تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خوب، فزیکي فعالیت او اوبه څښل: ایا رښتیا موږ اړ یوو چې وړانديز شوې ورځنۍ کچې ته یې غاړه کېږدو؟
- Author, روت کلېګ او جیورج سانډرمن
- دنده, بي بي سي
کله چې دا اوونۍ یوه څېړنه خپره شوه چې په کې ویل شوي وو، د ورځې لس زره ګامه اخیستل د روغتیا لازمي معیار نه دی، داسې ښکارېده لکه ټولو خلکو چې د ارامۍ ساه واخیسته، ځکه دا هغه څه نه دي چې موږ پرې باور درلود.
هغه خبر چې وايي، د ورځې اووه زره ګامونه اخیستل بسنه کوي ښايي د دې لامل شي چې موږ نور په دومره لېوالتیا سره خپل ګامونه ونه شمېرو.
نو اوس دا پوښتنه راپورته کېږي چې له هغو روغتیايي موخو سره به څه وشي چې ګڼ شمېر خلک پرې باور لري؟ که په ورځني ډول موږ هغو موخو ته ونه رسېږو لا به هم وکولی شو اوږد، سالم او خوشحاله ژوند ولرو؟
موږ یو شمېر مشهورې روغتیايي لارښوونې چې خلک پرې باور لري راټولې کړې، له بېلابېلو متخصصینو سره مو خبرې کړې، د دغو موخو د شتون شالید ته مو کتنه کړې، روغتیايي ادعاوې مو ارزولي، او تر ټولو مهمه دا چې پوښتلي مو دي: ایا انعطاف ورسره کېدی شي که نه؟
ایا خوب دومره مهم دی چې موږ باید د خپل ژوند دومره اوږد وخت یې په کولو تېر کړو؟ څومره فزیکي فعالیت بسنه کوي؟ اوبه څښل څنګه؟ موږ په رښتیا څومره اوبو څښلوته اړتیا لرو؟
یادونه: لاندې معلومات طبي مشورې نه، بلکې د روغتیا هغو معیارونو ته یوه کتنه ده چې موږ یې غوره بولو.
اوبه (په ورځ کې له ۶ تر ۸ ګیلاسه)
د بریتانیا ملي روغتیا ادارې له مخې، په منځنۍ کچه، یو بالغ کس باید هره ورځ له شپږو تر اته ګیلاسو (نږدې ۱.۵ تر ۲ لیتره) اوبه وڅښي. خو لکه څنګه چې مو فکر کاوه، ښايي موږ تل اړ نه یوو له ځانه سره ښکلي بوتلونه وګرځوو.
پروفېسور نیل ټرنر، چې په اېډنبرا پوهنتون کې د پښتورګو متخصص دی، وایي موږ انسانانو زرګونه کاله ژوند کړی پرته له دې چې پوه شو یو لیتر اوبه څومره کېږي.
هغه وایي: ''زما مطلب دا دی چې موږکان اړتیا نلري موږ لاس کې ښکلي بوتلونه ورکړو او ورته ووایو چې څومره اوبه وڅښي، نو موږ ورته ولې اړتیا لرو؟"
"زموږ بدن داسې جوړ شوی چې هر څه په سمه توګه ترسره کوي. موږ هغه وخت خواړه خورو چې وږي شو، هغه وخت ساه اخلو چې اړتیا ورته ولرو او هغه وخت اوبه څښو چې تږي شو. "
هو…
ایا دا خبره په رښتیا دومره ساده ده؟
د پروفېسور ټرنر په وینا، چې ډېر پښتورګي یې لیدلي، دا چاره د ګڼ شمېر خلکو لپاره همداسې ده. خو هغه کسان چې ځانګړي روغتیايي حالتونه لري، لکه د پښتورګو ستونزه، ښايي اړ وې ډېرې اوبه وڅښي.
هغه وايي، که زموږ د ادرارو رنګ تیاره وي، نو د روغتیا له اړخه باید اندېښنه ونه کړو ځکه زموږ پښتورګی خپله دنده ترسره کوي او زموږ په بدن کې اوبه خوندي کوي، کله چې موږ تږي شو زموږ بدن باید موږ ته خبر را کړي چې موږ اوبه وڅښو.
خو ډاکټره لینیا پټل، چې د تغذیې متخصصه ده، دا خبره ردوي.
هغه وایي، ښايي موږ د بېلابېلو فکتورونو له مخې د بېلابېلې کچې اوبه وڅښو. لکه دا چې د بدن د تودوخې کچه مو څومره ده، یا دا چې تاسو شراب څښئ که نه. هغه وايي د هغې په اند، د ورځې د ۱.۵ تر ۲ لیترو اوبه څښل یو ښه عادت دی په ځانګړي ډول د ښځو لپاره.
"زه به دا خامخا ووایم چې د ښځو روغتیا ته په کتو او هغه ځای کې چې زه دنده په کې ترسره کوم، په خلکو کې د اوبو د کمښت ګڼ شمېر نښې نښانې لیدل کېږي، لکه ستړیا، قبض، د مغزو خړوالی، لوږه او یا خوړو ته ځانګړې لېوالتیا."
