تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیلو او ایران جګړه کې د امریکا ښکېلېدا، د ټرمپ لوی قیمار
- Author, انتوني زورچر
- رپوټ له:, د شمالي امریکا خبریال
ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې په تېره جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته د "سولې راوستلو" له ژمنې سره ستون شو، د ایران او اسرائیلو ترمنځ په کړکېچنه شخړه کې یې د متحده ایالتونو په ورګډولو مهم ګام اخیستی دی.
له بیا واکمنېدو وروسته منځني ختیځ ته د سولې راوستلو پر ځای، ټرمپ له یوې داسې سیمې سره مخه دی چې د یوې پراخې جګړې په درشل کې ده او متحده ایالتونه هم په کې یو اړخ دی.
نوموړي پر خواله رسنیو د امریکايي ځواکونو له خوا په ایران کې د درېیو اټومي ځایونو د په نښه کولو له اعلانه دوه ساعتونه وروسته له سپینې ماڼۍ په یوه ټلوېزیوني وینا کې دا عملیات "خورا بریالي" وبلل.
هغه هیله څرګنده کړه چې دا اقدام به د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي او د ایران د اټومي ځواک کېدو مخه به ونیسي.
ایران ویلي، د فوردو اټومي مرکز ته په دغو بریدونو کې برسیرن زیان اوښتی دی.
راتلونکی وخت به دا روښانه کړي چې کوم لوری رښتیا وايي.
داسې حال کې چې مرستیال ولسمشر جیډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ یې ترڅنګ ولاړ وو، ولسمشر ډونلډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ که له خپل اټومي پروګرامه لاس وانهخلي، نو "تر دې سختو او ډېرو اسانو" بریدونو سره به مخامخ شي: "ډېر هدفونه لا پاتي دي چې امریکا به یې په چټکۍ، دقت او مهارت سره په نښه کړي."
د ولسمشر ټرمپ پر توندې لهجې سربېره، په ایران کې د متحده ایالتونو دوامداره نظامي ښکېلتیا د متحده ایالتونو، سیمې او نړۍ لپاره ترټولو بده سناریو کېدلی شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش خبرداری ورکړ چې د امریکا متحده ایالتونو د جګړې زیاتولو پرېکړه کولی شي د "ګډوډۍ " لامل شي او یادونه یې وکړه چې منځنی ختیځ لا دمخه "په نازک حالت کې دی."
لکه څنګه یې چې ایت الله علي خامنه ای خبرداری ورکړی، که ایران غچ واخلي، نو متحده ایالتونه یې ښايي غبرګون ښودلو ته ځان اړ وویني.
"دوه اونۍ" "دوه ورځې" شوې
د اونۍ په پیل کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لحن چې ایران باید "له شرط او قید پرته تسلیم شي"، هغه یې په داسې یوه ستونزمن حالت کې واچاوه چې پرشاتګ ورته ستونزمن و. ایران هم په ځوابي ګواښونو ځان په نرۍ اوبلاره کې واقع کړی و.
دا هغه څه دي چې له امله یې جګړې پیلېږي او د ښکېلو خواوو له کنټرول او تصوره ور اخوا پراخېږي.
د پنجشنبې په ورځ، ټرمپ ایران ته دوه اونۍ وخت ورکړ، خو یوازې دوه ورځې وروسته د شنبې په شپه یې وویل د برید امر یې کړی دی.
ایا "دوه اونۍ" یوازې د امنیت په غلط احساس کې د ایران د ښکېلولو تاکتیک و؟ که د ټرمپ د "سوله کوونکي" سټیو ویټکاف په مشرۍ د پردې تر شا خبرې اترې ناکامې شوې؟
تر بریدونو وروسته په لومړنیو ساعتونو خپاره معلومات ډېر کم دي، خو ټرمپ هڅه وکړه چې د ټولنیزو رسنیو په پوسټونو او ټلوېزیوني وینا کې د سولې لاره پرانیستې پرېږدي.
اوس ټول په تمه دي چې ایران به د فردو په ګډون، چې د اټومي پروګرام غمی یې ګڼل کېږي، پر درېیو اټومي ځایونو شويو بریدونو ته څنګه غبرګون وښيي.
داسې ښکاري چې ټرمپ هیله لري دا بریدونه به ایران اړ کړي د خبرو اترو پر مېز امریکا ته ډېر امتیازات ور کړي، خو هغه هېواد چې د اسرائیلو د برید له امله یې له امریکا سره له خبرو کولو ډډه وکړه، اوس چې امریکا هم پرې بمونه وورول، (خبرو ته) د لېوالتیا احتمال یې کم دی.
په داسې حال کې چې ټرمپ ظاهرا هڅه کوي، دې برید ته یې "بریالی" رنګ ور کړي، خو که داسې نه وي، نو د نورو بریدونو لپاره به پرې فشار ډېر شي یا دا چې ولسمشر به پرته له دې چې کومه نظامي ګټه یې کړې وي، له لوی سیاسي خطر سره مخامخ شي.
"سوله کوونکی" ولسمشر له نیوکو سره مخامخ دی
دا ګواښ پر نړیوالو امنیتي پایلو سربېره په کوردننه هم سیاسي اندېښنې را ولاړوي.
پر ایران د امریکا د برید احتمال لا دمخه نه یوازې په ډیموکراټانو کې، بلکې حتی د ټرمپ د "امریکا لومړی" جریان دننه هم سختې نیوکې راپارولي دي.
د هغه (وروستۍ) نامعموله وینا چې خپل درې سلاکاران یې ترڅنګ وو، ښايي د جمهوریپال ګوند دننه د یووالي ښودلو یوه هڅه وه.
په ځانګړي توګه، مرستیال ولسمشر ښاغلی وینس چې د متحده ایالتونو لپاره د ډېر محتاط بهرني سیاست کلک پلوی دی او په دې وروستیو کې یې پر ټولنیزو رسنیو ټینګار وکړ چې ټرمپ د "نه مداخلې" پلوی دی او د هغه ملاتړي باید دا ټکی هېر نه کړي.
که (پر ایران د امریکا) برید لنډمهالی وي، ښايي ولسمشر ټرمپ وکولی شي د خپلو ملاتړو ترمنځ درزونه ورغوي، خو که امریکا په پراخه جګړه کې ښکېله شي، نو شونې ده هغه د خپلو رایو ور کوونکو په منځ کې له ستونزو سره مخامخ شي.
د شنبې د شپې برید د هغه ولسمشر لخوا یو زړور اقدام و چې په خپله لومړۍ دوره کې یې ویاړ کاوه چې هیڅ نوې جګړه یې نه ده پیل کړې او د تېر کال د ټاکنیز کمپاین په جریان کې یې په ځلونو پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه وکړه چې هېواد یې بهرنیو جګړو کې ښکېل کړی دی.
ټرمپ خپل کار کړی او تر دې وروسته چې هر څه پېښېږي، په بشپړ ډول د هغه په کنټرول کې نه دي.