وزیرستان کې پر پولیو کمپاین‌کوونکو برید او لکي مروت کې ورسره جرګې پرېکون کړی

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د ځايي خلکو یوې جرګې د واکسین لګولو له کمپاین سره پرېکون اعلان کړی، ورسره په سویلي وزیرستان کې بیا د پولیو واکسین کوونکو پر ساتونکې پولیس ډله وسله وال برید شوی دی. ځايي پولیس وايي، پېښه کې کوم زیان نه دی اوښتی.

پېښور کې د بي بي سي خبریال عزیزالله خان په خپل رپوټ کې د سویلي وزیرستان پولیسو ځايي افسر اصف بهادر له قوله وايي، د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو بریدګر وژل شوی دی.

د پولیو پر واکسین کوونکو بریدونه پاکستان کې اوږده مخینه لري. د یوه اټکل له مخې ویل کېږي، چې د ۱۹۹۰ له لسیزې راهیسې پاکستان کې د پولیو ضد واکسینولو ادارو ۲۰۰ کارکوونکي یا د دوی ساتنې ته ګومارل شوي پولیس وژل شوي دي.

پاکستان کې د سږ کال له جنورۍ میاشتې تر اوسه پورې د پولیو لږ تر لږه شپږ پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي او د تېر کال په اوږدو کې بیا دا شمېر ۷۴ ته رسېدلی و. په افغانستان کې ۲۵ پېښې ثبت شوې وې.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د معلوماتو له مخې افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه پورې پکې د پولیو ویروس خپرېدو بشپړ مخنیوی نه دی شوی.

افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسینول

په افغانستان کې د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت وايي، د پولیو واکسین 'ملي کمپاین' پیلوي.

د طالبانو حکومت کې د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر په رپوټ کې د ځايي چارواکو له قوله ویل شوي، چې د دغه څلور ورځني کمپاین کې په بهیر کې به چې له دوشنبې پیلېږي، ۱۱ اعشاریه شپږ میلیونو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځه کلنۍ کم وي، د پولیو واکسین ورکړل شي.

د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د ټول افغانستان په کچه، دې کمپاین کې به له پنځه کلنۍ د کم عمر ماشومانو ته د پولیو واکسین تر څنګ د ویټامین اې کیپسول (ګولۍ) هم ورکړل شي.

ډاکتر شرافت زمان وايي، د ماشومانو د بدن ودې لپاره د ویټامن اې کېپسول ستر رول لوبوي. نوموړي دغه راز له خلکو غوښتي چې د واکسینو په تطبیق کې له مسوولینو سره مرسته وکړي.

په ورته مهال د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې هم ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو کمپاین پیل شوی دی. پاکستاني چارواکي وايي، په پام کې ده، چې په ټول پاکستان کې به نژدې ۴۵ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي. د پاکستان عامې روغتیا وزیر مصطفیٰ کمال له خلکو غوښتي چې د کمپاین له مسوولینو سره همکاري وکړي.