پاکستان کې نامعلومو کسانو له یوه مرکزه د قرآن کریم ۱۲۰ لرغوني ټوکونه غلا کړي

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي-کوټه

د پاکستان بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې مسوولین وايي، نامعلومو کسانو له جبل نور القرآن نومي مرکزه د قرآن کریم ۱۲۰ لرغوني ټوکونه غلا کړي دي.

د جبل نور القرآن مرکز انتظامي کمېټې یوه غړي بالاچ لهړي د ټیلیفون له لارې بي بي سي ته وویل، د قرآن کریم دغه تاریخي ټوکونه په تونلونو کې په ښيښه يي صندوقونو کې ساتل کېدل او غلو د دې صندوقونو له ماتولو وروسته له ځان سره وړي دي.

بالاچ لهړي زیاتوي په غلا شویو ټوکونو کې ځینې داسې هم دي، چې نژدې درې سوه کاله پخوا په لاس لیکل شوي دي.

نوموړی وايي، د پېښې پر مهال په مرکز کې د برېښنا پرچاوۍ له کبله تیاره وه او په همدې تیاره کې غله مرکز ته ننوتي.

د پېښې په تړاو د پولیسو په رپوټ کې ویل شوي، چې وړمه شپه تونل ته د یوه مات شوي دېوال له لارې نامعلوم کسان ننوتي او د قرآن کریم تاریخي ټوکونه یې غلا کړي دي.

جبل نور القرآن څه ډول مرکز دی؟

د جبل نور القرآن په نامه دا مرکز د کوټې ښار لوېدیځ ته په برورۍ نامه غره کې جوړ شوی.

له ۱۹۹۲ کال راهیسې د دې غره په غونډیو کې تونلونه جوړ شوي، چې له بې احترامۍ د ساتنې لپاره د قرآن کریم او نورو دیني کتابونو زاړه ټوکونه یا پرې شوې پاڼې پکې ځای پر ځای کېږي.

د دې مرکز چارو سمبالونکې کمېټې غړی بالاچ لهړي وايي: ''اوس خو په دې غره کې لسګونه تونلونه دي، چې د ځینو اوږدوالی تر زرو فوټو پورې رسېږي. په دې تونلونو کې برېښنا هم شته او ښيښه یي صندوقونه هم پکې ځای پر ځای شوي، چې تاریخي ټوکونه په کې ساتل کېږي.''

د دې مرکز لیدو ته ګڼ شمېر کسان ورځي.

مسوولین وايي، دوی د قرآن کریم هغه ټوکونه یا پاڼې، چې خورا ضعیفې وي، همدلته په غره کې خښوي، خو هغه چې لوستل کېدای شي له ترمیم وروسته بېرته مدرسو او جوماتونو ته استوي.