هغې وویل: "که ستونزه د اوبو کمښت سره تړاو لري نو دا ساده خبره ده او حل کېدی شي خو موږ باید د اوبو څښلو ته دوام ورکړو.
خوب (په شپه کې له ۷–۹ ساعته)
که د خوب موضوع ته تم شو نو د بریتانیا روغتیا ملي ادارې له مخې یو بالغ کس باید هره شپه له ۷ تر ۹ ساعتو خوب وکړي. او دې کې ډېر انعطاف نشته.
پروفیسور اما جوهال، چې د خوب د اختلالاتو یا ګډوډیو متخصص دی، وايي خوب ډېر مهم دی. که ویې نه کړو خپل عمر به رالنډ کړو.
هغه وایي، "شواهد یې هم شته. د ګڼ شمېر ادارو څېړنې ښیي چې روغتیايي ګټې یې زښته ډېرې دي. د شپې ښه خوب یا لږ تر لږه اووه ساعته کیفیت لرونکی خوب د چاغوالي، شوګرې، ژور خپګان، او تر ټولو مهم دا چې له وخته مخکې د مړینې خطر کموي."
هغه یوې داسې څېړنې ته اشاره وکړه چې په کې ۱۰ زره بریتانوي دولتي کارکوونکي شامل وو. هغو کسانو چې هره شپه يې له پنځو ساعتونو کم خوب کاوه، له وخته د مخه مړینې خطر یې لوړ و.
خو ایا موږ کولای شو له دغه وړاندیز شويو اوه ساعتونو یو ساعت راکم کړو او یوازې شپږ ساعته خوب وکړو؟
پروفیسور جوهال وایي: "له بده مرغه نه، ځکه کله چې موږ د خوب د مودې کچه راکمه کړو د دې خطر شته چې خلک فکر وکړي لږ خوب کول سم کار دی. حال دا چې نه دی. "
نو د ورځې لنډ خوب یې ځای نیولی شي؟
دی وايي، "له بده مرغه نه." "زموږ بدن د ورځې په اوږدو کې لنډ خوب ته بل ډول غبرګونونه ښيي او که موږ هڅه وکړو د هغه خوب پاتې برخه د ورځې پوره وکړو چې د شپې رانه پاتې شوی دا چاره ښايي د شپې خوب کول راته ګران کړي. "
خو د ورځې لنډ خوب بې ګټې نه دی. ځینې څېړنې ښيي چې د ورځې لنډ خوب کولی شي د انسان مغز ځوان وساتي او ان دا چې کولی شي د یوې شپې مخکې نیمګړي یا ګډوډ خوب پاتې برخه پوره کړي.
پروفیسور جوهال وايي، هغه کسان چې نشي کولی هره شپه د هغې کچې خوب وکړي چې وړاندیز یې کېږي نو باید هڅه وکړي اوونۍ کې څو شپې کیفیت لرونکی خوب وکړي او دا چې "د خوب اهمیت ته لا ډېر پام وکړي. "
اېمېلي او لوسي د مانچسټر اوسېدونکې او د پلي تګ مینه والې دي. دوی له پلي تګ سره مینه لري خو خوب يې منظم نه دی. دوی د اندېښنو له کبله د شپې سم خوب نشي کولی.
خو وايي د شپې اوه ساعته خوب یو داسې څه دي چې دوی "هڅه کوي ورته ویې کړی شي. "
فزیکي فعالیت (اوونۍ کې ۱۵۰ دقیقې)
خو اېمېلي او لوسي دواړه ورځنی وړاندیز شوی فزیکي فعالیت "خامخا ترسره کوي. "
دوی د هغې ډلې په مرسته چې د غره ختونکو نرمونو نجونو ډله نومېږي (Soft Girls who Hike) نه یوازې له پلي تګ سره مینه پیدا کړې، بلکې وايي هم یې رواني روغتیا ورسره ښه شوې او هم یې له نورو ښځو سره اړیکې جوړې کړې دي.
دوی وايي، هڅه نه کوي ټول روغتیايي معیارونه بشپړ کړي ځکه "ژوند له خنډونو ډک دی. "
خو دوی هره ورځ ۷۰۰۰ ګامونه اخلي او د اوونۍ په پای کې اوږده او د لږ اغېز لرونکي پلی تګ کوي.
د روغتیا مشر افسر وايي، خلک باید په اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقې فزیکي فعالیت ترسره کړي، او دوه ځلې دې ځواک زیاتولو یا وزنونو پورته کولو تمرینونه وکړي.
نو ایا دا د هر چا لپاره شونې ده؟
ډاکټره سینېډ رابرټس، چې د فزیکي فعالیت د تغذیې متخصصه ده او لوړ پوړي لوبغاړي روزي، یې په اړه یو عملي کېدونکی نظر لري.
