.

د هېواد د پرېښودو پرمهال د مېرمن تقوا مېړه د بریتانیا په دفاعي اکاډمۍ کې پر زدکړو بوخت و نو الوتکې ته د پورته کېدا وخت یې و نه موند.

دوی پاکستان ته سفر وکړ او بریتانیا ته د تګ لپاره یې هلته یوه میاشت تېره کړه.

دا وايي، د دې کیسو کتابونه کډوالو ماشومانو لپاره ډېر ګټور دي او له دې سره یې د انګلیسي ژبې وړتیا لوړېږي.

اصل کې د دې کیسو لیکل ۲۷ کاله وړاندې د سوېنډن د یوه ښونځي سرښوونکي نيل ګرېفټس د ښوونځي زده کوونکو لپاره پیل کړي وو خو اوس چې د نړۍ ماشومان ترې ګټه اخلي، دی هم خوشاله دی.

ښاغلی نېل وايي، که چېرې تاسې د کیسو دغه کتابونه وګورئ نو پوهېږئ چې څومره ښه ژباړل شوي دي