هغه وايي، سربېره پر دې چې د مناسبې کچې فزیکي فعالیت او د بدن ځواک زیاتولو ورزش د عضلو د حجم ساتلو لپاره مهم دي همدا راز د ټپونو پر وړاندې مقاومت او د خپل بدن د معافیت د سیستم لپاره هم مهم دی او تاسو اړ یاست دا وړاندیزونه د خپل ژوند له شرایطو سره برابر کړئ.
هغه وايي: "قانونونه د پوهانو هغه لارښوونې دي چې ناپوهان یې پلی کوي. او دا خبره دلته همدا مانا لري. "
"زه داسې ملګري لرم چې هېڅ ډول فزیکي فعالیت نه کوي او دا دوی په بدن کې ښکاري. زه ورته وایم، 'تاسو داسې ګرځئ لکه ۸۰ کلن چې یاست! '
"خو که تاسو په اوونۍ کې یو ځل د ځواک تمرین وکړئ او لږ څه فزیکي فعالیت هم وکړئ، نو دا ډېر ښه کار دی او هڅه وکړئ که کولی شئ لا یې زیات کړئ. "
هغه یې له یوه لوی سړک سره پرتله کوي او وايي: هر څومره ډېر کارونه چې موږ د خپلې روغتیا لپاره وکړو، زموږ د ژوند لار به ورسره پراخه شي او دا موږ ته د دې ازادي راکوي چې کله ناکله ورزش ونه کړو خو داسې نه چې بېخي یې پرېږدو."
"ټول روغتیايي معیارونه سره تړلي دي. تاسو نه شئ کولی د خپلې روغتیا لپاره یوازې یو کار وکړئ او نور هر څه پرېږدئ. او همداراز اړ نه یاست پر ځان دومره فشار راوړئ چې ټول معیارونه بشپړ کړئ."
دغه چاره له اېمېلي او لوسي سره اړخ لګوي، دوی وايي خوشحاله دي چې په تدریجي ډول د روغتیا معیارونه پالي".
"د بېلګې په توګه، موږ ښايي یوازې پنځه دقیقې مراقبه وکړو – دا له هېڅ نه کولو غوره ده، خو موږ په دې اړه اندېښنه نه کوو چې ولې ټاکل شوې موخې ته ونه رسېدو. "
ذهني ارامتیا (مراقبه - هره ورځ۱۰ دقیقې)
د بریتانیا ملي روغتیا اداره د هر ذهن مهم دی (Every Mind Matters) کمپاین له لارې، وړاندیز کوي چې خلک باید هره ورځ ۱۰ دقیقې مراقبه وکړي.
په اصل کې، دا په دې مانا ده چې تاسو د دې پر ځای چې د راتلونکې او تېرو وختونو په اړه فکر وکړئ خپل ټول پام پر اوسني حالت او هغه څه راټولوئ چې له ستاسو او ستاسو په شاوخوا کې روان دي او دا چې تاسو خپلو افکارو ته اجازه ورکوئ له قضاوت پرته فکر وکړي.
ځینې څېړنې ښيي چې د مراقبه په څېر فعالیتونه مثبت اغېز لري، او ان دا چې د مغز جوړښت بدلولی شي.
ارواه پوهه ناتاشا تیواري، چې د ويدا ډلې (The Veda Group) بنسټ اېښودونکې ده، وایي، "د ورځې ۱۰ دقیقې مراقبه یې ښه پیل دی. دا ذهن ته وخت ورکوي چې ارام شي، او مغز ته کافي فرصت ورکوي چې د مراقبې له بهیره ګټه واخلي."
خو موږ کې ګڼ شمېر خلک بوخت ژوند لري، او د ورځې لس دقیقې ځانګړي کول کله ناکله یو ډول "عصریتوب" ګڼل کېږي. نو ایا دغه ډول هدفونه زموږ ژوند لا هم له فشاره ډکولی شي؟
مېرمن تیواري يې ردوي. هغه وايي، خبره د وخت نه ده، بلکې دا مهمه ده چې موږ د ذهني ارامتیا یا مراقبې په اړه پوهاوی ولرو، او د خپل ورځني ژوند برخه یې وګرځوو.
هغه وايي: "ان لنډې دمې هم مثبت اغېز لرلی شي."
ګڼ شمېر متخصصان چې ما ورسره خبرې کړي دا مني چې که څه هم دغه معیارونه ګټور دي خو ساده ژوند هم ښه دی او دا غوره ده چې شمېرو پورې ځان ونه تړو.
بلکې، یوه داسې لار باید وموندل شي چې له مخې یې د سالم ژوند لپاره صحي خوراک، فزیکي فعالیت، او رواني هوساینه د خپل ورځني ژوند برخه وګرځوو.
او وروسته له دې چې څو ساعته ناسته وم دا لیکنه ولیکم اوس به ولاړه شم ځکه ما یو بل روغتیايي معیار هم موندلی او هغه دا چې غواړم د ورځې له اتو ساعتونو ډېره ناسته پاتې نه شم. نو ځم چې یو څه پلی تګ وکړم.